دیني، سیرت او تاریخ

ايا تاسې دا فکر کړی دی چې که بېګناه انسان ووژنئ څه درپېښېږي؟

عبدالمالک همت

په ډېره خواشيني سره بايد ووايم چي په دې وروستيو کي په ګران هيواد کي د مرګ ژوبلو بازار ډېر تود سوی، هره ورځ پرله پسې لږ او په ندرت سره لوی جنايتکاران، خو ډېر بې ګناهان او داسي کسان چي د ګناه سزا يې قتل نه وي وژل کېږي او مسؤوليت يې هم زياتره څوک پر غاړه نه اخلي، ځيني دا وژني د حکومت کار بولي، خو حکومت بيا نور په تورنوي، زه خدای مه کړه نور غرض مرض نه لرم، خو صرف په ډېرو لنډو ټکو کي د دغسي وژنو د عواقبو په هکله د خدای جل جلاله او پيغمبر صلی الله عليه وسلم څو څرګندوني درته بيانوم  او د لاندي کرښو لوستلو ته مو را بولم. دعاکوم چي افغانان د مرګ ژوبلو او هيواد ته د تاوانونو رسولو پر ځای په سرتر سري سوله کي رغندو کارونو ته مخه کړي:

د قرآن کريم دې آيت ته ځير سئ:
﴿مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِنْهُمْ بَعْدَ ذَلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ (32)﴾[المائده: ۵ :۳۲].

ژباړه:له همدې امله (د قابيل له خوا د خپل ورور هابيل د وژنې د جنايت په سبب) موږ پر بني اسرائيلو اېښې وه (دا مو ورته تشريعي حکم ګرځولى وو) چي که څوک يو انسان ووژني په داسي حال کي چي دغه وژنه د بل چا (د وژني) د بدلې اخيستلو (قصاص) په موخه نه وي او نه په مځکه کي (دداسي) ورانۍ (فساد) خپروني له امله وي (چي د وژني موجب کيږي، لکه شرک او جګړه) ،  نو دا داسي ده لکه هغه چي ټول انسانان وژلي وي او څوک چي د (هغه) چا ځان وژغوري (چي لوى څښتن يې وژل حرام کړي وي) نو دا داسي ده لکه د ټولو انسانانو ځانونه چي يې ژوندي ساتلي (او ژغورلي) وي. (نو د يوه انسان د حرمت ساتل داسي دي لکه د ټولو انسانانو د حرمتونو ساتل). او رشتيا داده چي زموږ پيغمبرانو هغو (بني اسرائيلو) ته (پر لوى څښتن باندي د ايمان راوړلو په اړه د خپلو بلنو او پر هغو باندي د فرض سوو چارو د ترسره کولو په هکله) څرګندي نخښي (او دلايل او معجزې) وروړي دي، خو بيا هم له دوى څخه ډېر وګړي (د لوى څښتن احکام له پامه غورځوي او) په مځکه کي (د لوى څښتن د محارمو په تر سره کولو او د هغه د اوامرو په پرېښوولو سره)  د هغه له پولو څخه تېرى اوزياتى کوي (په وژنو او جنايتونو لاس پوري کوي او د حق له فرمانه سرکښي کوي).

څرګندونې:
د آيت شريف مطلب دادى چي د يوه انسان پر خلاف د وژني دغه جرم د ټول انسانيت پر ضد جرم دى. ځکه چي يو څوک هغه مهال په ناحقه وژنه لاس پوري کوي چي له زړه څخه يې د انسان د حرمت او کرامت احساس ووزي. په دې صورت کي که د هغه د ګټي يا خوى غوښتنه وي، نو هغه د کوم بل انسان له وژني څخه هم مخ نه اړوي. او په دې توګه ټول انسانيت د هغه د مجرمانه ذهنيت تر اغېز لاندي راځي. دغه راز که د دغه ذهنيت چلېده عام سي نو ټول انسانان به له خوندي توبه بې برخي سي. ځکه نو بايد ټول انسانان د ناحقي وژني جرم د هر چا پر خلاف چي وي داسي وګڼي چي دا جرم زموږ ټولو پرخلاف ترسره سوى دى.

همداراز لوی څښتن فرمايي:
﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (93)﴾ [النساء:۴:۹۳].

