شعـــــرونه

سوله او امن په ټپو کې/هلال مهاجر

هلال مهاجر

لاليه خدای که سوله وکړه
د سرو بنګړي مې خرڅوم خیرات کومه

چې امن راشي ته په کور شې
زما دې نه وی مېخکي او پېزوانونه

هغه به څه سپېڅلې ورځ وي
چې په وطن وشي د سولې اعلانونه

که سوله وشوه امن راغی
لکه د ګوتې غمي داسې دې ساتمه

که مو هیواد کې امن راغی
په ځان منلي مې لالیه ډېر نذرونه

خدای خو دې سوله وکړي جانه
چې مو پوره شي د زړو پاتې ارمانونه

خدای خو دې داسې سوله وکړي
چې نه چاپې وي نه بمبار نه هجرتونه

خدای خو دې داسې سوله وکړي
چې د چورلکو اواز ورک له کلي شینه

خدای خو دې داسې سوله وکړي
چې بورې مور ته په زړه کيږدي ملهمونه

خدای خو دې داسې سوله وکړي
چې د رنځورې خور زړګی پرې ټکور شینه

د سترګو تور د زړه ټکوره رب دې زر راوله
د سولې لمر د هیلو کوره رب دې زر راوله

چې د بنګنـو دورې نه وي
په ځای یې راشي د کوترو ګڼ سيلونه

کله چې غږ د سولې وشو
ستا د راتلو مې پيدا شوي امیدونه

ګرانه چې غږ د سولې شوی
زړه کې مې مړاوې هیلې بیرته ژوندي دینه

زړه کې مې هیلې ژوندۍ شوي
چې شروع شوي دې د سولې مجلسونه

چې د سپېڅلې سولې غږ شو
د کلي نجونو نذرانه کړل پېزوانونه

ولس دې دومره ورته تږي
د ګودر نجونې هم په سوله کړی بحثونه

د شهید سر ته ناسته کونډه
په چیغو ژاړي او د امن کړي سوالونه

چې نه بمبار وي نه چاپې وي
نه د زلمو د شهادت وي اوازونه

سوله چې راشي ته به راشې
لکه ببری په تور اوربل به دې ټومبمه

سوله چې راشي ته به راشې
ستا د راتلو په لار به وشیـندم ګلونه

د سترګو تور د زړه ټکوره رب دې زر راوله
د سولې لمر د هیلو کوره رب دې زر راوله

سوله چې راشي ته به راشې
درنه به ګرانه کلکه غېږه تاوومه

سوله چې راشي ته به راشې
الله دې راوله چې زر دې ووینمه

سوله چې راشي ته به راشې
که سوله نه وي ستا راتله مشکل لرینه

سوله چې راشي ته به راشې
که سوله نه وي ستا راتلل ناممکن دینه

سوله چې راشي ته به راشې
جانه د دواوړ د راتلو په طمه یمه

سولې د ستا په انتظار یم
نوره رالنډ مې انتظار کړه ګنې مرمه

سولې د ستا په انتظار یم
تاپسې ډېرې هیلې زماتړلې دینه

سولې د ستا په انتظار یم
ستا په راتلو به مې لالی کور ته راځینه

سولې د ستا په انتظار یم
هله راځه چې خوږې سترګې ووینمه

سولې د ستا په انتظار یم
کله راځې چې “فواد”  کلي ته راشینه

سولې چې ته کلي ته راشې
له مودو ورک ‘هلال’ به خامخه راځينه

د سترګو تور د زړه ټکوره رب دې زر راوله
د سولې لمر د هیلو کوره رب دې زر راوله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x