
د بخاري د کتاب المغازي پښتو شرحه «شهاب الباري» نوې له چاپه را ووته
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو مبارکو تر ټولو معتبر او منل شوي کتاب صحیح البخاري د کتاب المغازي پښتو ژباړه او شرحه په دوه ټوکه کې له چاپه را ووته.
شهاب الباري شرح صحیح البخاري د شیخ مولوي شهاب الدین دلاور صاحب حفظه الله تصنیف دی چې د بخاري شریف له پیل څخه بیا د «کتاب العلم» تر پایه پوري په پښتو ژبه په څلورو جلدونو کې مخکې بشپړ شوی او له چاپه را وتلی وو، او دا ځل یې د کتاب المغازي برخه په دوه ټوکه کې له چاپه را وتلي دي او پر پاتې برخه یې کار روان دی.
شیخ صاحب د خپل تصنیف پيل په یوې اوږدې مقدمې کړی چې په هغو کې يې خپلو خبرو ته مستندې حوالې ورکړي، وروسته یې په هر حدیث کې د رواة احوال، لغوي تحقیقونه، لفظي او روانې ژباړې سربېره په فقهي مسائلو کې د ائمه اختلاف، د احادیثو څخه اخذ شوي مسائل او اړوند مباحث په روانه او اسانه ژبه لیکلي دي.
شهاب الباري شرح صحیح البخاري که له یوه اړخه خپل اهمیت له دې څخه اخلي چې په پښتو ژبه ده، خو له بله اړخه له دې وجې هم مهمه ده چې لیکونکی یې د کلونو راهیسي په مختلفو مدارسو او جامعاتو کې د احادیثو شیخ او د فنونو استاذ پاتې شوی دی او په خپل علم او مجال کې د افغانستان په سطحه یو د برلاسو مشایخو څخه شمېرل کیږي.
د احادیثو شریفو له دغې نوي شرحې څخه هر هغه څوک استفاده کولای شي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مستندو احادیثو سره مینه لري، په هغوی ځای پوهول غواړي او د احادیثو څخه په اخیستل شوي فهم کې د مذاهب اربعه د اختلافونو سربېره بالاخیره د حنفي فقهي په رڼا کې راجح اقوال ځانته معلومول غواړي.
د شیخ صاحب دغه تصنیف په ځانګړي ډول د احادیثو د طلبا کرامو لپاره یو ارزښتناک اثر او خوشحالوونکی زیری دی.
ددې کتاب ځیني خصوصیات په لاندي ډول دي:
د «شهاب الباري شرح صحیح البخاري» په ترتیب کې د لاندېنیو امورو خاص اهتمام شوی دی.
(۱) د حدیث عربي متن په صحیح اعراب سره وړاندې شوی دی.
(۲) د حدیث روانه پښتو ژباړه شوې ده.
(۳) د حدیث د راویانو احوال بیان شوي دي.
(۴) له معتمدو شروحو نه د حدیث مکمله تشریح شوې ده.
(۵) له معتمدو شروحو نه د مقام سره مناسب د حدیث صرفي، نحوي، بلاغتي او فني تحقیق شوی دی.
(۶) له حدیث نه مأخوذ فقهي مذاهب په تفصیل سره بیان شوي او هم يې د تنقیح مناط وضاحت شوی دی.
(۷) له مربوط حدیث سره د فقهي مذاهبو د لائل په تفصیل سره بیان شوي دي.
(۸) نورو فقهي مذاهبو ته په اختلافي مباحثو کې د هغوی د دلائلو لپاره داسي لطیفې توجیهات بیان شوي دي چې د حنیفي مسلک أقربیت الی الحدیث په زړه او دماغ کې راسخ کوي او په دې ټولو مباحثو کې حتی الوسع د روایاتو تطبیق او توافق په نظر کې نیول شوی دی، چې ترڅو (مهما أمکن) ټول روایات (معمول بها) وګرځي او د حنفي مذهب په ترجیح او تائید کې هم د بل امام او فقهي مسلک د عظمت او احترام پوره خیال ساتل شوی دی.
(۹) د سند د «تحویل» وضاحت او تشریح شوې ده.
(۱۰) د امام بخاري رحمه الله د معلقاتو مفصل وضاحت شوی دی.
(۱۱) د حدیث له باب سره د مطابقت مکمل وضاحت شوی دی.
(۱۲) له حدیث نه مستنبطه احکام ذکرشوي دي.
(۱۳) د هر باب له خپل کتاب او سابق باب سره مناسبت بیان شوی دی.
(۱۴) د هر ترجمة الباب نحوي تشریح شوې ده.
(۱۵) د هر ترجمة الباب د اغلاق او ابهام مکمل وضاحت او تشریح شوې ده.
(۱۶) د هر ترجمة الباب له عقد نه د امام بخاري رحمه الله غرض بیان شوی دی.
(۱۷) د اول جلد په پیل کې د علم حدیث مکمله او مفصله مقدمه ذکرشوې ده.
(۱۸) او هم ورسره د صحیح البخاري مکمله او مفصله مقدمه ذکر شوې ده.
(۱۹) د متشابهو تراجمو فرق او وضاحت شوی دی.
(۲۰) د «باب بلا ترجمه» مفصل وضاحت او د علماؤ توجیهات بیان شوي دي.
(۲۱) د هرکتاب په آخر کې د براعت الإختتام وضاحت شوي دی.
(۲۲) هر بحث له مستندو حوالو نه برخمن شوی دی.
د کتاب تر لاسه کولو ادرسونه:
شهاب البارئ شرح صحیح البخاري – کتاب المغازي – الفاروق خپرندویه ټولنه په ښکلې صحافت په دوه جلدونو کې په اعلی توګه چاپ کړی.
ادرس: ۳۲۳ دفتر، ندیم ټرېډ سنټر، جنګي محله قصه خواني پيښور.
تلیفون: 00923489300561
واټس اپ: 00923005043616
افغانستان: 0093772292221
0093784868813
ددې سربېره د افغانستان او پاکستان په اکثرو لویو او مشهورو دیني کتاب خانو کې تر لاسه کیدای شي، په ځانګړي ډول په کابل کې د الحاج حسین ځاځي مارکیټ او پخته فروشي کوڅه کې د دیني کتابخانو څخه تر لاسه کیداي شي او همداسي د جلال اباد، خوست، غزني، لوګر په شمول د هیواد د اکثرو ولایتونو مشهورو کتابخانو ته به ډېر ژر ورسیږي.
په پاکستان کې د پيښور په قصه خواني، اکوړه خټک، مردان، مانسهره، او کویټې ښار په لویو دیني او مشهورو کتابخانو کې هم تر لاسه کیدای شي.