د غزې ماشوم ته!

سلام ګرانه!
زه د افغانستان یم. دلته خلک وايي ستاسې په کلي کې جنګ دی. زموږ په کلي کې هم جنګ دی. چې کله په شپه کې څوک زموږ په بامو را وخيژي، زه د ادې په غېږ کې پټ شم.
ته ادې نه لرې! ته به نو چاته په غېږ کې ورپټېږې. مشره خور دې هم نشته! نو چې ستاسې په کلي بمبار وشي ته د چا غېږ ته ورمنډه کړې!
رښتیا نو تاسې که په جومات کې ناست وئ او روژمات مو کاوه او بمباري شوه! ته به پلار ته ورمنډې کړې، کنه!
وۍ! ته نو پلار هم نه لرې!!!
نو تا به پشيلمي کې څوک راپورته کوي. موږ خو پشليمي کوو. ادې ته وایو چې سبا خامخا روژه نیسو. هغه وږي شو. سهار بیا چای خورو.
تاسې به په بمباري کې نوپیشلمی څنګه کوئ!
موږ چې کله روژمات وخورو. زه مې له وړې خور سره د کور په انګړ کې ساعت تېروم. دلته اوس جنګ لږ کم دی. کله کله د شپې څوک راشي. په سرو يې بتۍ ټومبلې وي. داسې تېزه رڼا يې وي. دسړي سترګې برېښوي.
زه تاته سلام وایم. ته په ما ګران يې. خو…
ته چې لوی شې د ادې غچ به اخلې که د ابا؟
زه خو چې لوی شم. زموږ دکلي دشهید غچ اخلم. ته خبر يې.خلک وایي چې کافران ستاسې شهیدان نیم نیم کوي. نیم نیم خو ښه دي. زموږ کافرانو زموږ دکلي شهید لوڅ په موټر پسې وتاړه. په ټول کلي کې يې وګرځاوه. دهغه په ويښتانو کې دومره خاشې بندې وي.
زه سخت پې خپه شوم. زه چې لوی شوم. ټول کافران به له څېرمه ټوک ـ ټوک کوم.
ماته مې ورور ستاسې کلی په کمپیوټر کې راښکاره کړ. ماته ولیدې. ژړل دې. منډې دې وهلې. ټولو خلکو منډې وهلې. ماول اوس به ته د ادې غېږې ته ځان ور واچوې. تا منډې وهلې په عربې دې خدازده څه ویل. د کافرانو طیارې بل بم واچاوه. تا په هغه خوا منډه کړه. پښه دې وښويده ولوېدې. بیا پورته شوې. یوه سړي ته راګرځولې. تا ځان ترې خلاص کړ. ماول هلته به څوک وي. تابه کلک په غېږ کې ونیسي. ښکل به دې کړي. داسې کلک کورته به دې یوسې. چې د کافرانو طیاره يې نشي ړنګولای. خو تا منډې وهلې ژړل دي. خدازده څه دې ویل. ورور ته مې څو واره وویل چې دا څه وايي؟
هغه نه راته ویل تاته يې کتل. ژړل يې. ماته ژړا راغله. تاته لو کوکه وکړه بیا دوړې شوې لمبې پورته شوې. ما چيغې کړې په ورور مې ورمنډه کړه.
ته په ماګران يې. ته مې د ورور په کمپیوټر کې يې. زه چې لوی شم. کمپیوټر به اخلم. تابه تل ګورم. چې ښه لوی شم. دي تا غچ به اخلم او دي موږ دکلي د شهید غچ به اخلم.ته په ما ګران يې. خیر که ستا ادې نشته. ته به مې ورور شې. زما ادې شته. مااو تا سره خپل یو.
آخ شکر! ورور مې ویل ته به اوس جنت کې يې. زه هم درځم. ښه!

لیکوال: دادمحمد ناوک

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میرزاآغا(عادل)
میلمه
میرزاآغا(عادل)

دا دفلسطین بجی زما هم ورور دی او انشاالله یوه ورځ به راځی چی دا کفار به د مسلمانانو لاس کی پریوځی زه می بیا تری د خپل فلسطینی، مصری ،افغانی ،پاکستانی، عراقی، سوری، او د ټولو اسلامی هیوادونو د ورونو تپوس کوم او دیوی یوی چیغی تپوس به تری کوو الله ج دی د حق لاروی مجاهدین کامیاب او په ټوله نړی کی وځلوی امین