نظــر

کابل؛ د تاریخ او تقدیر په کرښو کې..!

صفي الله رائد

کابل: د افغانستان پلازمېنه ده.

دا سيمه د افغانستان ختيځ لور ته پرته او د افغانستان د څلوردېرشو ولايتونو څخه يو ولايت ګڼل کېږي.

د کابل ولايت مرکز د کابل ښار په نامه يادېږي او همدا ښار دسمندر د سطحې نه ۱۸۰۰ متره په لوړه کې پروت دی او په همدې توګه دا يو د هغو پلازمېنو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو لوړه سطحه موقعيت لري.

کابل خورا پخوانۍ تاریخ لري؛

د حضرت سلیمان علیه السلام په هکله ویل کیږي چې د ۶۰۰ عالمانو په منځ کې به پخپل تخت ناست، سر به یې له ډېرې عاجزۍ ښکته نیولی و، او د سهار چای به یې کابل کې چیکه.

د ۱۳مې پېړۍ په پيل کې کابل په ټوله نړۍ کې د زده کړو ځای او د ښکلو ځايونو په کتار کې یو دامن کور شمیرل کېدۀ.

په رېښتیا چې کابل نوم درلود، کابل یوه سپېڅلتیا درلوده، کابل یوه رڼــا او یه ښکلې هوا درلوده.

مگر؛ بدبختانه چې د روس یرغل نه وروسته امریکايي یرغل کابل یوځل بیا بد رنګه او خونرنګه کړ؛ ا.ا سقوط وکړـ کابل د امن او مینې پر ځای په وینو رنګ شو.

هو! تقدیر واوښت او کابل ښار یې د خوښیو پر ځای د بدبختیو او بدرنګیو په بازار بدل کړ.

وحدت یې په وحشت بدل او د مینې پر ځای وینې پکې وبهېدې.

تقدیر د کابل د بربادۍ او تباهۍ اعلان وکړ؛ کرزی لاړ او ناصالح واک ته ورسېد او پر تخت د بدبختیو سمبول غني کښېناست او بلاخره کابل د تاریخ تر ټولو بدترین ګړنګ ته ولوېد.

مکار غني یو بل ګام واخیست ؛ صالح؟ یې خپل لومړی معاون او ورپسې د کابل ښار د امن؟ په نامه د ناامنیو مسئول وټاکه.

امرالله صالح دخپل اقتدار پر وخت د خارجي ځواکونو د پاته کېدو په پار د کابل ښار د ناامنیو لپاره هراړخیزه طرحې پر لار واچولې؛ په یو او بل نوم یې قتلونه، اختطافونه، ترور، غلاوې او شکوکې خپل اوج ته ورسولې.

د ترور لپاره یې ځانګړي استخباراتي ګروپونه جوړ کړل او په دې سره یې د هېواد لوړ علمي کدرونه په نښه او دسیمې رښتوني مخور او مشران علماءکرام یې په شهادت ورسول.

چې بلاخره هېڅ یې تر لاسه نه کړل..!

زموږ تاریخ شاهد دی؛ ځکه دلته چې هرڅوک له خپل حد آوښتی؛ تقدیر یې اوښتی؛ دکابل ادارې ظلم، وحشت او بربریت تر حد اوښتی؛ وخت رارسیدلی چې نور به تقدیر د ارګ لپاره دمرګ او د فاسد نظام دنسکوریدو پریکړه وکړي.

هو! که خدای کول تقدیر دکابل کرښې بدلول غواړي؛ سږنۍ دکابل سپینې واورې د سپین سپېڅلي اسلامي نظام وړاندوینې کوي.

داسې بریښي چې راتلونکی پسرلی به تقدیر د تباهۍ او بربادۍ پرځای د کابل د امن سولې او سوکالۍ اعلان وکړي.

هو! ډېر ژربه تقدیر د کابل په باب خپله نوې او په زړۀ پورې پرېکړه وکړي.

تقدیر به کابل د امن کور وګرځوي او تاریخ به هم دکابل په باب د تقدیر دغه سپېڅلې کرښې پخپله پاڼه ثبت کړي. ان شاءالله

۱۱ /۱/۲۰۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x