د سولې څارلیکنېنظــر

بايډن څنګه کولی شي، خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي

ليکوال: باينټ روبين     _ د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه او پخواني ډيپلوماټ

د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر به په داسې حال کې سپينې ماڼۍ ته ننوځي، چې د مې لومړۍ نېټې ته به يوازې سل ورځې پاتې وي او دا هغه ورځ ده، چې تېر کال د دوحې تړون کې طالبانو امريکا ته وروستی تاريخ ټاکلی و، چې د ۲۰۲۱ کال د مې مياشت تر لومړۍ نېټې پورې به خپل ټول پوځيان له افغانستانه باسي.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو خبره د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون کې شوې وه، طالبانو هم ژمنه کړې، چې د القاعدې په شمول هېڅ وسله والې ډلې به اجازه نه ورکول کيږي، چې د افغانستان له خاورې پر امريکا او د هغې پر متحدينو برید وکړي او دې تړون سره به بین الافغاني خبرو، تلپاتې اوربند او همدارنګه د افغانستان راتلونکي سياسي حالت په اړه هم يوه لار نقشه جوړه شي.

ليکوال: باينټ روبين د امریکا پخوانی دیپلوماټ او سیاسي تحلیلګر

په دوحه کې د امريکا او طالبانو د تړون په ورځ د افغانستان او امريکا حکومتونو هم له کابله ګډه اعلاميه کې د ګډ کار کولو اعلان وکړ، تر څو په هېواد کې تلپاتې او جامع سوله رامنځته شي. په دې اعلاميه کې هم همدا څلور عناصر وو: د امريکايي ځواکونو وتل، د ترهګرۍ پر خلاف د طالبانو ضمانتونه، هر اړخيز اوربند او د راتلونکي لپاره سياسي لار نقشه.

د ۲۰۲۰ په ۲۹مه فبرورۍ کې د دوحې په اعلان شوي تړون کې راغلي او دا جزئيات په خپلو کې له يوه بل سره تړلي دي، په دې تړون کې ويل شوي، چې د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوريت ترمنځ اوربند، همدارنګه د طالبانو او اسلامي جمهوريت ترمنځ د سولې تړون بايد تر ديارلس مياشتو او درې اونيو ترسره شي، يعنې د ۲۰۲۱ کال د مې له لومړۍ نېټې مخکې او د امريکايي ځواکونو له بشپړ وتلو مخکې بايد دا کارونه ترسره شي.

د ځواکونو وتل د دغو مذاکراتو له پایلې سره نه دي تړل شوي، هېڅ امريکايي ادارې د ځواکونو د پلي کولو کنټرول له لاسه نه دی ورکړی، خو په دغه مهالوېش کې مذاکراتو لپاره وخت غوښتل شوی، چې باید د امريکايي ځواکونو له وتلو مخکې بشپړ شي.

امریکايي پوځیان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې

سره له دې، چې بین الافغاني مذاکرات د ۲۰۲۰ د مارچ پر ځای شپږ مياشتې وروسته په سپټمبر کې پيل شول، د تړون د نورو برخو ځنډ د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهاوېش هم اغېزمن کړی، د بايډن اداره بايد د دې تړون په اړه د امريکا ملاتړ ترلاسه کړي، په عين حال کې د سولې بهیر د ټولو اجزاؤو د خپلمنځي تړاو د فعالولو لپاره د نړيوالې ټولنې، سيمې او د افغانستان اجماع رامنځته کولو په موخه بايد هڅې وکړي، تر څو د ځواکونو ويستلو لپاره د شپږ مياشتو ځنډ هوکړه ترلاسه کړي، ځکه دا په تړون او کابل اعلان کې راغلي دي، خو امريکايي ځواکونه بايد د دې شپږو مياشتو له تعديل سره د مذاکراتو د پایلو له تړاو پرته ووځي.

په واشنګټن کې په عامه توګه بحثونه د افغانستان پالیسي په اړه پر يوې خبرې منحصر وي، چې هغه د امريکايي ځواکونو وتل دي او ايا ولسمشر بايډن به د مې مياشت تر لومړۍ نېټه د ټولو ځواکونو وتل عملي کړي؟ د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاین پر مهال بايډن ويلي و، دی به خپل ټول جنګي ځواکونه له افغانستانه وباسي او د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره به ډېر لږ شمېر عسکر هلته پاتې کړي، خو دا ډول يو اړخيزه پرېکړه به د دوحې تړون نقض کړي، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره اټومي تړون لغوه کړی و، بايډن بايد هغه په ياد ولري، که داسې وکړي، نو طالبان به له افغان حکومت سره اوربند او سياسي لار نقشې په اړه مذاکرات ودروي، بېرته به جګړې ته مخه کړي او داسې استدلال به وکړي، چې دوی نور د ترهګرۍ د مخنيوي مسؤوليت پر غاړه نه لري.

