لیکنېنظــر

د قاتل او مقتول (ظالم او مظلوم) پخلاینه

عبدالغفار سربڼ

ما ویل دا د حق او باطل د مجادلې میدان هغو زړه ورو ځوانو او هوډمنو مبارزینو ته خالي کړم چې په سرونو کې یې د خپلواکۍ شور له مانه زورور دی او زه د دوی له پوهنیزو او زبر دستو تحلیلونو نه ګټه واخلم ځکه د دوی خبرې او سپيناوی له ژور درد او زغم نه سرچېنه اخلي، خو کله کله بې انصافي دومره ستره شي چې کاڼي او بوټې هم ژبه پيدا کړي او په چېغو شي. نو بیا مې د دغو کرښو د لیکلو جرئت ځانته ورکړ.

څلویښتو نه زیات کلونه وشول چې دغه وچه په ظالم او مظلوم قاتل او مقتول د قدرت تږی وږی ټولګی او ولس ویشل شوی دی.

دا ویش هغه وخت بیخي راجوت شو چې د بهرني روسي طاغوت په لمسون په توره شپه کې چارواکي له کورنۍ سره په قتل ورسول شول او واک غصب او افغان ولس یرغمل شو، باغي، ناپوهه خونګرمه ځوانان تېرايستل شول، بغاوت د یوه مستبدې نیمه مشروع او غیر مسوول نظام په خلاف وشو خو دا عمل د ملي ګټو د احیاء او عدالت په موخه نه وو شوی بلکه د روسي اجنډا له مخې شوی وو.
د قتل او ظلم لړۍ تر دا نن ورځ دوام لري، مظلوم او مقتول ولس د خپلو وینو په بدل کې هره شیبه هڅه کوي چې خپل حق د خپلواکۍ او واکدارۍ حق بیرته لاس ته راوړي. اوله پلا د روس او د هغه د مزدورانو په لاس ډلې ډلې ووژل شول بیا اوس شل کاله د ناټو او د هغو د اجیرانو په مټ د مرګ کندې ته غورځول کېږي.

د ولس د وژنې مخنیوی فقط د جد او جهد په قوت ممکنه ده، که د ننګیالیو سرښندونکو فداکاري نه وای دا نسل وژنه به څو ځلې زیاته وای. ننګیالیو یرغلګرو په نښه کوي او یرغلګر ملکي مظلوم ولس په بمونو وژل. دا احصایه به هلته برملا شي کله چې سوله راشي.
ساده محاسبه ده چاچې یرغل کړی او د یرغلګر په مرسته واکداري غواړي ظالم او قاتل دی که هغه څوک چې خپل کور ساتي. خیر دا خو د انکار وړ ځکه نه ده چې اوس خو د غرب مطبوعات پخپله په ظلم او تیري اقرار لری.

زما دا خبرې د پخلاینې په هکله دي. هغه چې یرغل کړی په وتلو کې دي اوس خبره د یرغلګرو د مرستندویانو او د ولس په مینځ کې باید یوې فیصلې ته ورسیږي. قاتلان او د دوی معاونين. قاتلانو پس له شلو کلونو دا ومنله چې تیری به ختموي.
په قطر کې د دوحې په توافق لیک کې دا ضمني څرګنده شوه چې یرغل به پای ته رسېږی. د خبرو کولو او د جګړې بدیل هماغه د تیرې منل او د وتلو عهد دی. دلته هم اسانه فورمول دی. جګړه به هلته ختمیږي چې علت ورک شي. علت یرغل دی او اشغال. یعنې د جګړې له ختمیدو سره بیا د نورو معادلو او معاملو میدان جوړیدلی شي.

خو هغه مرستندویه ډله چې کله په یوه څيره او کله په بل هیکل کله د سره روسي مذهب او بیا کله د غربي ديموکراسۍ په بڼه د پردیو د پوځونو په مرسته واک غصب کړی دی هم هغه وخت د خبرو لپاره تیاریدلی شي کله چې دا ومني چې دوی بغاوت کړی.

