افغانستان

ولسي جرګه-غني ته: د عامه شتمنیو د چور کولو اجازه نه درکوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د بودیجې د رد له امله اشرف غني په ولسي جرګه نیوکې وکړې او د بودیجې چمتو کول يې د حکومت صلاحیت وباله؛ د ولسي جرګې مشر «میررحمان رحماني» يې په غبرګون کې ویلي، چې  غني ته به د عامه شتمنیو د اختلاس اجازه ورنکړي.

غني څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې له لوري د ۱۴۰۰م مالي کال د بودیجې د رد کېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې د بودیجې چمتو کول د اجرائیه قوې صلاحیت دی او حکومت «سلیقوې پروژې» په بودیجه کې ځایولای نشي.

د غني له قوله، د ولسي جرګې دنده داده چې بودیجه په بشپړ ډول رد او یا هم په بشپړ ډول ومني.

د ولسي جرګې غړو په نننۍ ناسته کې د اشرف غني څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او غني يې تورن کړی چې «تیاره ذهنه» او له قوانینو ناخبره دی؛ خو ددوی له قوله، ولسي جرګه به اجازه ورنکړي چې یو څوک له اساسي قانون څخه خپل شخصي تعبیر وکړي او د عامه شتمنۍ اختلاس کړي.

د ولسي جرګې د مشر «میر رحمان رحماني» په خبره، د اساسي قانون په اساس د بودیجي چمتو کول د حکومت دنده ده؛  خو د تصویب او تعدیل واک یې له ولسي جرګې سره دی.

رحماني ددې تر څنګ ټینکار کړی، چې بودیجه باید په متوازن ډول چمتو شي او د کم معاش لرونکو مامورینو ته لوړ معاشونه وټاکل شي.

د غني او پارلمان تر منځ جنجال وروسته له هغه دی، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې ولسي جرګې د حکومت له لوري ور وړاندې شوې بودیجه غیرمتوازنه وبلله او رد یې کړه.

د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون وویل ،چې پارلمان ته وړاندې شوې بودیجه اوولس جدي مشکلات لري، چې له امله یې پارلمان نشي کولای یاده بودیجه تصویب کړي.

د یاد کمېسیون په وینا د ۱۱۳۱ ولایتي پروژو لیري کول، ۹۱ او ۹۲ کوډونو ته د میلیارډونو افغانیو ځانګړي کول او له بودیجی څخه یوه برخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد په واک کې ورکول د بودیجې له ستونزو څخه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د خندا او شرم وړ خبره دا چه د ملت کور مشر ( د ملت میړه ) غلام رحمانی غلام غنی ته ( چه دواړه د امریکا معاشخواره دی غلام رحمانی غلام غنی ته وایی د عامه ښتمنیو د خوړلو اجازه نوره نه درکوو .او هغه هم له شلو کلو غصب او خوراک وروسته !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x