افغانستان

کابل ښار کې د ناقانونه وسله والو قومندان ملک مرتضی پغمان ترور شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناقانونه وسله والو یو قومندان ملک مرتضی په ډزو وژلی دی.

دا پېښه پرون د يكشنبې په ورځ ناوخته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلور لارې سیمې د ۱۱۱ مې فرقې په څو مترۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د ملک مرتضی د سپرلۍ په موټر ناتاره ډزې وکړې.

د پېښې عیني شاهدان وايي، په دغه برید کې ملک مرتضی له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي دی.

ملک مرتضی د پغمان ولسوالۍ د قلعه بابو کلي ملک او د استاد سیاف د وراره «سید ممتاز هاشمي» له نږدې ملګرو څخه ؤ، چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې به یې له سوداګرو او هټۍ والو په یوه او بله پلمه پیسې په زوره اخیستې.

نوموړی ددې ترڅنګ د ملکي خلکو په ځورونه او اختطاف کې هم تورن ؤ؛ خو د استاد سیاف او د هغه د وراره سیدممتاز د ملاتړ له کبله پولیسو د هغه له نیولو ډډه کوله.

تراوسه  دا څرګنده نه ده چې نوموړی د چا لخوا وژل شوی؛ خو داسې ګنګوسې هم شته چې ښايي نوموړی په پغمان ولسوالۍ کې د سید ممتاز قوي حریف او د جمعیت ګوند پخواني قومندان عزت الله عرب لخوا هدف ګرځول شوی وي.

باید وویل شي چې په پغمان ولسوالۍ او پنځمې امنیتي حوزه کې وخت ناوخته د جمعیت ګوند د قومندان عزت الله عرب او د استاد سیاف د وراره سید ممتاز هاشمي د مسلحو کسانو ترمنځ د ځمکو د «غصب» او سوداګرو د «باج» اخیستلو پر سر شخړې پېښيږي او کله ناکله آن وسله والې نښتې ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

سیاف نه اوس داسې ## او پای لوچ جوړ دی هغه عزت او دبدبه چې سیاف درلوده څنګه چې دی د هماغه عزت په وخت هم مکار چلباز انسان وو الله متعال داسې ذلیل که چې اوس د اوباشانو قومندان او په وطن باندې د میشت یرغلګرو مفتي مقرر شوي . آخرت دې هم الله د دوی همداسې تباه کړي دوی د ټول ملت ژوند تباه کړی .ځینې علمي څیرې د ده # سیاف هغه خبري بدرګه کوي چې دا عزیز ملت دې د پردی دیوال سیوري ته نه کښېنوي خبري کومې کوي او عمل یی څه دی تباه شي… نور لوستل »

طوطی

زبر دست خبر. یاره نن ټکی آسیا: دی خبر دی ډیر خوش کړم اوس په خیر سره د ملاعزت او ممتاز له پاره پروګرام په آسانی سره پلی کیږی. کاش چی نژدی وای چی یوه جایزه می درکړې وای. د ملا عزت سره زما هم کار شته کچیری مړ نشوم.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx