نظــر

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته سرخلاصی لیک

پروفیسور عبدالخالق رشید
د نهرو پوهنتون استاد

پخوانی ولسمشر محترم حامد کرزی صاحب!
هر ژوندی موجود چې چیرې اوسږي، چیرې ژوند کوي، له هغه یوه ښه او د یاولو وړ نښه خامخا پاتې کیږي، خو تاسې جلالتماب ته بیا داسې یو ویاړ له ښه مرغه او یا له بده مرغه درپه برخه نه شو.

څوارلس کاله مو په هر ډول چې و، دا ملت لارښوونه کړ، د کابل پر کوم کنډواله ارګ چې ته په کومه ورځ ورنتوتې او په کومه ورځ چې ترې وتې ډیر توپیر رامنځته شوی و، د خلکو په وینا په کومه ورځ چې کوم لغړیان له تاسره ارګ ته ننوتل، ترڅو ته ترې وتې له هغوی لوی قارونان جوړ شول او ترتا دمخه په یوه او بل مکر له خپلو غلاوو او فسادونو سره له تا ورو ورو په لرې کیدو شول، خو تا بیا هم هغه ټول په خپلو ټولو غلاوو او بد مرغیو سره پرېنښودل چې ستا له دامه ځان پر یوه خوا کړي، هغوی که شیرپور چور کړ او که یې د کابل په عامه شتمنیو باندې خیټې واچولې، تاهیڅ هم ورته ونه ویل او آن چې د یوې قانوني محاکمې پرځای دې په یوه اخلاقي محاسبه کې هم یوه ورځ د خلکو په وړاندې یاد او راڅرګند نه کړل او نه دې د دوی د هغو سیاسي معاملو چې تا وطن او ملت ته یې زیان رسیده جدي مخه ونیوه.

دا کار خو وشو، شغالان درڅخه لیوان شول او لیوان دې بیا د ملت خوړلو او زبیښاک پر دندو په خپله لورینه او یاهم د نورو ګومارل، په عین حال کې دې بیا پر دغو کورنیو حرام خورو برسیره هغو تاریخي غلو او توطیه ګرو ته چې له وطنه تښتیدلي وو او په ټوله نړۍ کې ددې وطن په وړاندې د توطیو جوړونکو دوستان او جاسوس مله ول او هغوی ترې ګوډاګي او مصنوعي کارپوهان او مفکرین ترې جوړ کړي وو، هغو ته دې د هغو کادرونو پر ځای چې مسلکي ول، کارپوه ول او وطن ته یې د پوهې او تجربو په رڼا کې خیر رسیده هرڅه وروسپارل او د غلاوو او فساد پر دوکانو دې کینول، دوی له یوه یوه زاړه لیپټاپ سره راغلل خو له ملیونو ډالرو سره یا بیرته وتښتیدل او یا هم لکه د نن په شان د ملت غاړې ستا له برکته د لعنت طوق شول لکه چې اوس ته خپله هم ورته حیران یې او ملت هم!

په یاد به دې وي او که نه چې هندوستان ته د یوه سفر په ترڅ کې مې درته وویل چې افغانستان ته په تیره یوه نیمه پیړۍ کې یو شمیر واکمنانو چې په فزیکي او رواني ناروغیو اخته وو؛ سخت زیان ورساوه په دغه لړ کې مې د امیرمحمد یعقوب خان او سردار عبدالرحمان خان نومونه درته یاد کړل چې یوه ګندمک د دماغي ناروغۍ په ترڅ کې پر افغان ملت ورټپ کړ، بل نشه يي توکو په نشه کې ډیورند پر وټاپه او دریم یې د روسي وډکا په شرنګ کې په رڼا کې روسان پر وطن راوخیژول او څلورم دادی ستا او زما په مخ کې پر ډیورنډ باندې د اغزن تار معامله ترلاس لاندې نیولې ده چې دا هم ستا له برکته ده، تا هم په دقیقه توګه دا خبره ومنله خو ما بیا هم درته وویل چې ځان آرامه مه نیسه د خدای او ملت په خاطر غږ پورته کړه، تر اوسه دې هم غږ تر یوه ځایه رسیږي خو افسوس چې اغزن تار وغزید، له غرونو غږ راووت چې معامله روانه ده خو ستا جلالتماب له خوا بیاهم غږ راونه ووت…او د اغزن تار تور ښامار د افغانستان پر زړه باندې ځان راوغوړاوه.

ښاغلي کرزي صاحب!
د یوه عیني‌ شاهد په توګه زه ستا له هغو هلو ځلو کله هم سترګې نه شم پټولای چې تاسې د هندوستان له تعلیمي امکاناتو او شونتیاوو څخه د ملت د ځوان نسل په ګټه کار واخیست.

ستاسې په دوره کې وه چې د هندوستان د پوهنتونو دروازې د افغانانو پرمخ خلاصې شوې، د سکالرشیفونو کچه له سلو تر زرو پورې لوړه شوه، د لومړي ځل له پاره ستا په امر د هندوستان په پوهنتونونو کې د دولت په لګښت یا په باد راوړ یو ډالرو باندې په هغو برخو کې چې د هند په سکالرشیفونو کې یې امکان نه درلود لکه انجينري او معدن پوهنه کې تا د افغانستان ستونزه واوریده او په یادو برخو کې دې د افغان ځوانانو لپاره لاره آواره کړه او ښه کادرونو په کې وروزل شول، زما د معلومات له مخې د یوه حقیقت په توګه ستا په ټوله دوره کې په هند کې تر شپیتو زرو زیاتو ځوانانو لوړې زده کړې وکړې بیرته وطن ته راغلل، دلته د کار زمینه ورته برابره نه شوه، دوی ټول د جلالتماب اشرف غني د ادارې د بې کفایتۍ په پایله کې خواشیني د ایران ترکیې په وژونکو شرایطو او لارو له هیواده ووتل او ستا هغه خوارۍ ګردې په سیند لاهو شوې، خو ګیله دلته ده چې له تا مې یوه ورځ هم وانه وریدل چې زموږ له ځوان نسل سره دغه تاریخي ظلم په خپلې ټولې کینې او کرکې سره زموږ د ځوانې ملي هستۍ په وړاندې دلته له تا وروسته روان دی باید مخه یې ونه نیول شي… باید له دوی سره هم هغه چلند شوی وای لکه چې د خپلو بچیانو سره یې کړی دی. هو، خپل یې وپنځول او د نورو یې په دریابو او غرو رغو کې د کبانو او لیوانو خوراک کړل؟؟
ته خپل جامونه جګوه پر وطن اور ولګید…

محترم کرزی صاحب!
دا لیک ددې له پاره نه درته لیکم چې ګواکې زه ستا ټولو کړو وړو ته د مینې او یا کرکې په سترګو ګورم، نه، یوازې هغه څه چې تا ددې ملت په وړاندې په خپله دوره کې ترسره کړل، هغه دا وو چې تا افغانستان د ډاکتر نجیب الله له مرګه وروسته یو ځل بیا د یوه داسې ملت په توګه چې کولای شي په ډیره آسانۍ په ملي او نړیوال ډګر کې د یوه خپلواک هیواد په توګه سر را اوچت کړی وښود.
زه پوهیږم چې ته هم د یو لوی نړیوال ځواک (موخه مې هغه هیوادونه دي چې افغانستان ته یې ځواکونه راولیږل او تر اوسه هم لا دلته پراته دي) د بشپړ ملاتړ او تفاهم په ترڅ کې پر افغانستان حاکم شوې، خو بیا دې هم د کابل تیارو کوڅو ته د وینو او اوښکو پرځای د خنداوو او رڼا یو څپه راوړه، هغه څپه چې اوس یې سر بیا د غلاوو او وژنو او عمومي ګډوډیو ته ورسید.

