
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د «کيج» په نوم د بنديانو د چارو څارونکې ویب پاڼې په ګوانتانامو کې د افغان بندي محمد رحيم له ورور سره مرکه کړې او نوموړي له امريکا د محمد رحيم د خلاصون غوښتنه کړې ده.
محمد رحيم د سي ای اې له سختو تعذيبونو او شکنجو وروسته په ۲۰۰۸ کال کې ګوانتانامو ته لېږدول شوی، په دې وروستيو کې د بنديانو د مشروط خلاصون کمېسيون ته هم وړاندې شوی، نوموړی په ډېرو مهمو بنديانو کې شمېرل کيږي، د هغه کورنۍ او مدافع وکيلان يې د خلاصون غوښتنه کوي.
د محمد رحيم بند کيسه ډېره ژوره او د افغانستان د څلور لسيزو جګړو سره تړاو لري.
د محمد رحيم ورور کيج خپرونې ته ويلي، چې کورنۍ يې د شوروي يرغل له امله مهاجرت ته اړ شوه او د همدې يرغل له امله يې څنګه دوه وروڼه جهاد ته اړ شول او په کې ووژل شول او د امريکا له یرغل وروسته يې ژوند يو ځل بيا څنګه بدل شو او په ګوانتانامو کې د محمد رحيم بندي کېدو د دوی پر کورنۍ څه اغېز کړی دی.
محمد رحيم يو له دوو افغان بنديانو څخه دی، چې لا هم په ګوانتانامو کې بنديان دي، ورور يې وايي، د نوموړوي طبي معاينات شوي او داسې اندېښنې شته، چې محمد رحيم به په سرطان اخته وي.
د محمد رحيم ورور کيج خپرونې ته ويلي، چې يو ورور يې څنګه د شوروي يرغل پر مهال له نيول کېدو وروسته وژل شوی او محمد رحيم به څنګه د امريکا له زندانه بېرته خپل هېواد او کورنۍ ته ستون شي او دوی د دې لپاره دعاوې کوي او سترګې پر لاره دي.
د محمد رحيم ورور کيج خپرونې ته د خپل ځان او پيدايښت ځای په اړه ويلي، چې دوی د جلال اباد چارباغ سيمې دي، دوی پنځه وروڼه دي او دی اوس مهال څلوېښت کلن دی.
نوموړي ويلي، چې محمد رحيم له کوچنيوالي د دوی لپاره د ورور، ملګري او يو ښه استاد په څېر و، دوی ورسره ډېرې صميمانه اړيکې درلودې.
د محمد رحيم ورور د شوروي يرغل کيسه کوي، چې دوی د روسانو د يرغل له امله پاکستان ته مهاجر شول، پلار يې د شوروي يرغلګرو پر خلاف جهاد کړی، مشر وروڼه يې عبدالعزيز او زلمی د شوروي يرغلګرو پر خلاف د جهاد پر مهال شهيدان شوي دي.
عبدالعزيز په ۱۹۸۳ يا ۱۹۸۴ کې د شوروي عسکرو له لوري نيول شوی و، هغه د بند پر مهال د سختو شکنجو له امله وژل شوی و او مړی يې هم خپلې کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.
د محمد رحيم ورور وايي: «موږ نه پوهيږو، چې روسي عسکرو په عبدالعزيز څه کړي او مړی يې څه کړی دی او شوروي عسکرو زما بل ورور زلمی د سړک پر غاړه تر ټانک لاندې کړی و او د هغه ټوټه شوی جسد يې هم موږ ته نه دی سپارلی.»
دی وايي، هغه مهال، چې د دوی دواړه وروڼه د شوروي عسکرو له لوري په شهادت ورسېدل، محمد رحيم بيخي تنکی ځوان و.
د محمد رحيم ورور وايي، هغه مهال ټولو ويل، چې افغانان بايد د خپل مذهب، ارزښتونو او خاورې دفاع وکړي او په ځانګړې توګه نړيوالې ټولنې هم افغانان تشويقول او د دوی د جهاد ستاينه يې کوله.
هغه مهال محمد رحيم پنځلس کلن و، چې د شوروي يرغل له امله يې ښوونځی پرېښود او په جهاد کې يې ګډون وکړ. نوموړي ځکه په جهاد کې برخه واخيسته، چې غوښتل يې د افغانستان خاوره د شوروي يرغلګرو له وجوده پاکه کړي.