ژباړه: او هرڅوک چي مسلمان په قصد (په پوهه او اراده او نيت سره، نه په خطا  سره غير حق، د هغه په ايمان باندي په خبرتيا) سره ووژني ، نو د هغه (د دې لوى جنايت) جزا جهنم دوږخ دى چي په هغه کي به تل اوسي. (۱) او (پر دې سر بېره) الله پر هغه خپل غضب نازلوي او لعنت پر لېږي (له خپلي لوروني[رحمت] څخه يې شړي ).او د هغه لپاره يې (د دغه ستر او عظيم جنايت په سبب د قيامت په ورځ) ډېرسخت عذاب چمتو کړى دى.(۲)

څرګندوني:
(۱) يوشمېر تفسير پوهانو دا جمله داسي تفسير کړې ده: نو د هغه (د دې لوى جنايت) جزا دوږخ دى چي په هغه کي به د داسي يوې اوږدې مودې لپاره اوسي چي اندازه يې له لويه څښتنه پرته بل چا ته نه ده معلومه. ([1]).

(۲) دا د لوى څښتن له خوا د دغه ستر جرم د تر سره کوونکي لپاره يو داسي لوى ګواښ او سخت وعيد دى چي تر دې بل لوى ګواښ او وعيد نه جوړيږي. په قصد او ناحقه د مسلمان وژل د لوى څښتن پر جوړښت او تخليق باندي داسي تېرى دى چي لوى څښتن يې هغسي سزا ټاکلې ده چي کافرانو ته يې ورکوي او د قرآن کريم د الفرقان د سورې په (٦٨) آيت کي يې د دې جرم يادونه د شرک ترڅنګ کړې ده. وګورئ لوى څښتن داسي فرمايي: ” د هغه جزا دوږخ دى، چي په هغه کي به تل اوسي، او د الله غضب او لعنت به باندي وي او ډېر سخت عذاب ورته چمتو دى“.  دوني سختي سزاوي په يوه وخت کي د بلي هيڅ يوې ګناه لپاره نه دي بيان سوي. نو له دې څخه څرګنديږي چي د يوه مومن وژل د لوى څښتن په وړاندي څونه لوى تېرى،غټه ګرمه او ډېر بد ظلم دى. او د دغسي وژونکو ظالمانو سره مرسته او همکاري او هغو ته تمايل او درناوى او کار او لار يې ښه ګڼل او تبليغول د قرآن مخالفت او د دوږخ د اور د سوځلو لامل ګرځي.

په احاديثو کي هم د مسلمان وژنه سخته غندل سوې ده او د قاتل لپاره سخت وعيد (ګواښ) بيان سوى دى. لکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

«لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِغَيْرِ حَقٍّ»([2]).

ژباړه:  (د مسلمان وژل دونه ستره ګناه ده چي) د لوى څښتن په وړاندي په ناحقه د مسلمان تر وژلو د دنيا له منځه تله ډېر آسان بلل کيږي.

بل حديث دى:
«أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ»([3]).

ژباړه: لومړنۍ خبره(قضيه) چي د قيامت په ورځ يې پرېکړه کيږي د وينو تويېدو په هکله ده.

په بل صحيح حديث کي راغلي دي:
«كُلُّ ذَنْبٍ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَغْفِرَهُ، إِلَّا مَنْ مَاتَ مُشْرِكًا، أَوْ مُؤْمِنٌ قَتَلَ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا»([4]).

ژباړه: د هري ګناه د بخښني هيله کېداى سي، خو که څوک پر شرک مړ سي يايو مسلمان بل مسلمان په قصد سره ووژني د بخښني هيله يې نه سي کېداى.

بل حديث فرمايي:
«لَا يَزَالُ الْمُؤْمِنُ مُعْنِقًا صَالِحًا، مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا، فَإِذَا أَصَابَ دَمًا حَرَامًا بَلَّحَ»([5]).

ژباړه: مسلمان تر هغو چې د حرامو وينو په تويولو( د مسلمان په وژلو) يې لاس نه وي پوري کړى تکړه او چسپانده وي، خو کله چي په حرامو وينو تويولو ګوتي پوري کړي ستومان او لالهاند سي.

په يوه بل روايت کي چي د حديث پوهانو د څېړنو په پايله کي صحيح بلل سوى دى راغلي دي چي حضرت ابن عباس رضي الله عنهماوويل چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه واورېدل چي فرمايل يې: د قيامت په ورځ به وژل سوى(مقتول) په داسي حال کي راسي چي په خپل وژونکي پوري به نښتي او ځړيږي او ويني به تر څاڅي او لوى څښتن ته به عرض وکړى: اى لويه څښتنه! زما له دغه وژونکي څخه پوښتنه وکړه چي زه يې څله وژلى يم؟ ([6]).

مفسرينو او محدثينو رحمهم الله له حضرت ابن عباس رضي الله عنهماڅخه ډېر روايتونه نقل کړي دي چي هغه ويل : چا چي مسلمان په قصد سره وژلى وي توبه يې نه قبليږي  او ﴿وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ﴾ منسوخ سوى هم نه دى. ([7]).  پر دې بنسټ  به ځينو نورو صحابه وو، تابعينو او تر دوى وروسته عالمانو هم ويل چي د دغسي وژونکي توبه نه قبليږي.

محمد رشيد رضاپه خپل  تفسير المنار کي زموږ د مورد بحث آيت د تفسير په ترڅ کي ليکي: چاچي ايمان راوړى وي او په دې پوهيږي چي لوى څښتن د مسلمان وژل حرام کړي دي او پر هغه باندي سخته سزا ورکول کيږي او بيا هم دا کار کوي، نو نژدې ده چي داکار له اسلام څخه اوښتل وبلل سي.

محمد سيد طنطاوي هم د دغه آيت د تفسير په ترڅ کي وايي: هغه څوک چي يو څوک په قصد او غير حق او بې له کوم تاويله ووژني مرتد کافر دى.

خو حضرت امام ابوحنيفه او ملګري يې او امام شافعي او ځيني نور رحمهم الله بيا په دې هکله داسي وايي : په قصد وژونکى توبه وکاږي که يې ونه کاږي خبره يې د لوى څښتن په مشيت (اراده، خوښه او غوښتنه) اړه لري.(يعني دا د لوى څښتن په اراده او غوښتنه اړه لري چي د قيامت په ورځ يې بخښي که عذاب ورکوي). ([8]).

نور ډېر عالمان او مفسرين بيافرمايي چي که وژونکى چي پر لوى څښتن او د ده پر پيغمبر ايمان ولري خپل ځان اصلاح کړي او نصوحه توبه وکاږي لوى څښتن به يې په خپل فضل او لورونه سره عفو کړي. ([9]).

همدا راز علماى کرام د هغه اسرائيلي کيسه هم دليل راوړي چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت سوې ده او لنډيز يې په دې ډول دى: يوه اسرائيلي سل تنه ووژل، بيا يې له يوه عالم څخه پوښتنه وکړه چي آيا زما توبه قبليږي؟ هغه ورته وويل : هو، ولي نه قبليږي؟ د توبې د قبلېدو هيڅ شي نه مانع کيږي. ته پلاني ځاى ته ولاړ سه، هلته ځيني خلک د لوى څښتن په عبادت بوخت دي، ته هم د لوى څښتن په عبادت ورسره اخته سه. نو هغه وو چي دغه د سلو تنو قاتل د دغه ځاى په نيت رهي سو. کله چي نيمى لاري ته ورسېد مړ سو او د رحمت ملايکو يې  روح د ځان سره يووړ. ([10]).

نو که د اسرائيلي توبه قبليږي، د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د امتي توبه خو نو په طريق اولى قبليږي. ځکه هغه ستونزي او کړاوونه چي اسرائيلو ته متوجه وه، لوى څښتن موږته  نه دي متوجه کړي.

دوى دا هم وايي چي که د وژونکي توبه هم ونه منل سي او داسي ښه عمل يې هم نه وي کړى چي په وژغورل سي، بيا به هم تل تر تله په دوږخ کي پاته نه سي، ځکه  په دغه آيت کي له  ”خلود“ څخه مراد د اوږدې مودې لپاره درنګ ، اېسارېده او تمېده دي. له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه ډېر احاديث روايت سوي دي چي : څوک چي لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وايي او  په زړه کي يې د ايمان يوه کوچنۍ ذره هم وي له دوږخ څخه را ايستل کيږي. ([11]).