په دغسې حالاتو کې روښانه خبره ده، چې طالبان به تر پخوا زيات نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي، د افغانستان سولې لپاره  امريکا د تلونکې ادارې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مننه، چې دومره ستر کار يې وکړ، روسيې، چين او پاکستان د دوحې د بهير ملاتړ کړی، په داسې حال کې، چې ایران يې هم مخالفت نه دی کړی. د دې ټولو دريځونو له امله واشنګټن په دې وتوانېد، چې د ځواکونو وتل پيل کړي او دا کار د اسيايي هېوادونو له ملي او سياسي ګټو سره برابر دی او که امريکا دا تړون لغوه کړي، نو د سيمې دغه هېوادونه به د بهرنيو ځواکونو ويستلو په اړه د طالبانو د غوښتنې ملاتړ وکړي.

 

که امريکا د سولې تړون لغوه کړي، نو داسې ښکاري، چې روسيه به يو ځل بيا د افغانستان سولې په اړه د مسکو پروسې ناستې پيل کړي. روسيې د ۲۰۱۶ په ډسمبر کې د مسکو پروسې ناستې پيل کړې وې، چې بالاخره د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې بین الافغاني ډيالوګ پيل شو، چې د طالبانو سربېره د افغانستان ګڼو سياستوالو او ځواک لرونکو په کې ګډون کړی و. د ۲۰۱۹ په مارچ کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي و، چې د زلمي خلیلزاد د سولې هڅو په موخه د مسکو پروسه ځنډوي. د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې، چې زه مسکو ته تللی وم، هلته مې دا معلومات تر لاسه کړي وو، که د دوحې بهير وځنډيږي او يا هم ناکام شي، نو روسيه به يو ځل بيا د مسکو پروسې ناستې پيل کړي. که د مسکو پروسيې ناستې پيل شي، نو طالبان او د ډېری افغان سياستوالو سربېره ډېری ګاونډي هېوادونه به په کې ګډون وکړي. که داسې وشي، نو د واشنګټن پوزيشن به تر اوسني حالته هم کمزوری شي.

د دوحې تړون د بندونو ترمنځ د تړاو کمزوری ميکانیزم

دا دومره ځنډ له دې امله وشو، چې کابل حکومت د پنځو زرو طالب بنديانو د خلاصون لپاره د اضافي ضمانت غوښتنه کوله، د طالبانو غوښتنه بيا دا وه، چې د دوحې تړون کې «مګر په ګډه اعلاميه کې نه» دا مخکې شرط و، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې بايد پنځه زره بنديان خوشې شي. دغه بندیان له افغان حکومت سره وو، نه له امريکا سره او دې کار افغان حکومت او ولس ته دا جواز ورکړی و چې بنديان وځنډوي. بل پلو طالبانو دا ژمنه کړې وه، چې دغه بنديان به له خلاصون وروسته امريکا او د هغې متحدينو ته هېڅ ګواښ نه پېښوي، خو د افغان حکومت په اړه يې داسې کومه ژمنه نه وه کړې. د بنديانو د خلاصون په اړه له افغان حکومت سره د پيل شوي جنجال د حل لپاره پنځه مياشتې وخت تېر شو. طالبان په جايزه توګه دا ويلی شي، چې د بنديانو د خلاصون په اړه واشنګټن د خپلې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلی او افغان حکومت په قانوني توګه دا دعوه کولی شي، چې دوی د دې تړون برخه نه و او نه هم ورته ژمن دي او نه يې هم ګټې په کې خوندي شوي دي.

په دغه تړون کې له طالبانو غوښتنه شوې، چې القاعدې يا کومې بلې ډلې ته به پر امريکا او د هغې پر متحدينو د برید اجازه نه ورکوي، خو په تړون کې دا نه ده روښانه شوې، چې دا بند د تړون له نورو برخو سره څه تړاو لري، په عين حال کې داسې تورونه هم لګول کيږي، چې طالبانو له القاعدې سره اړيکې نه دي پرې کړي، خو طالبان وايي، دوی پر امريکا او پر متحدينو يې د هېڅ برید اجازه نه ده ورکړې او په دغه تړون په ټينګه عمل کوي او واشنګټن به هم د خپلو پوځيانو ويستلو په اړه خپل مسؤوليت ادا کوي. د نورو بنديانو خلاصون او د بنديزونو پورته کولو لپاره په دغه تړون کې هېڅ مهالوېش نه دی ښوولی شوی او همدارنګه د امريکايي پوځيانو د وتلو او د طالبانو له لوري د ترهګرۍ ضد ضمانتونو ترمنځ يو بل سره تړاو او ميکانيزم په اړه په تړون کې وضاحت نه دی شوی.

ځنډ او تاخیر د دې لامل شو، چې له یو بل سره تړاو لرونکي د تړون نور بندونه هم لغوه او باطل کړي. د بین الافغاني خبرو له پيل سره د ۲۰۲۰  اګسټ تر ۲۷ امريکا بايد د سولې او عدالت په موخه د بنديزونو له لېسته د طالب مشرانو د نومونو په لرې کولو هحې پيل کړی وی. همدارنګه بايد د د ۲۰۲۰ د مې تر ۲۹ پورې بايد پر طالبانو د ملګرو ملتونو ټول بنديزونه لرې شوي وای او د پنځو زرو طالب بنديانو له خلاصون وروسته د ۲۰۲۰ کال د جون تر لسمې بايد پاتې ټول بنديان هم خوشې شوي وای.