د محمد رحيم ورور وايي، کله، چې مجاهدينو کابل ونیو، نوموړي خپل ټوپک کېښود، هيڅکله يې په داخلي جګړو کې ګډون نه دی.
د محمد رحيم د کورنۍ په اړه يې ورور وايي، چې نوموړی پنځه زامن او دوه لورګانې لري.
د محمد رحيم ورور وايي، د امريکايي يرغل څخه لږ وخت مخکې ځينو کړيو له ښاغلي رحيم څخه وغوښتل، چې د امريکايانو لپاره د جاسوس دنده ترسره کړي، خو کله، چې نوموړي دا غوښتنه رد کړه، نو د دوی د کورنۍ دښمنانو د محمد رحيم په اړه ناوړه او بې ځايه تبليغات پيل کړل، د هغه باره کې به يې ناسم معلومات خپرول او بالاخره نوموړی اړ شو، چې د ۲۰۰۱ کال په وروستيو کې د امريکا له يرغل مخکې پاکستان ته لاړ شي. هلته يې تر يوه وخته د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو ضد اداره کې کار وکړ او د دغې دندې تر پرېښودو وروسته يې د خپل ولس خدمت او سوداګرۍ ته مخه کړه.
د خبريال د پوښتنې په ځواب کې، چې محمد رحيم يې د وروستي ځل لپاره کله ليدلی او د هغه په اړه يې کله اورېدلي، د هغه ورور وايي: «د وروستي ځل لپاره مې د ۲۰۰۱ کال په وروستيو کې وليد او په ۲۰۰۹ کال کې چې زه په بګرام کې بندي وم د بګرام زندان له يوه ساتونکي څخه مې واورېدل، چې نوموړی خو په پاکستان کې نیول شوی دی.»
دی وايي، ګوانتانامو ته د ليک لېږل او بېرته راتګ يې مياشتې وخت نيسي، له زندانه له خلاصېدو وروسته لا هم ده ته اجازه نه ورکول کيږي، چې له محمد رحيم سره ټيليوني خبرې وکړي او يوازې مور او د هغه کورنۍ ته د مياشتې يو ځل اجازه ورکول کيږي، چې د سکايپ له لارې ورسره خبرې وکړي. د محمد رحيم مور او ماشومان يې هره مياشت سلګونه ميله مزل کوي، تر څو د سره صليب نړيوال ادارې په مرسته له محمد رحيم سره خبرې وکړي. دوی بايد محمد رحيم ته ديرش دقيقې مسيج ثبت کړي او دغه پيغام به امريکايي چارواکي ګوري او له تصدیق وروسته به يې محمد رحيم اوري. دا پروسه څو ساعته نيسي، تر څو محمد رحيم يې د اورېدو او ليدو اجازه ترلاسه کړي او د هغه له لوري ځواب ويل هم دغسې د لانجمنې پروسې له لارې ترسره کيږي او څو ساعته نيسي.
محمد رحيم له خپل بند سره څنګه تعامل کاو، د بند پر مهال له څه ډول سختيو او شکنجو سره مخ شوی او پر کورنۍ يې څه اغېز شوی دی؟
د پورته پوښتنو په اړه يې ورور وايي، سره له دې، چې محمد رحيم غښتلی سړی و، کېدای شي په ظاهره نوموړي له دې ټولو ستونزو سره ځان ټينګ کړی وي، خو د هغه پر روحياتو به يې خامخا اغېز کړی وي.
ورور يې وايي، دی د محمد رحيم په پرتله له لږ شکنجې، تعذيب او ناوړه چلند سره مخ شوی، خو دی لا هم د دغو تعذیبونو له اغېزه کړيږي.
دی وايي، محمد رحيم په ساعتونو ساعتونو له چت پورې ځوړند شوی و، چې له امله يې د ملا هډوکي اغېزمن شوي، د معدې زخم او پر نورو ناروغيو اخته شوی، درملنه يې په سمه توګه نه کيږي او د معدې او ورته نورې ناروغۍ ورته د زياتې لوګې له امله رسېدلي دي، خو د دې ټولو ستونزو سره نوموړي په زندان کې قرانکريم ياد کړی، له زرو زيات احادیث يې هم ياد کړي، دی له عقلي او عصبي پلوه جوړ دی، بچي يې هم ستر شوي او د محمد رحيم بند يې پر اولادونو هم اغېز کړی دی.