خو بیا دې هم ونه شوای کولای هغه څه چې ته په خپل ضمیر کې دننه وې، په هغه څیره کې ځان پر خلکو باندې ومنئ چې لامل یې یوازې او یوازې ستا پرشا و خوا هغه یو شمیر کړۍ او څیرې وې چې هغوی کله هم ستا د ضمیر او صداقت څیره یې د خپلو تیرو ناوړتیاوو او ملت ته د جنایاتو او جرمونو په خاطر له خپلو جنایاتو بیله نه ښوده او هر بد چې دوی ترسره کړي وو په هغو کې یې ته هم برخمن بللي، په داسې حال کې چې دوی بیل د فکر او ضمیر له پلوه یو نه وي ځکه خو مو خبره له امریکا سره د ناندریو تر پولې پورې ورسیده.
تا هم یرغلګر پیژندل او هم یې لاسپوڅي خو په ډیر افسوس سره چې تا خپل هغه غږ چې په ګلخانه کې دې د یرغلګرو او  ګوډاګیانو، امریکا او خارجیانو په وړاندې وایه هغه له ګلخاني د باندې را ونه ووت، زه یې یوه بیلګه دلته د یوه محرم سند په توګه دریادوم او ستایم یې، که حفیظ الله امین د روسیي سفیر د خپلې واکمنۍ پر مهال په څپېړه وواهه، ستا دغه یادونه هم په خپل وخت کې د یوه افغان واکمن په توګه له هم هغې څپیړې کمه نه وه، راځه ستاهغه محرمه مرکه دلته له تا او ګرانو لوستونکو سره شریکه کړم، هغه کیدای شي ډیرو خلکو ته هغه ستا له خوا یوه نادره خبره وي…

دا مرکه په دې ارزي چې باید له ملته پټه پاتې نه شي:

له سفیر نیومن او ایکنبري سره کتنه

Meeting Minutes for Ambassador Neuman and Gen. Eikonberry

————————————————————–

نیټه : ۱۷/۱۲/ ۲۰۰۵
وخت :دسهار (۱۲۰۰) بجې
ځای : ګلخانۍ ماڼۍ
په لیدنه کې : ولسمشر، سفیر نیومن، ایکنبري

———————————————————-
« ایکنبري: وویل چې دی هیله من دی چې د لندن د کنفرانس په پایله کې د پوځ کچه ۷۰،۰۰۰ ته لوړه نه شي، دوی به هدف ته د رسیدو په ترڅ کې له ستونزو سره مخامخ شي. ده وویل چې پر افغان ملي پوځ باندې پاملرنه له یقیني فکټونو څخه ده چې په چټکۍ او چټکۍ سره پرمخ روان دی، خو د ټولیو له کمزورو قوماندانانو سره سره ده وویل چې په دغه اړه د ښه کیفیت وړتیا او رسیدنه اړینه ده.

نیومن : ولسمشر ته خبر ورکړ چې چیني (دیګ چیني د امریکا مرستیال ولسمشر) به کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې یو لړ موضوع را پورته کړي لکه: د متحده ایالاتو د ژمنو پخلي، د خلیج له هیوادو د مرستو راجلبول، چې د افغان حکومت له خوا هم هڅه ورته شوې وه، خو په منظمه او سازمان شوې بڼه نه، د لندن کنفرانس، د نشه یي توکونو سره مقابله، په اداره کې سمون، له هغې ډلې د فساد له منځه وړل او د ایران خبره. ده وړاندیز وکړ چې پر دې برسیره د نشه یي توکونو په بدیل، په ځانګړو برخو لکه کرنه، سړکونو او برښنایي جنربشنو او نورو به هم خبرې وشي. ده دا هم وویل، چې په امریکا کې یو عمومي نظر چې تودې خبرې ورباندې کیدی دا هم و چې تر هرڅه د مخه باید پارلمان، پولیس او اداره د فساد او درغلۍ له منګولو څخه خلاص کړل شي.

جلالتمآب کرزي: غږ وکړ چې آیا، داسې فشار پخوا نه و مطرح چې په یوه بري باندې ختم شوی و او که دا ځل دلته بل څه ځانګړي په پام کې دي، هغه په جدیت سره پوښتنه وکړه چې چا په دغه برخه کې داسې قضيې چې ترشا یې خامخا څه ول نه دي لرې کړي؟

نیومن: وویل زما مطلب دا نه دی چې د مثال په توګه د فراه د والي نوم یاد کړم، چې له امریکا سره مجرم دی او یا هم د هلمند د پولیسو قوماندان.

