
غزني کې د کابل بانک یو کارمند ترور شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د غزني ولایت مرکز اړوند سیمه کې د کابل بانک د یو کارمند د ترور خبر ورکوي.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت وايي، ناپېژاندو وسله والو نن سهار اته بجې د غزني ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند «حاجي رفیق» ښارګوټي ته څېرمه د نصیراحمد عثماني په نوم د کابل بانک یو کارمند باندې په داسې مهال ډزې کړي چې نوموړی دفتر ته روان ؤ.
سیرت زیاتوي، په دغه وسله وال برید کې چې د بې غږه تومانچې په وسیله شوی، د کابل بانک کارمند ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
تراوسه ددې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو د غزني امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.