افغانستان

د سیاسي چارو کارپوه احمدي سعیدي له یو برید نه روغ وتلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): کابل ښار کې پر سیاسي فعالانو او مخکښو څیرو د هدفي بریدونو په لړ کې نن ماښام د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي باندې یو ناکامه برید شوی دی.

دا پېښه نن ماخوستن ۷ نیمې بجې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند مکروریانو سیمه کې رامنځته شوې ده.

پخوانی دیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي رسنیو ته په استولي غږیز کلیپ کې ویلي، ناپېژاندو وسله والو نن ماښام ورباندې ډزې کړي، چې له امله یې یو ساتونکی ټپي شوی؛ خو ده ته په کې زیان نه دی اووښتی.

له بل پلوه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، ناپېژاندو وسله والو نن ماخوستن ۷ نیمې بجې د کابل ښار درېیم مکروریانو سیمه کې د احمد سعیدي کور ته څېرمه د پولیسو پر یوې پوستې ډزې کړي، چې له امله یې یو پولیس ټپي شوی دی.

احمد سعیدي تردې وړاندې هم چارواکو سره د خپل امنیت په اړه اندېښنې شریکې کړې وې؛ خو په خبره یې چارواکو د نوموړي اندېښنو ته مثبت ځواب نه ؤ ویلی.

باید وویل شي چې احمد سعیدي تردې وړاندې هم د یو وسله وال برید هدف ګرځېدلی ؤ، چې هغه وخت ټپی شوی ؤ؛ خو داځل ورڅخه روغ وتلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار  او ولایاتو کې د دیني او مدني فعالانو ژورنالیستانو هدفي وژنو زور اخیستی. طالبانو پر ژونالیستانو او دیني عالمانو روان بریدونه غندلي او دا کار یې د کابل حکومت لخوا د سولې پروسې د سبوتاژ یوه «ناکامه» هڅه بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

زه باور نه لرم چه د ی اپر چونیست انسان باندی حمله شویوی پخواا هم داسی درامه جوړه کړی وه چه زان مطرح کړی اوس هم غواړی زانه مطرح کړی او کریدت واخلی دا یو خاین او متعصب انسان دی

الحاج استاذ بیانزی

د اخری زمانی یا د نړیوال استعمار همدا ډول کړنی ترسره کوی یعنی په انسانانو سطرنج کوی کابل کی دا هغه او دغه وژنه انسانی سطرنج دی نن پد او صبا ښه وزنی خلک حیران پاتی شی چه اخر د دی تر شا دی څوک . په همدی سعیدی مخکی هم کوم برید شوی وو د یو څه وخت تیرولو وروسته په رسنیو کی ګورو روغ رمټ یو اسمان له بل او بل له بله جنګوی څوک چه ورله ډیر څه ورکړی د هغه اړخ ښه او د هغه بل ښکته وایی . سعیدی وارو خلک بی هدفه خلک دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x