جلالتمآب کرزي: د هلمند د پولیسو د قومندان ادلون بدلون د والي او د کورنیو چارو د وزیرکار دی. همدوی ټینګار کاوه چې په دغه حال کې باید بدل نه شي. ده زیاته کړه، چې مخکې تردې چې هر تصمم نیسو، باید حالت هم په پام کې ولرو. د ارزګان په اړه ده وویل: چې دی د یوه الترنتیف په فکر کې دی، خو له دې سره هم ده وویل، په یوه نظر خو داسې هم کیدای شي چې یو شی د بل پر ضد په یوه دوسیه کې واچول شي، خو حکومت باید قضیې ته دقت او غور وکړي او بیا پریکړه وکړي. ده وویل چې ولې امریکا د فراه پر والي باندې پټه خوله ده، هغه څوک چې ټاکنه یې د دوی غوښتنه وه، ده همداسې ور زیاته کړه چې افغانستان د هیچا مستعمره نه وه، باید لکه د نورو ټولنو په شان چلند ورسره وشي. هغه دا هم وپوښتل چې ولې دوی جنرال بریالي چې په فساد باندې تورن و ونه پوښته چې اوس د ادارې د پاکولو او سمولو خبرې کوي. ده زیاته کړه، هغه بله ورځ د کاناډا سفیر هم د رحیمي د مالیې وزارت پخوانی معین چې یو بل پر فساد ککړڅوک دی؛ سپارښتنه وکړه چې باید د ډایاګ پروګرام مشر شي او هغه پرمخ بوځي. ولس دوام ورکړ: ان چې انګریزان غواړي د ستانکزي له پاره یو بل وزارت جوړکړي. ده همدا راز په ډاګه کړه چې دی یو شمیرنوي فرمایشي کسان لکه ډاکټر غني او نور هم په نظر کې نه لري.

نیومن: وویل چې دوی نه د انګریزانو استازیتوب کولای شي او نه هم د کاناډایانو او نه هم کومه ځانګړې اجنډا د افغانستان لپاره لري، هغه زیاته کړه، چې مایوازې غوښتل هغه نظر تاسو ته په ډاګه کړم، هغه چې په امریکا کې را ایجاد شوي دي، پردې برسیره د افغانستان بیا جوړونه زموږ ګډه مبارزه ده. بیرته د اصلي موضوع اړوند هغه وویل، چین کیدای شي د ایران له موضوع سره هم تماس ونیسي.

جلالتمآب کرزي: احمدي نژاد لیونی سړی، ده وویل چې هغه مخکې له مخکې خپل پیغام ایرانیانو ته د اسرایلوپه اړه رسولی دی. اوخپلې ضد څرګندونې یې ترسره کړې دي.

نیومن:وپوښتل چې آیا احمدي نژاد عقیده مند څوک دی اوکه هسې ساده سړی؟

جلالتمآب کرزي:وویل هغه پیاوړی عقیدتی سړی دی، بیرته د باورمنۍ موضوع ته راوګرزید، اوهیله یې وکړه،دغه پیغام متحده ایالاتو ولیږدوي چې افغان حکومت به دسمونو بهیرته لاس په کارشي، خوتردې هم دمخه زه غواړم چې پر خپلو خلکو باندې باور مني ولرم.

ده زیاته کړه ، د باور مني کوم لغت چې په لویديځ کې کارول کیږي، هغه به پرما باندې څه اغیزونه لري، ځکه چې لویدیځ د افغانستان پر اتلانو باندې یرغل کړي دی، ده همداسې څرګنده کړه،په افغانستان کې دا یوه اخلاقي پوښتنه وه خو په لویدیځ  کې بیا داپوښتنه سیاست ده. د فساد اوبډو په اړه یې وویل، ده ته دا راپور هم رسیدلي دی چې بریتانوی اتباع پردې خواشیني دي چې په یوه ورځ کې له افغان ګمرکه تر دیرشو زرو لږ ډالره ترلاسه کوي، ددې مانا داده چې په فساد او بډي کې نه یوازې افغانان ښکیل دی بلکه خارجیان هم تر دوی کم نه دي.

