ورزش

د هند او استراليا ترمنځ ټيسټ لوبه مساوي شوه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ مرهومی، ۱۳۹۹ل): د هند او استراليا ترمنځ دريمه ټيسټ سيالۍ له دفاعي او جالبې لوبې وروسته مساوي پای ته ورسېده.

په دغه لوبه کې چې هند لوبډلې د استراليا هدف تعقيبوه، په وروستيو کې په ۲۵۶ توپونو يوازې ۶۲ منډې جوړې کړې او لوبه يې مساوي کړه.

د هند له لوري د ۴۰۷ منډو په تعقيب کې د ۵ لوبغاړو له سوځېدلو وروسته هنوما ويهاري او روي چندرن اشوين دفاعي لوبه وکړه او شاوخوا نيمه ورځ لوبه يې وکړه چې په پای وتوانېدل لوبه مساوي کړي.

په دريمه ټيسټ لوبه کې استراليا لومړ توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو يې ۳۳۸ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري سټيو سميت ټر ټولو زياتې ۱۳۱ او مارنس لابشينګ ۹۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې هند لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۴ منډې وکړې، ددوی له لوري شبمان ګېل او پوجارا ۵۰-۵۰ منډې وکړې. استراليا د هدف په ټاکلو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۳۱۲ منډې جوړې کړې او هند ته يې د ۴۰۷ منډو هدف وټاکه.

هند لوبډلې د ريشاب پانټ په چټکو ۹۷ منډو تر يوې اندازې د هدف تعقيب اسانه کړی و خو د ۵ ويکټو په سوځېدلو هند پلان ونيوه لوبه مساوي کړي او په همدې پلان بريالي شول.

بايد وويل شي د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ټيسټ سياليو سيريز ۱-۱ مساوي دی او څلورم ټيسټ به د استراليا په بريبسين ښار کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x