شعـــــرونه

د کوثر جام/فدامحمد نومير

فدا محمد نومير

خدايه جار مې له سردار د مدينې کړې
په کوڅه کې د اشنا مې خاک ايرې کړې

مال او ځان مې صدقه يې تر ښايست سه
په نصيب مې د يثرب د ښار کوڅې کړې

چې جارو په باڼوګانو يې کړمه خلي
منجور مې د جنت البقيعې کړې

شمس، قمر چې يې له حسن څه شرميږي
د يار څنګ ته مې په برخه ورځې، شپې کړې

که مې يو ځلې ديدن ورسره وسو
د کوثر په جام پوره مې ټول اسرې کړې

يو احد ته نومير سر ايښی په ځمکه
ساتندوی مې د توحيد د عقيدې کړې

متحده ايالات ، جنوبي کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx