شعـــــرونه

غلامي کول وجدان له خلکو اخلي/ضعيف

عبدالسلام ضعیف

غلامي کول وجدان له خلکو اخلي
طمع طمع وس او توان له خلکو اخلي

څه کانې کوي  په  رندو انسانانو
دا ډالر دي چې ايمان له خلکو اخلي

د غربيانو پيسې مفتې نه هضميږي
يو په لسه يې تاوان له خلکو اخلي

د مخ غوښې پر هډوکو نه پاتيږي
سوال همدغسې پيمان له خلکو اخلي

عزت درومـي د لاسونو په لپه کې
د غيرت نوم او نښان له خلکو اخلي

د باطل مهر يې خوله ژبه کړي بنده
په ليدلو دوه چشمان له خلکو اخلي

حريت  په  غريبۍ کې  هم دولت دی
مسکنت  يو  امتحان  د خلکو  اخلي

که عزت غواړې په خپلو مټو زور کړه
خپلواکې خپلواک ځوانان د خلکو اخلي

د ضعيف پرتله  کلکه  تجربه  ده
غرب په دې توګه سران د خلکو اخلي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x