افغانستان

د دولتي عسکرو لخوا د ۱۸ ملکیانو د «شهادت» پېښه په پراخه کچه وغندل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د اتلس غړو د شهادت پېښه په پراخه وغندل شوه او دا یو بشري جنایت وبلل شو.

د طالبانو ترڅنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي، د کرکټ بورډ پخواني مشر او پاکستاني کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل په ګډون ګڼو افغان سیاسیونو او مشرانو دغه پېښه غندلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او بشري جنایت یې بللی دی.

«د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالي کې هوایي بمباري چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په گډون زموږ گڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او دغه ظالمانه عمل د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف بولي .»

ددې ترڅنګ د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر شکرالله عاطف مشعل هم دغه پېښه غندلې، نوموړي په یو ټویټ کې داسې ویلی: «نیمروز کې په ولسي خلکو داسې ناځوانه او بې رحمه برید د غندلو ده، هیڅوک حق نلري بیګناه افغانان ووژني. شهیدانو ته برین جنت او دوستانو ته یې د زړه صبر غواړو.»

که څه هم د نیمروز سیمه ییز چارواکي په دغه برید کې ټول وژل شوي کسان طالبان بولي؛ خو د ولایتي شورا وکیلان وايي، چې په دغه برید کې «شهیدان» وګړي ټول ملکیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

دشهیدانو شهادت دی الله قبول او مقبول وگرزوی ظالمانو ته دی الله همداسی جزا ورکړی له طالبانو غواړو چه ددی مطلومانو غچ واخلی

الحاج استاذ بیانزی

یو خوشی متل دی مګر دلته عملی کیدلی شی هغه متل به پوره نه یادوم . وایی ( زه دوه ځلی یو کس بی عزته کوم یوځل یی په وچ زور بی عزته کړم او بیا یی دلاسه کوم )
د کابل د اردو غلامانو له خوا قصدی بمباری شوی او ۱۸ بیدفاع او بیګناه ماشومان او میرمنی یی په شهادتت رسولی او هماغه غلامه اردو د غه وحشی عمل غندی یا تقبیحوی ، دا غندنه نه ده دا د دی ملت بله بیعزتی ده

مجاهد

یو خوشی متل دی مګر دلته عملی کیدلی شی هغه متل به پوره نه یادوم . وایی ( زه دوه ځلی یو کس بی عزته کوم یوځل یی په وچ زور بی عزته کړم او بیا یی دلاسه کوم )
د کابل د اردو غلامانو له خوا قصدی بمباری شوی او ۱۸ بیدفاع او بیګناه ماشومان او میرمنی یی په شهادتت رسولی او هماغه غلامه اردو د غه وحشی عمل غندی یا تقبیحوی ، دا غندنه نه ده دا د دی ملت بله بیعزتی ده

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx