نړۍ

امريکايي ژورنالېست: که پر کانګريس برید کوونکي مسلمانان وای، نو پوليسو به پرې ډزې کړې وای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): امريکايي ژورناليست جو سکاربورو ويلي، که پر کانګريس داسې هجوم ور وړونکي کسان مسلمانان يا تور پوستي وای، نو پوليسو به پرې ډزې کړې وای.

د «ايم ايس ان بي سي» تلويزون وياند ژورناليست جو سکاربورو د کانګريس ساتنې د پولیسو پر مشرې او د پلازمېنې واشنګټن پر پوليسو نيوکې کړې، چې، د ټرمپ پلويانو بلواګرو ته يې د کانګريس دروازه پرانيستې وه.

دغه ژورناليست ويلي، پوليسو ځکه د ټرمپ پارېدلو پلويانو لپاره د کانګريس دروازې پرانيستې، چې سپين پوستي وو او که دوی مسلمانان او يا هم تور پوستي وای، نو پوليسو به پرې ډزې کړې وای.

د امريکا ډېری اوسېدونکي او د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن په ګډون يو شمېر سياستوال وايي، پر کانګريس د يرغل پر مهال له پارېدلو لاريونوالو سره توکمپالنه ډېره روښانه وه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټرمپ زرګونو پلويانو چې ډېری يې سپين پوستي وو، د کانګريس پر ودانۍ يرغل کړی و او د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو له منلو يې انکار کاو، چې جو بايډن يې ګټونکی او ډونلډ ټرمپ يې بایلونکی و.

دغه زرګونه پارېدلي کسان په ډېره اسانۍ د کانګريس ودانۍ ته ننوتل، هلته يې ګډوډي رامنځته کړه، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دروازو ماتولو هڅه يې وکړه، خو د پوليسو له لوري په ډېره نرمۍ له کانګريس ودانۍ وويستل شول او داسې کومه پام وړ سزا ور نه کړل شوه.

امريکايي رسنۍ وايي، ټرمپ او د هغه پلويان له يوې اونۍ راهيسې د ټاکنو د پایلو نه منلو لپاره د لاريونونو په تيارۍ بوخت وو، خو پر کانګريس د يرغل پر مهال ډېر لږ شمېر پوليس هلته موجود وو او کانګريس ته د ننوتو پر مهال يې د هغوی مخنیوی هم نه دی کړی او بالعکس نږدې شپږ مياشتې مخکې، چې تور پوستو د پوليسو له لوري د وژل شوي تور پوستي لپاره د انصاف غوښتنې په موخه لاريونونه وکړل، د پوليسو له لوري ورسره سخت او ناوړه چلند وشو.

نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن هم ويلي، «ما ته څوک په دې قناعت نه شي راکولی، که دغه احتجاج کوونکي تور پوستي وای، نو هغوی سره به هم داسې په نرمۍ چلند شوی وای.»

د امريکا ولسي جرګې مشرې نينسي پيلوسي ويلي، چې ټرمپ بايد له وخت مخکې استعفا وکړي او يا به هم کانګريس ته د استيضاح لپاره غوښتل کيږي.

د ټرمپ استیضاح

که د ټرمپ د استيضاح بهير پيل شي، دا به دوهم ځل وي، چې نوموړی د کانګريس له لوري استيضاح کيږي.

د امريکا ولسي جرګې مشره نينسي پيلوسي

تر دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال په سټپمبر کې هم له واکه د ناړه ګټې اخيستو په تور کانګريس ولسمشر ټرمپ استیضاح کړی و، خو په مشرانو جرګه کې د جمهوري پلوو د استازو اکثريت و او د ټرمپ په ملاتړ يې رايې وکارولې.

د امريکا په تاريخ کې هېڅ ولسمشر دوه ځله نه دی استيضاح شوی.

که د دوشنبې په ورځ د ټرمپ د استيضاح پرېکړه وشي، نوموړی به د چهارشنبې ورځ کانګريس ته د ځواب ویلو په موخه وړاندې شي.

د چارو څارونکي وايي، د کانګريس له لوري د ټرمپ استیضاح به يوازې سمبوليکه بڼه ولري؛ ځکه د ټرمپ د واکمنۍ يوازې لس ورځې پاتې دي او د جنورۍ په شلمه به نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن د امريکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن ټرمپ په بغاوت تورن کړی او ويلي يې دي، چې دی مخکې هم په دې باور و، چې ټرمپ د ولسمشرۍ وړتيا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx