نړۍ

قطر: د ترکيې او سعودي ترمنځ د روغې لپاره منځګړيتوب ته چمتو يو

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د قطر يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي، دوی چمتو دي، د ترکيې او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په موخه منځګړيتوب وکړي.

د ترهګرۍ ضد او د ستونزو په حل کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني دا څرګندونې تېره ورځ په دوحه کې يو غیر حکومتي سيمينار ته کړي دي.

ښاغلي قحطاني ويلي، که ترکيه او سعودي وغواړي، نو دوی کولای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغې لپاره د منځګړي رول ادا کړي.

د ترهګرۍ ضد او د ستونزو په حل کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق القحطاني

د قطر د بهرنيو چارو وزارت دغه استازي غوښتنه کړې، چې د سیمې هېوادونه بايد د ستونزو رامنځته کولو او شخړو پر ځای د سولې او يووالي لپاره کار وکړي او په ځانګړې توګه د اسيا درې ستر هېوادونه لکه ترکيه، سعودي او ایران بايد خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د اړتيا په صورت کې قطر هم د منځګړيتوب رول ادا کولو ته تيار دی.

د انقرې او رياض اړيکې له تېرو څو کلونو راهيسې ترينګلې دي، خو د ۲۰۱۸ د اکتوبر په لومړۍ نېټه، چې استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم ليکونکی سعودي ژورناليست ووژل شو، د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ترينګلې شوې.

ځينې ترکي او سعودي سوداګر وايي، چې سعودي کې پر ترکي توکو بنديزونه لګېدلي، چې دا کار د انقرې د اضافي خفګان لامل ګرځېدلی دی.

مطلق القحطاني وايي، قطر د ترکيې او امريکا ترمنځ د اړيکو رغولو لپاره هم کليدي رول لوبولی دی.

دغه قطري چارواکی وايي، د دوی په هڅو د تېر کال په فبرورۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تاريخي هم وشو، چې له مخې يې په افغانستان کې د جګړې شدت راکم شوی دی.

د قطر د بهرنيو چارو ځانګړي استازي د سعودي او ترکيې ترمنځ د روغې جوړې د منځګړيتوب وړانديز په داسې حال کې کړی، چې له درې نيم کاله کلابندۍ وروسته تېره اونۍ د سعودي او قطر ترمنځ اړيکې بېرته عادل حالت ته راوګرځېدې او سعودي له قطر سره خپلې ټولې ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې پرانيستې.

د قطر او سعودي ترمنځ درې نيم کلن بحران د کویت او امريکا په منځګړيتوب پای ته ورسېد او تېره سه شنبه د قطر امیر شيخ تميم بن حمد د قطري پلاوي په مشرۍ په سعودي کې د خليجي همکارۍ سازمان په ۴۱مه غونډه کې هم ګډون کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x