ټولنیزه برخه

د سړي نارینتوب او استقامت

لیکنه: بانو قدسیه
ژباړه: وزیروال

ما د سړي مرحمت او بېوسي هغه مهال محسوس کړه، کله چې زما پلار د سرطان مریض و، خپل صحت ته نه ځورېده، دې ته ځورېده چې هسې نه، ما ګټلې پیسې په ما ولګي، اولادونه به مې څه خوري ؟

ما د سړي قرباني هغه مهال ولیدله چې کورنۍ ته یې د اختر لپاره سودا کوله؛ ټولې کورنۍ ته یې خریداري وکړه، پلاستیکي خلتې یې ډکې کړې خو د ځان لپاره یې هیڅ وانخیستل؛ کوروالا ورته وایي:

د ځان لپاره چپلې او جامې واخله.

زما شته دی، تېر اختر ته چې مې اخیستې وې، هغه نوي نوزي پراته دي، څه زاړه خو نه دي، نن ستاسې ورځ ده، زه درسره یم تاسې خپل احتیاجات پوره کړئ.

ما د سړي ایثار هغه مهال محسوس کړ، کله چې یې ښځې او بچیانو ته څه شی راوړ، مور او خور ته یې هم تحفې راوړې وې، کله چې په سرک اوښت، ټوله کورنۍ یې شاته کړه، موټرو ته یې ځان په دې فکر سپر کړ که موټر راځي، لومړی به ما وهي.

ما د سړي نارینتوت او استقامت هغه مهال ولید، کله چې یې د ناوې لور کور وران شوی و، خپل غم یې پټ کړ، سینې پورې جوخته ونیوله: لورې مه خفه کېږه، لا خو زه درته ژوندی یم؛ ما دده په مخ د غم او درد اثار لیدل، سترګو یې د زړه حال وایه چې، زه هم د اولاد غمونو ختم کړی یم خو دا جمله چې “نارینه هیڅکله مشکلاتو ته نه ژاړي” ما ژړا ته نه پرېږدي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx