ټکنالوژي

د نوې تګلارې په اړه د واټس اپ سپيناوی، ستاسې شخصي معلومات نه خپروو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغې چې د ټولنيزو رسنيو مشهور اپليکيشن واټس اپ له لوري نوې تګلاره وړاندې شوه، دغه رسنۍ پر نړيواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

د واټس اپ له لوري په نوې تګلاره کې ويل شوي وو چې دوی به د کاروونکو ځينې معلومات له فيسبوک سره شريکوي، او که کاروونکي دغه تګلاره ونه مني د فبروري له پېله به خپل د واټس اپ حساب له لاسه ورکړي.

په بېلا بېلو رسنيو کې ددغه خبر خپرېدل پر واټس اپ د خلکو باور کمزوری کړی، پر دوی يې سخت تنقيد وکړ او يو شمېر کسانو لا د واټس اپ پرځای نورو کاريالونو کارولو ته مخه کړه.

خو د واټس اپ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې کاروونکو ته ډاډ ورکړل شوی چې ددوی شخصي هيڅ ډول معلومات به د فيسبوک سره نه خپريږي.

د واټس اپ سپيناوی:

  • واټس اپ ستاسې شخصي پيغامونه، غږيز پيغامونه او تليفونونو ته لاسرسی نه لري، نه يې بل څوک کتلی شي او نه يې هم فيسبوک سره شريکوي. دوی وايي (end-to-end encryption) پاليسي لا هم پلي کوي.
  • واټس اپ پر تاسې نظر نه ږدي چې څوک تاسې ته ليکلی يا غږيز پيغام ليږي او يا هم تليفون کوي. دوی وايي د دوه مليونو زيات کاروونکو معلومات له دوی سره محفوظ دي‌.
  • واټس اپ ستاسې خپور شوی موقعيت نشي لېدی او نه يې هم فيسبوک سره شريکوي. دوی وايي که چيرې تاسې غواړئ خپل له چا سره شريک کړئ يوازې هماغه کسان يې کتلی شي او نور هيڅوک لاسرسی نه ورته لري.
  • واټس اپ ستاسې د تليفون شمېرې له فيسبوک سره نه خپروي. دوی وايي موږ چې له تاسې د شمېرو غوښتنه کوو، يوازې ددې لپاره چې ستاسې پيغامونه چټک او باوري وي، د فيسبوک او نورو کاريالونو سره يې نه خپروو.
  • تاسو کولی شئ خپل پيغامونه له منځه ويسئ او واټس اپ ورته لاسرسی نه لري. ددې لپاره واټس اپ خپل ميتود لري.
  • د واټس اپ ګروپونه به لا هم محفوظ او خصوصي وي. دوی وايي چې موږ ناسمو معلوماتو او د پيغام د سپم مخنيوی کوو، نه يې د اشتهار لپاره فيسبوک سره او نه يې بل اپليکيشن سره خپروو.
  •  تاسې کولی شئ ټول معلومات ښکته کړئ، دوی وايي تاسې کولی شئ ټول هغه معلومات چې موږ يې ستاسې د حساب په اړه لرو تاسې ښکته کولی شئ. ددې لپاره د واټس اپ setting، بيا account، او بيا request account info تڼۍ کيکاږئ، او بيا Request report ووهئ تاسې ته به ټول معلومات څرګند شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x