افغانستان

د فرانسې او اروپايي اتحادیې تر نیوکو وروسته غني په نیمروز کې د ولسي وګړو په تلفاتو خواشیني ښودلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په بمبار کې د ولسي وګړو په وژل کېدو خواشیني ښودلې او هغوی ته یې د جنت غوښتنه کړې.

وړمه ورځ د خاشرود ولسوالۍ اړوند «منزري» نومي سیمه کې حکومت د ولسي وګړو پر کورونو بمبار وکړ، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس تنه ووژل شول چې ویل کېږي، ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

د نیمروز ولایت مقام او د کابل حکومت دفاع وزارت چارواکي که څه هم وژل شوي کسان د طالبانو د سرې قعطې غړي بولي؛ خو غني وایي، په نیمروز کې د ملکي تلفاتو د اوښتو له امله خواشینی دی او له خپلو عسکرو یې هیله داده چې د عملیاتو په مهال له دقت څخه کار واخلي.

غني ددې تر څنګ طالبانو تورن کړي، چې د ولسي وګړو په کورنو کې پټېږي او همدا کار ددې لامل کېږي، چې تلفات رامنځته شي.

یاده دې وي، چې په خاشرود ولسوالۍ کې د وژل شویو کسانو جسدونه د سیمې خلکو د ولایت مقام مخې ته راوړي وو؛ او د ولایت مقام پر هغه اعلامیه یې نیوکه درلوده، چې وژل شوي کسان پکې د طالبانو جنګیالي بلل شوي وو.

د نیمروز ولایت د ولایتي شورا ریاست هم رسنیو ته ویلي، چې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي او ښځې او ماشومان هم پکې شته.

د سیمې خلک وايي، د برید په مهال په سیمه کې هیڅ ډول نظامي تحرکات موجود نه و او نه هم طالب جنګیالي تر سترګو کېدل.

په کابل کې د فرانسې سفارت او د اروپايي اتحادیې دفتر په یاد برید نیوکه کړې وه او پر حکومت یې غږ کړی و، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It looks like Ghani 420 converted to Islam. Look, he got TASBIH.

الحاج استاذ بیانزی

دا د امریکی ، فرانسی ، اروپایی اتحادیی ، ناتو او داسی نورو استعماری قدرتو چه ټول په یوه نړیوال استعماری ټلواله کی ونډه لری دا ډول کړنی د همدوی په لاس او د دوی په قومانده ترسره کیږی ، غلام غنی ته وایی ته یی کوه او مونږ به پری لاس راکاږو چه دا بد کار شوی ، نو وحشت په په هماغه کمیت او کیفیت بهیر لری خلک به د امریکی او فرانسی په ځای غلام غنی یادوی . غلام غنی یی هم د غلامی په یرغملتیا کی تر پوزی ننویستی او نغښتی چه تر څو ژوندی وی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x