ټولنیزه برخه

ښځه د نارینه د بستر زینت

لیکنه: بانو قدسيه
ژباړه: وزیروال

کله چې ښځه مړه شي، جنازې ته یې سړی اوږه ورکوي، لحد ته یې سړی ښکته کوي، چې پیدا شي د اسلام بشارت، یعنې غوږ کې اذان سړی ورته کوي، سړی دی چې ښځه یعنې لور ـ خور د خفګان او درد په وخت کې خپلې سینې پورې نیسي، سړی دی چې د ورور په شکل کې ساتنه ترې کوي، او خور ته د پر امن ژوند ډاډ ورکوي، سړی دی چې د مېړه په شکل کې ښځې ته مینه ورکوي او داسې یې سعادتمنده کوي چې، څو تنه سړي یې د قدمونو لاندې جنت لټوي.

منم چې ځینې خلک ښځو ته د هوس په نظر ګوري؛ خو که یوه ښځه قیمت بها موبایل په لاس، تنګ پتلون او لنډ شرټ په غاړه، په زرګونه پیسو کړي میک آپ کې، زلفې په اوږو پرتې، ګردې مردې تورې عینکې په سترګو له کوره ووځي، نو کله حق لري چې ووایي: سړي د هوس او شهوت بندګان دي ؟

دا قسمه ښځې د توپ خولې ته وتړئ او نېغې یې اروپا او امریکا ته وتوغوئ، تر څو هلته د ځان په څېر د ښځو عزت وګوري چې فقط د نارینه وو د بسترو زینت دي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x