افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: د مؤقت حکومت پلویتوب مو نه دی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د سولې له خبرو سره په یو وخت د مؤقت حکومت ګنګوسې هم راپورته شوې دي؛ په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د مؤقت حکومت پلویتوب یې نه دی کړی او ټینګار یې دادی چې د افغان سولې د خبرو پایله باید د افغانانو هیلې انعکاس کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست «راس ویلسون» پر ټويټر لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي جوړښت تامین ته ژمنتیا لري او د یوه ډیموکراټیک، سوله ییز، خپلواک او داسې افغانستان چې له ځان او ګاونډیانو سره ښې اړیکي ولري؛ په جوړېدو باندې ټینګار لري.

د ویلسون په خبره، دی او خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې د روانو خبرو د چټکتیا او د جګړې د شدت د کموالي لپاره هڅه کوي او د مؤقت حکومت په جوړېدو یې ټینګار نه دی کړی «موږ د مؤقت حکومت له جوړېدو پلوي نه ده کړي او نه یې هم د امریکا متحده ایالات کوي.د افغان سولې پایله په افغانانو پورې اړه لري او ټینګار مو دادی چې د سولې د خبرو په پایله کې باید د افغانانو هیلې انعکاس شي.»

د امریکا د سفارت د سرپرست له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې یو څو ورځې وړاندې یو شمېر خبري سرچینو راپور ورکړ چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» له دې ویرې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «خلیلزاد» به ورته د مؤقت حکومت طرحه وړاندې کړي؛ له نوموړي سره له لیدلو ډډه کړې.

د خبري سرچینو په حواله، د مؤقت حکومت طرحه د خلیلزاد له لوري د کابل حکومت له نورو چارواکو سره هم شریکه کړل شوې.

ورته مهال اشرف غني بیا له مؤقت حکومت څخه خپله نا خوښي څرګنده کړې او ټینګار کوي، چې یوازې د ټاکنو ګټونکي ته خپله څوکۍ سپارلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x