افغانستان

کونړ کې د ملي امنیت لخوا د ۲ ملکیانو د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سلګونو کونړیانو ددې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا د دوو ملکیانو د وژلو په غبرګون کې لاریون ترسره کړ.

معترضو لاریونوالو چې د کونړ ـ جلال آباد لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه، د ملي امنیت عسکرو لخوا یې د ملکي خلکو په کورونو د شپنيو عملیاتو او د ملکیانو د وژلو د لړۍ بندولو غوښتنه کوله.

 د سیمې خلک ادعا کوي، چې د ملي امنیت عسکرو تیره شپه په نرنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۲ تنه ملکیان وژلي؛ خو ملي امنیت بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په وژل شوو کسانو کې یو کس د داعش ډلې غړی او بل یې آسانچاری ؤ.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د شپنیو چاپو پرمهال د خلکو مالونه لوټي او ملکیان وژني، بلکې تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو په مختلفو پلمو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی مالونه یې لوټلي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او تعلیمي مراکزو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د تاوتریخوالي او پوځي عملیاتو شدت ښايي مذاکراتي پروسه تر خپل سیوري لاندې راولي او کیدای شي چې ددې پروسې د ناکامۍ لامل هم وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x