روغتیا

عربي اماراتو کې له یو ملیون زیاتو کسانو ته د کرونا واکسین شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددې هېواد له یو ملیون زیاتو وګړو ته د کرونا واکسین شوي دي.

د عربي اماراتو رسمي خبري اژانس (WAM) په وینا، تر دې دمه یو ملیون او ۸۶ زره کسانو ته د واکسینو لومړی خوراک او ۲۵۰ زرو ته دوه خوراکه ورکړل شوي دي.

د عربي اماراتو ملي اداره د یوه ټویټ له مخې وایي، د هغې موافقې له مخې چې موږ په اکتوبر میاشت کې د واکسینو په اړه کړې وه، په لومړي سر کې کارکوونکو ته د کرونا واکسین ورکړل شوي دي.

دغه ټویټ زیاتوي، واکسین د ټولنې برخه دي، او د ټولنې هرې برخې ته چې ددې هېواد اصلي اتباع او نور وګړي دي ورکول کیږي، په ځانګړي توګه هغه طبقه چې بوډاګان یا په اوږدې ناروغۍ اخته وي.

د واکسین په اړه د روغتیا چارواکو کوم چې د هېواد په عامو او خاصو روغتیایي ادارو کې واکسین چمتو کوي ملي کمپاین پېل کړی، تر څو ټولو اتباعو او اوسېدونکو ته په وړیا ډول واکسین وړاندې شي.

تر دې دمه هغه ټول مخکښ کارکوونکي چې د روغتیا په کرښه کې کار کوي واکسین شوي دي، خو له دې وروسته به عامو او خاصو ټولو ته ورکول کیږي.

عربي امارات په پام کې لري د روان کال په لومړۍ برخه کې خپل ۵۰ سلنه اوسېدونکو ته د کرونا واکسین ورکړي.

باید وویل شي متحده عربي امارات له سعودي او یو شمېر هغو عربي هېوادونو څخه دی چې د کرونا ضد واکسین یې پېل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x