شعـــــرونه

خدایه ته مو وساتې/ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

سترګې مو روښانې لرې زړه او زړه مو وساتې
خدایه ته مو وساتې، یه خدایه ته مو وساتې
مونږه که مکتب ته ځو جومات که مدرسې ته ځو
مونږه بلبلان د پوهې باغ ته ځو باغچې ته ځو
جهل مو چې لوټ نه کړي د پوهې شته مو وساتې
خدایه ته مو وساتې، یه خدایه ته مو وساتې
*
مونږه چې بازار ته ځو نانځکې پتاسې اخلو
مونږه چې رنګې اخلو د رسم کتابچې اخلو
ربه ښار په ښار کلي په سمه غره مو وساتې
خدایه ته مو وساتې، یه خدایه ته مو وساتې
*
خوند خو ماشومان کوي چې کټ کټ په خندا وي نا
نه چې وي خپه خپه او نه هم په ژړا وي نا
مور و پلار او خویندې وروڼه ټول کاله مو وساتې
خدایه ته مو وساتې، یه خدایه ته مو وساتې
*
شپه چې شي له خوب نه مخکې ستوري راته وخاندي
سپینه سپوږمۍ تاته په خندا وي ماته وخاندي
ژوند چې د مور غېږ وي په کې ښه خواږه مو وساتې
خدایه ته مو وساتې، یه خدایه ته مو وساتې
*
ویښ چې شو بیدار چې شو صفا اوسو سبق وایو
وس راکړې خاونده چې رښتیا وایو او حق وایو
ګل وطن مو وساتې رڼې اوبه مو وساتې
خدایه ته مو وساتې، یه خدایه ته مو وساتې
*
مونږه له جګړو او له بدیو په امان لرې
مینه مو په زړونو کې د ګران افغانستان لرې
هر چاته چې ګران یو خدایه داسې ښه مو وساتې
خدایه ته مو وساتې، یه خدایه ته مو وساتې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x