ښاغلی کرزی صاحب!
ګوره دا ډول خبرې یو کتاب نورې هم شته چې زموږ مخ په هر ډول چې یې بیا هم تاته در اړوي، خو اجازه راکړه چې یو ځل بیا په ډاګه او حسابي توګه دا لاندې غم ټکي هم درته ووایو:

لومړی ـ په اوسني حالت کې نور د افغانستان د ژغورنې ډګر ته د اعلامیو او غندنو له ښکیله را ووځه، افغانستان نور د نړیوالو د هیرتوب او انزوا وروستي پړاوته رسیدلی دی باور وکړه چې که دا ملا وي او دا حالت ډیر زر به له دغه ښکلي هیواده عربي یمن جوړ شي.

دویم ـ افغانستان نور نه یوازې چې خپل افغاني او اسلامي پرتم له لاسه ورکوي، بلکه د خاورې او ملي تمامیت له جدي خطر سره مخامخ دی.

سیاف د امریکا له سفیر او مرستیال سفیر سره (جون ۲۰۱۵ )

دریم ـ افغانستان نور د هغو غرضیانو په منګولو کې خپل نفس باسي چاچې داود خان، حفیظ الله امین او ډاکتر نجیب الله ته قبر وکینود او د څرګندو توطیو په ډنډ کې یې ورښکیل او له منځه یووړل.

څلورم ـ افغانستان نور د ډول ډول ملي، سمتي،مذهبي او ژبنیو ستونزو ښکیل ته ورلویدلی چې که دا حالت دوام وکړي، باور وکړه چې نور به نه افغان وي او نه هم افغانستان.

پنځم ـ افغانستان د ګاونډیانو له جدي سیاسي، فرهنګي او نظامي یرغل سره مخا مخ دی، پر واک میئن حکام په سرکې اشرف غني د خپل واک ساتلو او هغو غرضونو او دندو په خاطر چې دی او میرمن یې د هغو د تحقق له پاره ګمارل شوي هر ډول معاملې ته لاس په نامه ناست دی او باور دی چې د تجزیي تر پولې پورې له معاملو هم ځان نه غړوي. د اغزن تار غځول یې یوه څرګنده بیلګه ده.

شپږم ـ په افغانستان کې له ښاره تر کلي، له غرونو تر عامو لویو لارو هغه وحشت روان دی چې ددې وطن یو وګړی هم د امن او خوندیتوب احساس نه کوي، داسې حالت دغه هیواد ته په هغو شپو او حالاتو کې چې یو یرغلګر پوځي هم دلته نه و پروت کله هم نه و وردغاړې شوی. کوڅې له غلو ډکې ، لارې غلو نیولې او د واټونو پر سر په رڼا ورځ افغانان بې عزته او وژل کیږي.

اووم ـ په افغانستان یرغلګر او تش په نامه سوله غوښتونکي خارجیان د جګړې ختمولو پلویان نه دي، افغانان دي چې له ناچارۍ هم د بې کفایته حکومت او پاکستاني او ایراني پلوو اجیرو ترمنځ د پسونو په شان هم خرڅیږي او هم قرباني کیږي. خو یو څوک یو سوله پالي ځواک نشته چې ددغه قرباني ملت غږ واوري او نړۍ ته وښیي چې دغه ملت به ترڅو د یرغلګرو او په ځان مینو لیونیو واکمنانو لاس پرې کوي او قرباني ورکوي؟

اتم ـ افغانستان شپیته سلنه ځوانان جوړوي، خو ترشل سلنه ځوانانو ته د زده کړې طبعي حق نه دی رسیدلی چې هغه زده کړه ده، هره ورځ ، هره اوونۍ او هره میاشت د هیواد له هرې خوا د ښوونځیو د سونګ خبرونه اورو، په دغه اړه چا فکر کړی چې لس پنځلس کاله وروسته به ددغو ځوانانو برخلیک څه وي؟ هغه ځوان کدرونو چې په خارج کې درس وایي، د مرګ او بیکارۍ پر لامل نورو هیوادو ته ځي او یا هم په هیواد کې د بې عدالتۍ او بیکارۍ قرباني کیږي ومري. دا هغه فاجعه ده محترم کرزی صاحب چې له تا وروسته پیل شوي او لاهم په خپل ټول وحشت سره دلته د ملت د ځوانانو نجونو او هلکانو په حق کې روانه ده.

