افغانستان

فرانسه: نیمروز کې دې د حکومت د هوایي برید په اړه څېړني وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې حکومت په هوايي برید کې ولسي وګړي ووژل؛ په کابل کې د فرانسې سفارت وایي، د یاد برید په اړه باید څېړني وشي او د ولسي وګړو د خوندیتوب هڅې پراخې شي.

وړمه شپه د خاشرود ولسوالۍ اړوند «منزري» نومي سیمه کې دولتي چورلکو هوایي برید وکړ، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس تنه ووژل شول.

د یاد ولایت ولایتي شورا وایي، په یاد برید کې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

په کابل کې د فرانسې سفارت د ولسي وګړو د وژل کېدو راپورته په غبرګون کې لیکلي «موږ د یاد برید په اړه د څېړنو او د اړتیا په صورت کې د محاسبې کولو او عدالت پلي کېدلو غوښتونکي یو، موږ له ترهګرۍ سره په جګړه کې د حکومت ملاتړ کوو؛ خو ولسي وګړي باید خوندي وساتل شي.»

https://twitter.com/Ethaabra/status/1348534351340974081?s=20

یاده دې وي، چې تر برید وروسته د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو جسدونه د نیمروز ولایت مرکز ته را انتقال کړي وو او د یاد مقام پر هغه خبرپاڼه یې نیوکه درلوده، چې ادعا یې کوله وژل شوي کسان د طالبانو د سرې قطعې غړي دي.

د کال حکومت د دفاع وزارت هم په نیمروز کې د ولسي وګړو د وژل کېدو خبرونه ردوي او وژل شوي کسان د طالبانو غړي بولي.

بل لور ته پر ملکي وګړو هوایي بریدونه داسې مهال دي چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او حکومت له طالبانو غواړي چې پر دولتي اهدافو بریدونه ودروي او اوربند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx