نړۍ

«اسلامي دولت کیمیاوي مواد لاسته راوړي»

نن ټکی آسیا: د مالکي حکومت وايي چې اسلامي دولت د موصل په یوه پوهنتون کې اتومي مواد نیولي دي.

د مالکي حکومت ملګرو ملتونو ته په لیږلي لیک کې لیکلي چې دغه مواد د ساینسي څېړنو لپاره  د موصل په یو پوهنتون کې استعمالیدل.

د رویټرز خبري آژانس د راپور په اساس په ملګرو ملتونو کې د مالکي حکومت استاځي په دغه لیک کې زیاته کړې چې اسلامي دولت تقریبا ۴۰ کیلوګرامه یورانیم نیولي.

رويټرز زیاتوي چې دوی په دغه لیک کې د م.م څخه غوښتنه کړې څو په عراق کې دننه یا بهر د دغه موادو د استعمال مخه ونیسي.

د مالکي حکومت سفیر محمد علي الحکیم په لیک کې انديښنه ښودلې چې اسلامي دولت دغه مواد د نورو موادو سره تر یوځای کولو وروسته په خپلو بریدونو کې استعمالولی شي.

امریکايي چارواکي وايي چې د اسلامي دولت لپاره به دا ډيره ستونزمنه وي چې ددغو کیمیاوي موادو څخه وسلې جوړې کړي.

تر دې دمخه د مالکي حکومت ددې پخلی کړی و چې اسلامي دولت بغدا ته څېرمه د کیمیايي وسلو جوړونې پخوانۍ فابریکه نیولې.

په دغه لیک کې دوی منلې چې اسلامي دولت «المثنی کمپلیکس» نیولی. دغه ځای کې د صدام حسین د واک په دوره کې د اعصابو د متأثره کولو لپاره وسلې جوړیدلې.

د مالکي حکومت دغه لیک تر هغې وروسته لیږلی چې د دوی پوځونه د اسلامي دولت ځواکونو پر وړاندې په بشپړه توګه مات شول.

له تېرو څو اونیو راهیسې اسلامي دولت په عراق او سوریه کې زیات شمېر ښارونه ونیول او هلته یې اسلامي خلافت اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x