نهم ـ افغانستان دمګړۍ د هر ډول اخلاقي انحرافاتو، نشه یي توکو، غلاوو او فسادونو او د ښځو په وړاندې د زور زیاتي نړیوال مرکز ګرځیدلی دی، داسې چې د اصلاح له پاره یې هیڅ ډول کنترولر او قانون نشته، اسلام زموږ مقدس دین دی خو دومره چې په اوس وخت کې ددغه الهي دین سپکاوی کیږي او دومره لوی ناروا تجارت چې پر دغه الهي دین باندې روان دی، دا کار او دغه سپکاوی باور وکړئ چې د افغانستان په تاریخ کې اسلام او اسلامي ارزښتونو ته چا نه دی ور اړولی. اشرف غني په بې شرمۍ سره پردې ویاړي چې په خپله دوره کې یې شپیته زره افغان ځوانان پر ملکي بې ګناه وو برسیره قرباني کړي دي، پر پاکستاني اجیرانو باندې یرغلګره امریکا ویاړي چې په تیرکال کې یې یو عسکر هم نه دی وروژلی، فاجعه توره وي که سپینه، یو ملت چې دومره بدمرغه شي چې هم یې حکومت او هم مخالفین د پردیو د ژوندي ساتلو په خاطرخپل افغانان وژني او ځانونه پر سرلوړوي، ددې مانا همداده چې موږ له دواړو خواوو برباد کړه شوي یو او دواړې خواوې دي چې د افغان وژنې په بدل کې له یوه یرغلګر باداره امتیاز ترلاسه کوي، های های د داسې ملت پرحال، های پرتا ښاغلي کرزی صاحب چې له تا څخه دا لویه بدمرغي دغه باتور ملت ته، دغه ویاړلي ملت ته چې ستا په وینا:« کله هم د چا مستعمره شوی نه دی» اوس ور د غاړې شوي دي. !؟

او په پای کې محترم کرزی صاحب!
لسم: د افغان له هډوکي تر اوسه هم چاړه نه ده اوښتې، تر اوسه هم دا ملت د یوه تاریخي او اسلامي زغم پر پوله ولاړ دی، تر اوسه یې هم هیلې د مایوسۍ او نامرادۍ پولې ته نه دي رسیدلي، دا د نړۍ یو سرلوړی ملت دی، له دغه ملت سره دروغ، دوه رنګي او یرغل د تاریخ په اوږدو کې کله هم ښې پایلې نه دي لرلې، همدا ده چې یو ځل بیا تاته د خپلو نیکونو لوی میرویس او لوی احمدشاه برمونه په مخ کې ږدو، را وړاندې شه له ملت سره ودریږه، او دغه ملت له دغې اوسنۍ بدمرغۍ څخه چې یوه لویه نړیواله توطیه ده د ژغورني او نجات پرلور رهبري او لارښونه کړه، ځانګړي هیله داده چې ځان د فسادي حکومت له زړه وباسه او د خلکو زړونو ته ځان ورسوه، یو مهال یوه انګریز له فولادي امیره پوښتنه وکړه چې: ته ولې په کابل کې آبادۍ نه کوې، ولې ماڼۍ نه جوړوې؟

امیر په ځواب کې ورته وویل:

موږ له مجبوریته په کابل کې د یوه سړي چې تیمور نومیده او له خپلو عزیزانو سره د درغلۍ په وجه دلته راوتښتید را ښکیل شوي یو، زه که آبادي کوم، هغه به د افغانستان په اصلي مرکز کندهارکې کوم چې یوه خوا یې پر هندوستان،بله پر ایران او بله هم په مرکزي آسیا ورخلاصه ده، دلته خواري ایستل بې فایدې کار دی… ځکه خو له تا هم په درناوي هیله کوو چې د کابل له اوسني حالته ځان وباسه، د یوې مودې له پاره په هغه ښار کې چې پر هغه د افغانستان پرتم تړلی یوازې دیره شه، باور دی چې په دغه کار سره به د پردیو یرغلګرو او کورنیو لاسپوڅو له شره دغه ملت د ملي خلاصون احساس وکړي.

