نړۍ

امريکا کې د تاوتريخوالي اندېښنې؛ واشنګټن کې د امنيت په موخه ۱۵۰۰۰ پوځيان ځای پر ځای کيږي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا د فدرالي څېړنو ادارې «ايف بي ای» ويلي، د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن د لوړې مراسمو په ورځ د پلازمېنې واشنګټن په شمول د ټولو ايالتونو په مرکزي ښارونو کې د وسله‌والو شخړو او جنجالونو په اړه يې رپوټونه ترلاسه کړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، داسې پلانونه روان دي، چې د جنورۍ په شلمه د جو بايډن د لوړې مراسمو په ورځ به د واشنګټن په شمول په ټولو ايالتونو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو په موخه له تاوتريخوالي ډکې وسله‌والې مظاهرې وشي.

رویټرز خبري اژانس د امريکا د ملي ځواک ادارې په حواله ليکلي، چې د جو بايډن د لوړې مراسمو په ورځ د واشنګټن امنيت لپاره پنځلس زره ځواکونه ځای پر ځای کيږي.

د امريکا د ملي ځواک مشر جنرال دانيال هوکانسون ويلي، يوازې پلازمېنې واشنګټن کې د امنيت او ثبات په موخه پنځلس زره پوځيان ځای پر ځای کيږي، تر څو د جو بايډن د لوړې مراسمو کې د پلان شوې ګډوډۍ او جنجالونو مخه ونیسي.

«ایف بي ای» وايي، ځينو ډلو پلان جوړ کړی، چې په شپاړسم د جنورۍ له وسلو سره واشنګټن ته لاړې شي، تر څو د نوي ټاکل شوي ولسمشر د لوړې مراسم له ګډوډۍ سره مخ کړي او پر خلاف يې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې وکړي.

استخباراتي رپوټونه وايي، دغه ډلې غواړي، د لوړې د مراسمو په ورځ د فدارلي حکومت ودانيو ته ننوځي او هلته اړی ګړی رامنځته کړي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۳م نومبر ټاکنې بايللي او د هغه ډيموکراټ سيال جو بايډن په ډېر اکثريت کامیاب شوی، خو ټرمپ لا هم د خپلې ماتې منلو ته نه دی تيار.

تېره چهارشنبه د ټرمپ زرګونو پلويانو د کانګریس پر ودانۍ برید کړی و، چې پر مهال يې د يوه پولیس افسر په شمول پنځه تنه وژل شوي او څوارلس پولیس ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx