شعـــــرونه

چې د مظلوم زړګی ټکور واخلي/ معصوم

ثناءالله معصوم

چې د مظلوم زړګی ټکور واخلي
دا معرکه خو دې لا زور واخلي

طالبه خدای دې ټوپک مه سړوه
ستا له شپېلۍ چې غربیان اور واخلي

ته یې زمونږه د نجات فرشته
بلا دې ستا د غاړې نور واخلي

ستا هر قدم مې د زړګي په ځمکه
کاش خو نور واخلي دا لور واخلي

ای په مسکا دې د ښکلاوو میره.!
زما زړګی پرې بلا شور واخلي

په کلي خلاصې زلفې مه تیریږه
څوک به د ستا  په نامه تور واخلي

د حسن راج دې دلته ښه چلیږي
پۍ مخي ښکلي دې پیغور واخلي

د معصوم غاړې نه را تاو کړه لاس دې
بیا لږ مسکی شه چې انځور واخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x