افغانستان

بلخ کې د شاهین قول اردو پر ښځینه کارکوونکو برید شوی

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په مرکز «مزار شریف» ښار کې ناڅرګنده وسله والو پر هغه پوځي ګاډي برید کړی، چې د شاهین قول اردو ښځینه کارمندانې یې انتقالوې.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند «عادل شاه عادل» وایي، نن سهار اووه نیمي بجې شاوخوا د مزار شریف ښار اړوند د پنځمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر هغه موټر ډزې کړې دي چې د شاهین قول اردو ښځینه کارمندانې يې انتقالوې.

د عادل په خبره، په برید کې څلور ښځې او یو نارینه ټپیان شوي چې د درملنې په موخه د قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال د شاهین قول اردو د مطبوعاتي برخې مسئول «حنیف رضایي» بیا وایي، چې په سهارني برید کې د قول اردو دوه کارمندانې وژل شوي دي او درې تنه نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx