افغانستان

دولتي عسکرو بدخشان کې د سرو زرو یو بازار سوځولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د سرو زور یو بازار په توپونو ویشتلی، چې له امله یې هلته د ملکي خلکو او سوداګرو لسګونه دوکانونه او نقلیه وسائط سوځېدلي دي.

د سیمې خلکو او یو شمېر سوداګرو نن ټکي اسیا ته د تیلیفون په کرښه ویلي، چې دولتي عسکرو تیره شپه ناوخته د راغستان ولسوالۍ اړوند د «روینج آب» سیمه هغه بازار په ډیسي توپونو او هاوانونو ویشتلی، چې د سیمې خلک او سوداګر په کې په کلني ډول د ملیاردونو افغانیو په ارزښت د سرو زرو پېر او پلور کوي.

د سرچینې په خبره په دغه پېښه له ۶۰ زیات دوکانونه او لسګونه عرادې نقلیه او د کان کیندنې واړه او لوی وسائط سوځېدلي چې له امله یې کابو یو ملیارد افغانۍ مالي زیان خلکو ته رسېدلی دی.

د بدخشان سیمه ییزو چارواکو او طالبانو هم دغه پېښه تایید کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې دغه پېښه جنایت بللی او په کلکه یې غندلې ده.

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالي چې د سرزرو لوی کان په کې شتون له تیرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو په کنترول کې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ړندو توپچي او هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو دوکانونه او عامه شتمني په نښه کوي، بلکې تردې وړاندې هم دولتي عسکرو د هېواد په مختلفو ولایاتو کې په مکرر ډول ولسي میلې او بازارونه په نښه کړي او خلکو ته یې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د تیر ۲۰۲۰م کال په جون میاشت کې هم دولتي عسکرو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ د څارویو یوه میله په ډیسي توپونو وویشتله، چې له امله یې لسګونه ملکیان مړه او ژوبل شول او ترڅنګ یې خلکو ته ملیونونه افغانۍ مالي زیان اووښتی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx