تاریخي پيښي

اسلامي نړۍ باید پر خپل ځان د اتکاء فکر ولري

عبدالرحمن محمود

سلطان نورالدین زنګي ته له رومیانو څخه یو ځوان راغی اسلام یې قبول کړ، له سلطان نورالدین زنګي رحمه الله څخه یې وغوښتل چې د مسلمانانو په خاوره کې ژوند وکړي.

سلطان نورالدین ورته وویل کسب او هنر دې څه دی؟ هغه ورته وویل چې طبیب یم، د زخمیانو علاج کولای شم.

نورالدین ورته وویل ایا خوښه دې نده چې زموږ د لښکر د زخمیانو د علاج دنده پر غاړه واخلې؟

هغه ورته وویل د همدې لپاره راغلی یم ای امیره! هغه ګناه چې د کفارو د زخمیانو علاج مې کاوه د هغې جبیره اوس غواړم په دې وکړم چې د مسلمانانو د لښکر د زخمیانو علاج وکړم.

نورالدین رحمه الله ورته وویل:
ای ځویه! اسلام مخکیني ګناهونه ټول محوه کوي، اوس دا راته ووایه چې د علاج دوایي له کوم ځایه راوړې؟

هغه ورته وویل بعضې دواوې سته چې فقط له هغه شین ګیاوو، نباتاتو څخه جوړیږي چې هغه د رومیانو پر مځکه پیدا کیږي.

نورالدین ورته وویل بچیه دا ماته مناسب نه ښکاري چې زموږ د زخمیانو علاج دې زموږ د دښمنانو له خاورې راځي.

بیا یي ورته وویل چي یو څو عسکر له ځان سره واخله بغیر له عسکري لباسه ولاړسئ د رومیانو و ځمکې ته، کوم بوټی چې ورته ضرورت وي او دلته نه وي هغه راوړه پر دې ځمکه یې وکره تر څو چې زموږ پر ځمکه هم دغه بوټی پیدا سي، ځوان ولاړ او ټول هغه نباتات یې راوړه چې ورته ضرورت وو.

نورالدین زنګي رحمه الله ورته یوه لویه ټوټه ځمکه ورکړه او مزدوران یې ورکړه او د ضرورت په خاطر یې د هغه وخت مروجې روپۍ هم ورکړي او ورته ویې ویل چې کله حاصل ته ورسیده بیا موږ ته خبر راکړه.

هغه ځوان په دیانتدارۍ سره خپل مسئولیت اداء کړ او هغه نباتات یې حاصل ته ورسول ، بیا نورالدین زنګي رحمه الله ورته یو روغتون ډوله ځای ورکړ او یو ټولی د ځوانانو یې ورسره شاګردان وګومارل، که فرضا هغه ځوان باندې یو څه وشي ځای به یې خالي نه پاته کیږي.

له څه وخت وروسته هغه ځوان سلطان نورالدین زنګي رحمه الله ته راغی او ورته ویې ویل چي ای زما امیره نور زما هنر او کسب دغه ځوانانو په ښه توګه زده کړی، ماته ضرورت نسته ، نور زه غواړم چې د اسلام په لښکر کي وجنګیږم او شهید سم.

سلطان نورالدین زنګي رحمه الله چې د ځوان جدیت ولیده له ډیر سوچ وروسته یې ورته وویل، خپله وصیت نامه ولیکه او خپل ځان ته خپله سلاح رانیسه، زه یې نه درکوم.

ځوان هم ورته وویل سمعا و طاعة، خوښه مې ده.
ځوان د مسلمانانو په لښکر کې داخل سو او داسې له شهامته ډکه غزاء یې وکړه چې رومیان یې مخې ته نه ورتله او له ډیرې وېرې یې ویل چې د مسلمانانو په لښکر کې پیریان هم جنګ کوي.

کله چې جنګ پای ته ورسید، نورالدین زنګي رحمه الله پر شهیدانو ګرځیدی تر څو چې هغه ځوان یي پیدا کړ، شهید سوی و، پر ټنډه یې مچ کړ او په لوړ آواز یې وژړل، شهید ځوان یې په خپلې غیږ پسې و نیوه چې ګوري یو کاغذ یې په جیب کې دی چې خپل وصیت یې پري لیکلی و او دا وصیت یې کړی و چې څه مال یې د اولاد لپاره دی، نور یې ټول باید د مسلمانانو پر لښکر او غازیانو مصرف شي.

په وصیت نامه کې یې دا هم لیکلي وه چې ای زما امیره تا چې کله ماته امر وکړ چې سلاح رانیسم ماته ستا هغه خبره یاد سوه چې تا به ویل( د مسلمانانو بیرغ به تر هغه وخته رپاند نشي تر څو چي ډوډۍ یې د خپل لاس نه وي او دواء او سلاح یې خپل ابتکار او جوړښت نه وي، زما أمیره رب تعالی دې تاته ښه بدله درکړي او سوال کوم چې په جنت کې مې ته ملګری واوسې.

المصدر
-البداية والنهاية لـ ابن كثير.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x