که محمد رحيم له بنده خلاص شي، نو څه به کوي، د هغه د ورور د دې پوښتنې په ځواب کې وايي.
که نوموړی له زندانه خلاص شي، نو دوه حالته به وي، چې يا به خپل هېواد افغانستان ته لېږدول کيږي، نو هغه مهال دی کولی شي، چې خپل ژوند هلته تېر کړي، هغه به د سولې او ثبات لپاره ډېر اغېزناک تمام شي، ځکه چې نوموړی په خپل ولس او ولايت کې ډېر ښه نوم او مخ لري او کولای شي،د سولې په خبرو کې د منځګړي رول ادا کړي.
دوهم چانس يې دا دی، چې نوموړی درېيم هېواد ته ولېږدول شي، نو بیا کولی شي، چې په کرارۍ او سوله کې خپل ژوند وکړي، زما په څېر به هغه هم د خپلې کورنۍ او ماشومانو د ساتنې لپاره سوداګرۍ ته مخه کړي.
که محمد رحيم خلاص شي، نو هغه به د امريکا پر خلاف د غچ اخيستو فکر ولري؟
ورور يې وايي، «نه، هېڅکله به داسې ونه کړي، ما له زندان وروسته د ځان لپاره نوی ژوند جوړ کړی او هغه به هم همدغسې وکړي.»
د هغه ورور وايي، چې محمد رحيم په خپلو خلکو او ولس کې ډېر مينهوال لري، خلک يې د راخلاصېدو لپاره شېبې شماري او وخت پر وخت يې له ده هم پوښتنه کوي.
د محمد رحيم ورور د سولې روانې پروسې او د امريکا له لوري د افغانانو بنديان په خوشې کولو خوښي ښکاره کړې، خو زياتوي، چې امريکا له افغان حکومته د بنديانو د خلاصون غوښتنه کوي، په خپله يې په ګوانتانامو کې محمد رحيم بندي ساتلی، چې اتلس کاله يې نور برابريږي.
د محمد رحيم ورور وايي، تر اوسه په نوموړي کوم جرم هم نه دی ثابت او نه هم محاکمه شوی. «ستاسې مامورينو په تعذيبونو او شکنجو خپل زور وښوده، ستاسې زور همدومره بس دی، نور بايد محمد رحيم راخوشې شي.»
دی وايي، چې دوه وروڼه يې د شوروي يرغلګرو له لوري وژل شوي، امريکا بايد د شورويانو په څېر کارونه ونه کړي، محمد رحيم بايد راخوشې کړي، تر څو له خپلو بچيانو او د کورنۍ له غړو سره ژوند وکړي.
د محمد رحيم ورور له افغان ولسه غوښتي، چې لا هم داسې افغانان شته، چې له خپلې ازادۍ او خپلواکۍ محروم دي، د دوی ماشومانو او مېرمنې د خپلو نادرکه بنديانو له امله کړيږي. نوموړي له ټولو افغانانو غوښتي، چې د بنديانو د خلاصون لپاره دعاوې وکړي او همدارنګه يې په دوحه کې د مذاکراتي پلاوي له دواړو غاړو غوښتي، چې له امريکا په ټينګار سره غوښتنه وکړي، تر څو په ګوانتانامو کې پاتې بنديان هم خوشې کړي.

د يادونې وړ ده، چې اوس مهال په ګوانتانامو کې محمد رحيم او اسدالله هارون دوه افغان بنديان پاتې دي، چې لا يې هم سرنوشت نه دی معلوم او نه هم امريکايي چارواکو تر اوسه د دوی د خلاصون په اړه څه ويلي دي.
جهاد کې مسلمان مرګ شهادت نه وژل لطفاً ليکنه مو چک کړئ تاسو هم لکه غرب باد ووهلې
د ټول مظلوم بشریت په نمایندګی:
ای د انسانیت دشمنانو، ای د انسان په جامه کی شیاطینو ، ای د زمانی دجالانو او لیوانو!
نور د مظلوم بشریت له وژنو، زندانو او شکنجو په ارامه لاس په سر شی که نه، هغه وخت راتلونکی دی چه د هری وژنی ، فساد او غصب حساب به درسره کیږی .
تر ټولو دمخه دغه دوه ورونه محمدرحیم او هارون جان له وحشی زندانو خوشی کړی .