شعـــــرونه

د نور لښکر به راځي/کاروان

پيرمحمد کاروان

زېړوکی لمر به راځي
د غره پر سر به راځي
تیارې به و تښتوي
د نُور لښکر به راځي
خلاص د ګلونو پر مخ
د پرخې ور به راځي
د مینې امن خبر
پر لرو بر به راځي
سخ د کابل د بلبل
ګل د خیبر به راځي
یوه شاعره جلکۍ
له پېښور به راځي
د پخلاینې سرود
پر مرور به راځي
په سره غاټول به واوړي
داغ د ځیګر به راځي
ډک یې کچکول د مینې
مست قلندر به راځي
لمدې وږمې د چنار
له بر ګودر به راځي
د شنو غنمو خوشبو
د نغمو کر به راځي
د شکرینو نغمو
شیرین خبر به راځي
تورې پنجرې ماتوي
شینکي وزر به راځي
د شنو طوطیانو چغار
قند و شکر به راځي
د مرغلرو څپې
شین سمندر به راځي
د ګل کرونکو نجونو
رنګین حشر به راځي
د قصیدو د کاروان
غزلمحشر به راځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x