په انسانانو کي هيڅ داسي څوک نسته چي د اصلاح قابل دي نه وي. يو څوک چي د انسان په وژلو لاس پوري کړي، خو بيا درک کړي چي د دوږخ لمبو ته برابر سوى او د خداى د لعنت او د هغه له رحمت څخه د ګوښه کېدو مستحق سوى او په غضب يې اخته سوى دى او له دې امله يې زړه اندېښمن او پښېمان سي او بالاخره توبه ګار سي او له لوى څښتن جلت عظمته څخه بخښنه وغواړي او ټينګ عزم وکړي چي بيا به نه دغسي ناوړه کار کوم او نه به بل خراب کار ته اقدام کوم او داسي ښوکارونو ته ملا وتړي چي خپل ګنهونه په ورژوي او تر مرګه په ښو چارو او باقيات الصاحات بوخت سي، نو بې له شکه د دغسي خلکو د بخښني هيله کېداى. خو بيا هم ډېره ښه داده اولويه  نېکمرغي په دې کي ده چي مسلمان د مسلمان له وژلو څخه ډېر ګوښه وګرځي، دا ځکه چي که يو وژونکى توبه هم وکاږي خداى خو به تر خپل حق ور تېر سي، خو د وژل سوي د ورثې حق څنګه کوي؟  په قصدي وژنه کي خو درې ډوله حق سته: د لوى څښتن حق، د وژل سوي حق او د وژل سوي د ورثه ووحق. د ورثه وو حق خو يوازي په توبه نه بخښل کيږي. وژونکى بايد پر توبه سربېره د وژل سوي ورثه وو ته ځان وسپاري. څو دى قصاص کړى او ياديت (خون بها) ځني واخلي يا يې وبخښي. زيات قاتلان خلک د هغو د شتمنيو د ترلاسه کولو لپاره وژني. نو  که وژونکي شته هم لوټ کړي وي هغه به هم خپل څښتن ته بېرته ورکوي. خو وژونکي او لوټماران دا کار په ډېر ندرت سره کوي. دغه راز د وژل سوي حق هم په توبه نه ساقطيږي، بلکي هغې دنيا ته پاتيږي، لکه چي دمخه مو د رسول الله په حديث کي ولوستل چي: د قيامت په ورځ به وژل سوى خپل وژونکي راکشوي، لوى څښتن ته به يې ودروي او عرض به ورته وکړى چي: اى لويه څښتنه! زما له دغه وژونکي څخه پوښتنه وکړه چي زه يې څله وژلى يم؟ چي بيا به يې حق  د وژونکي له ښو اعمالو څخه ورکړل سي.

په انسانانو کي يوه ډله داسي بدمرغان هم سته، چي په ګنهونو کي ډوب وي، زړونه يې د نارواوو په بيا بيا ترسره کولو سره تور سوي وي او د بدو کارو نو سره يې داسي آموخت نيولى وي چي دګنهونو عذاب يې د توبې کښلو ته هيڅ نه متوجه کوي. داخداى وهلي هيڅکله توبه نه کاږي او خداى يې هم توبه نه قبلوي.

همدا راز هغه ظالم واکمنان چي د دوى د ځاني ګټو، نفسي غوښتنو او ناسمو کړنو د مخالفينو ويني تويوي او هغه سياسي غټان چي د خلکو په ښکېلولو، خوارولو، ځپلو، بندي کولو او ترورولو واک ترلاسه کوي او هغه غله چي خلک وژني او شتمنۍ يې لوټوي ټول د دې وړ دي چي زموږ په مورد بحث آيت کي ياده سوې جزا ورکړه سي، د تل لپاره دوږخ ته واچول سي او د لوى څښتن د هغه لعنت، غضب او عذاب سره مخامخ سي چي څرنګوالى يې يوازي ده ته معلوم دى. دوى يوازي مادي ګټي غواړي، تر خپل پر دين، ناموس، او هيواد مين هيوادوال يې د دين او وطن دښمن، تېرى کوونکى، په خپلو شومو ګټو پسي راغلى، په ثبوت رسېدلى ظالم غليم يې ډېر خوښ دى. په دوى کي ډېر لږ داسي کسان سته چي توبې کښلو ته دې فکر کيږي، يوازي په دوى کي ځيني عام غله په لاشعوري توګه د توبي پر ځينو داسي کلمو خولې ښوروي چي په معنا او حقيقت يې هيڅ نه پوهيږي او په عمل کي د هغو ضد چاري تر سره کوي. لوى څښتن مودي د دوى له حاله وساتي.

([1])-  د طنطاوي التفسير الوسيط .

([2])-  ترمذي،ابواب الديات، باب ما جاء في تشديد قتل المؤمن، 1395 شمېره حديث، نسائي، کتاب تحريم الدم ، باب تعظيم الدم ،3987 شمېره حديث، ابن ماجة، کتاب الديات، باب التغليظ في قتل مسلم ظلماً  ، ٢٦١٩ شمېره حديث.