واشنګټن کولی شي، چې د ځواکونو د ويستلو په موخه په تړون کې د تعديل لپاره يو ځل د شپږ مياشتو بدلون راولي، همدارنګه د طالبانو له لوري د ترهګرۍ ضد ضمانتونو په اړه بحثونه ممکن دي. پر ځای د دې، چې تړون لغوه شي، د عسکرو ويستلو په اړه د وخت تعديل د تړون د عملي کولو پر لور ښه ګام دی. خو د بايډن اداره بايد د دې بدلون او تعديل په اړه نړيواله اجماع رامنځته کړي، مخکې له دې، چې دا خبره له افغان حکومت او يا هم له طالبانو سره ياده کړي.

چين، روسيې، ایران او پاکستان ټولو وخت پر وخت ويلي، دوی له افغانستانه د امريکايي پوځيانو مسؤولانه وتل غواړي، چې د افغانستان سولې او ثبات سره مرسته وکړي. که دغو هېوادونو سره د متحدينو په څېر تعامل وشي، ښايي دوی د امريکا له لوري د وخت د تعديل غوښتنه هم ومني، طالبان هم ښايي په بدله بڼه ځواب ووايي، که د سيمې نور ځواکونه په تړون کې د بدلون ملاتړ وکړي، نو کېدای شي، طالبان يې هم مخالفت و نه کړي.

د تعديل پاليسي عملي کولو لارې چارې

د دې پلان د عملي کولو لپاره لومړی ګام دا دی، چې امريکا د  راتلونکي فبرورۍ په ۱۲مه د ناټو وزيرانو په غونډه کې د خپلو متحدينو باور تر لاسه کړي، واشنګټن کولی شي، د خلیلزاد په لاس په «ټرويکا پلس» ګروپ، چې متحده ايالتونه، روسيه او چين يې غړي دي، او پاکستان هم ورسره کړي او ایران اوس لپاره په دې ګروپ کې له ګډونه نټه کړې ده، که د بايډن اداره بېرته اټومي تړون ته ور وګرځي او پر ایران لګېدلي بنديزونه پورته کړي، ښايي د ایران دريځ کې هم بدلون راشي. که د «ټرويکا پلس» ګروپ غړي هېوادونه د امريکا د دريځ ملاتړ وکړي او دا ټينګار وکړي، چې امریکا به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. په دغه وخت کې قطر هم اغېزناک رول لوبولی شي؛ ځکه چې د طالبانو ډيپلوماټيک ټيم کوربه توب د قطر پر غاړه دی او کولای شي، چې طالبان د دې غوښتنې او دريځ په منلو قانع کړي.

که د سيمې هېوادونه د امريکا دغه دريځ او غوښتنه ونه مني، واشنګټن بايد د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش ته دوام ورکړي او دې سره بايد د افغان سولې لپاره خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي. د دې سربېره که د بايډن اداره د ترهګرۍ ضد ځواکونو په پاتې کولو ټينګار وکړي، نو دا به د طالبانو او په وچه کې د بند هېواد «افغانستان» ګاونډيانو د هوډ او ارادې خلاف وي، چې د جګړې د دوام لامل به شي. د ترهګرۍ د مخنيوي پر ځای به دا کار جګړه نور هم زياته کړي او نړيوالو ترهګرو ته به افغانستان ته د ورتګ زمينه براربه کړي.

که د سیمې هېوادونه د امريکا دا غوښتنه ومني، نو طالبانو، چې له ډېر وخته د نړيوال باور ترلاسه کولو لپاره کومې هڅې کړي، چې مشران يې تر ډېره پاکستان کې دي او ډيپلوماټيک بنسټ يې په قطر کې دی، د دې غوښتنې پر وړاندې به تر ډېره مقاومت ونه شي کړی.

که دا طرحه عملي شي، نو بريالی سياسي حالت به رامنځته شي او د ځواکونو وتلو مسؤولانه چانس به زیات شي، چې دا کار نه يوازې د افغانستان په ګټه دی، بلکې د افغانستان شاوخوا ټولو ګاونډيانو او اسيايي هېوادونو کې به د امريکا د ګټو د خونديتوب لامل هم شي. واشنګټن بايد د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د ۲۵۰۰ پاتې پوځيانو سربېره ژوندۍ ډيپلوماسي هم په کار واچوي او د سيمې اجماع هم بايد له ځان سره ولري. د داعش خلاف کمپاین پر مخ بيول، له ایران سره د تاوتريخوالي کمول، له چين سره د سوداګريزې سيالۍ او د اقليم بدلون په شان موضوعاتو کې امريکا د سيمې هېوادونو ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لري.

بارنيټ روبین: نيويارک پوهنتون کې د نړيوالۍ همکارۍ په مرکز کې د افغانستان د سيمه ييز پروګرام مشر، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي پخوانی سلاکار او همدارنګه افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني استازي مرستيال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x