نوره دې خوښه ددې ملت لاس او ستا ګریوان !؟

په درنښت

پروفیسورعبدالخالق رشید
دنهرو پوهنتون استاد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

لیکوال ته ٗ که چیری په رښتیا تا سره د وطن او خلکو غم وای ٗ نو د نهرو پوهنتون په ځای به مو د کابل پوهنتون کښې درس ورکړی وو‌‌۔ د نهرو دښمنې د افغانستان له خلکو سره ٗ د هغه په لیکل شوي کتاب کښې ( نامه های پدر به دخترش) له ورایه ښکاری, اوس به راسم په اصلی خبره او هغه دا چې ٗ کرزی پردیپال ګوډای موچود وو او دي, نه د کابل د اداری په مشری کښې ئې څه واک درلود او نه هم اوس څه واک لرې, ده او نورو ته څه چې باداران… نور لوستل »

محمد

محترم عبد الرؤف صاحب ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وبعد : ستاسو خبره ډیره پر ځای ده — دا جاهل غواړی چې وکرزي ته کمپاین وکړئ دا هغه کمونسټان دی چې یو وار یې و شوریانو ته نڅا کوله او بیايې و امریکا ته ډول په غاړه کړئ دلته هم وشرمیدل اوس بیا غواړئ چې و انډیا ته لکۍ وښوروئ — دوی داسي فکر کوئ چې په دغه پروژه کې به خپله بقا وساتئ – نه هیڅکله نه – هندوستان به هم الله رب العلمین تر شوروي او امریکا ډیر وشرموي – دا پروژه دوی اوس کار پر کوئ… نور لوستل »

احمدشاه

پروفسور صایب لکه چه بیا غواړی د دی سپیره مشاور شی لکه چه پخواه وی
مګری فکر نکوم چه خپل دغه ارماند ته ورسیګی

عبدالواحد

داظالمان ناجوړه دی نیم کندهاریی ترخپله قبضه لاندی نیولۍ دۍ دوطن پرهیڅ مظلوم اووږی یی زره نه سوځل کیدۍ الله خونخواره پیداکړی دی دافغانستان تاجرانوته به یی اجازه ورکړه چه له دوبی دمخالف لاس موټران راوستای سۍ بیابه یی په هرات کی بندکړل احمدولی به یی پروږغاوۍ چه اوس نودغه تاجاران لاس تړلی په لاس درغلی دی شکوه یی تاجران چه به کابل ته ورغلل ویل به یی ورسۍ داحمدولی سره فیصله وکۍ دایی یومثال ووپرمختلفو طریقویی خلک شکول.عبدالله فوفل چه ښاروال دسره بیا دخلکو څخه دخپلوکورودقیمت پیسی غوښتی مقصد خپلوان یی ګمارلی وو چه وس موکیږی خلک وشکوۍ ،الله… نور لوستل »

شالو

کرزی ځان په خلکو ملی ملی تیروی، او فکر کوی چه د اینده نسلونو د محاسبی نه به خلاص شم. کرزی تر ټولو, ظالم ترین، ګوډاګی ترین موجود دی، د ده په حاکمیت که دا سی ظلمونه په مظلوم اولس وشول چه په تاریخ که یی ساری نشته. یا الله پاکه د کرزی پچیان او خندان داسی سپک او ذلیل کړی لکه دا مظلومی خویندی او خلک یی په سپیو و داړل اوبی عزت یی کړل. او په ستاسی ( خالق رشید ) بی حسه استاد د په لکاوو افسوس وی.

دوکتور غروال

دا ګډوډه لیکنه د یو کمونست له خوا دی ، دا لیکنه د بحث وړ ندی !!!!

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x