([3])-  صحيح البخاري،کتاب الديات  باب ١ / ١، ٦٨٦٣ شمېره حديث او مسلم، کتاب القسامة، باب المجازات، ٤٢٧٢ شمېره حديث.

([4])-  سنن أبي داود، کتاب الفتن، باب في تعظيم قتل المؤمن،٤٢٧٠شمېره حديث او مسند امام أحمداونسائي.

([5])-  سنن أبي داود، کتاب الفتن، باب في تعظيم قتل المؤمن،٤٢٧٠شمېره حديث او طبراني.

([6])-  نسائي، کتاب تحريم الدم ، باب تعظيم الدم ،٤٠٠٤ شمېره حديث.

([7])-  صحيح البخاري، کتاب التفسير، ٢ / ٢ باب، ٤٧٦٢ ، ٤٧٦٣ او ٤٧٦٤ شمېرې حديثونه او مسلم، کتاب التفسير ، باب في تفسير آيات متفرقة، ٧٤٣٧، ٧٤٣٨ او ٧٤٣٩ شمېرې حديثونه.

([8])-  د پورتني آيت په اړه د امام شوکاني فتح القدير.

([9])-  دوى په دې هکله د ” الزمر“ د سورې په (٥٣) آيت او د ” النساء“ د سورې په
(٤٨ او١١٦) آيتونو او د ” الفرقان“ دسورې په (٦٨ ــ ٧١) آيتونو تمسک او استدلال کوي.

([10])-  صحيح البخاري، کتاب الانبياء، ٥٦ باب،(٣٤٧٠) حديث اومسلم، کتاب التوبة، باب قبول توبة القاتل وإن كثر قتله ، (٢٧٦٦) حديث.

([11])-  وګورئ بخاري، کتاب الايمان، باب زيادة الإيمان ونقصانه، ٤٤ شمېره حديث او مسلم، کتاب الايمان، باب أدنى أهل الجنة منزلة فيها، ٣٥٧ شمېره حديث.
…………
([1])-  د طنطاوي التفسير الوسيط .

([1])-  ترمذي،ابواب الديات، باب ما جاء في تشديد قتل المؤمن، 1395 شمېره حديث، نسائي، کتاب تحريم الدم ، باب تعظيم الدم ،3987 شمېره حديث، ابن ماجة، کتاب الديات، باب التغليظ في قتل مسلم ظلماً  ، ٢٦١٩ شمېره حديث.

([1])-  صحيح البخاري،کتاب الديات  باب ١ / ١، ٦٨٦٣ شمېره حديث او مسلم، کتاب القسامة، باب المجازات، ٤٢٧٢ شمېره حديث.

([1])-  سنن أبي داود، کتاب الفتن، باب في تعظيم قتل المؤمن،٤٢٧٠شمېره حديث او مسند امام أحمداونسائي.

([1])-  سنن أبي داود، کتاب الفتن، باب في تعظيم قتل المؤمن،٤٢٧٠شمېره حديث او طبراني.

([1])-  نسائي، کتاب تحريم الدم ، باب تعظيم الدم ،٤٠٠٤ شمېره حديث.

([1])-  صحيح البخاري، کتاب التفسير، ٢ / ٢ باب، ٤٧٦٢ ، ٤٧٦٣ او ٤٧٦٤ شمېرې حديثونه او مسلم، کتاب التفسير ، باب في تفسير آيات متفرقة، ٧٤٣٧، ٧٤٣٨ او ٧٤٣٩ شمېرې حديثونه.

([1])-  د پورتني آيت په اړه د امام شوکاني فتح القدير.

([1])-  دوى په دې هکله د ” الزمر“ د سورې په (٥٣) آيت او د ” النساء“ د سورې په
(٤٨ او١١٦) آيتونو او د ” الفرقان“ دسورې په (٦٨ ــ ٧١) آيتونو تمسک او استدلال کوي.

([1])-  صحيح البخاري، کتاب الانبياء، ٥٦ باب،(٣٤٧٠) حديث اومسلم، کتاب التوبة، باب قبول توبة القاتل وإن كثر قتله ، (٢٧٦٦) حديث.

([1])-  وګورئ بخاري، کتاب الايمان، باب زيادة الإيمان ونقصانه، ٤٤ شمېره حديث او مسلم، کتاب الايمان، باب أدنى أهل الجنة منزلة فيها، ٣٥٧ شمېره حديث.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x