افغانستان

امریکا: له افغانستانه د ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سره له دې چې  کانګرس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو په برخه کې د ټرمپ د ادارې واکونه محدودو کړي؛  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ نه ده ټکنۍ شوې او په نورمال ډول روانه ده.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې «رویټرز» خبري اژانس ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ په نورمال ډول روانه ده او تمه ده دروانې میلادي میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړل شي.

کانګرس تېره میاشت د یوې لایحې په تصویبولو سره پرېکړه وکړه، چې افغانستان کې تر ۴۰۰۰ د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمولو صلاحیت یوازې د پنټاګان نه دی او که چېرې داسې پرېکړه کېږي، کانګرس باید په جریان کې واچول شي، اجازه ترې وغوښتل شي او له دې پرېکړې سره د تړلو ممکنه خطرونو په اړه اګاهي ورکړل شي.

ورته مهال د کانګرس یوې سرچینې ویلي، که پنټاګان رښتیا هم په افغانستان کې د عسکرو شمېر تر څلور زره راټيټ کړی وي او کانګرس په جریان کې نه وي؛ نو دا به له قانون څرګنده سرغړونه وي او د جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراټانو غوسه به راوپاروي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووځي.

د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې پلان لري د جنوري میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x