ناتو دا ومنله چې د افغانستان چارې افغانانو ته وروسپارل شي. د شخړې له پاره نور کوم دلیل نه پاتې کیږي که دا تعهد عملي شي. همدارنګه خبرې اترې له بغاوت کوونکو کودتا کوونکو د بهرنیو په مټو قدرت غوښتونکو او د روس او د ناتو د اجیرو ډلو سره هلته یوه توافق او جوړ جاړي ته رسیدلی شي چې دا لاندې ستونزې د دغو ډلو له طرفه لرې شي او پر هغو له ولس سره موافقې ته ورسیږي.

اول .دوی د ترقۍ د سپیڅلي نوم په پلمه ۱۳۵۷ کال کې واکدارۍ په دسایسو د فوځي کودتا په زور غصب او ولوټله. دا جرم باید د هر افغان له خوا د بغاوت او ملي جرم او خیانت په توګه ومنل شي.

دوم. له کودتا وروسته هغه ولس وژنه او استبداد او ظلم هم باید د ملي خیانت تر نامه وپیژندل شي.

دریم. د هغې ایډيالوژۍ پيروان چې د هغې په وسیله هڅه وشوه چې دیني، ثقافتي او ملي ارزښتونه وځپل شي او روسي پردي ارزښتونه د هغو پرځای په زور وتپل شي د یوې ملي دیني او انساني ضد ډلې په توګه وپېژندل شي تر څو راتلونکي نسلونه د دغسې انسان دښمنو افکارو ښکار نه شي.
(د کمونیزم د قربانیانو شمېر په افغانستان کې ۷۰ زره کلي یو نیم ميلیون شهید یو ميلیون دو سوه زره زخمیان)د م.م. احصایه اصلاً يې شمیره لوړه ده.

څلورم. دغه بغاوت باید په ملي اتفاق او اجماع سره د ناورین علت العلل په توګه ومنل شي او متفقاً محکوم او مردود وګڼل شي. په دې باید اتفاق وشي چې هیڅ یو دیني ضد، ملي ضد، بهرنۍ نسخه د ارزښت په توګه ونه کارول شي.

پنځم.کله چې بیا روسان د مسلمان ولس په مټ وویستل شول هغو ۱۵ ګونو د ولس د تفرقې په موخه جوړو شویو تنظیمونو د غاصبو افسرانو سره څنګ په څنګ د ولس د وېش لپاره د قدرت په سر د بهرنیانو د اجنډا په موخه ذات البیني جنګونه او وژنه پيل کړه. نو دا کړنې باید په محکم هوډ او متفقانه د یو ملي خیانت په بڼه ورټل شي او څوک چې د واک لپاره قومپالنه او تجزیه غوښتنه او فدرالیزم ځان ته منهج او تګلارې مني د افغانستان د لوړو اسلامي او ملي ګټو مخالف په توګه د دې هیواد د اتباعو له حقوقو نه محروم ومنل شي. دا یو ستر او مهم اتفاق دی. که پر دې خبرې سره جمع نه شي سیاسي ثبات او ملي حاکمیت ته خطر متوجه دی لکه چې همدا اوس هم ملي حاکمیت د قومي ټیکه دارانو په منګولو کې پاشپاش دي.

شپږم. ټول هغه تلاشونه چې افغانستان د یوه ناپيېلي په نظامي پيمانونو کې د نا شامله افغانستان په یوه تړلي او وابسته او مجبور هیواد بدلول غواړي، باید چې ملي اسلامي ضد وپيژندل شي.

دا هیواد د هیڅ یو بل ګاونډي یا لرې هیواد په خلاف یا ګټه له بل هیواد سره په سیاسي او نظامي برخه کې متعاهده نه شي او ملګرتیا ونکړي. ځکه له وږي لیوه سره په ښکار تلل کله هم د سر په بیه ختمیدلی شي.
زمونږ هیواد کې ناورین ځکه روان دی چې هر بل هیواد دا ویره لري چې افغانستان به د بل په ګټه د دوی په خلاف وکارول شي.نو ځکه دلته خپل اجیران لټوي. افغانستان د بېطرفۍ له مسیر نه هماغه د ثور له کودتا نه ووت او دا نن چې جنګ نه تمامیږي همدا مهم علت دی.

اووم: د امارت اسلامي له راتګ نه مخکې د ذات البیني جګړو په عللو کې دا مهم لامل وو، خو کله چې امارت حاکم شو بیا دا امید پيدا شو چې هیواد اصلي مسیر کې روان شي خو څرنګه چې جوته ده ملي ضد او جدايي غوښتونکو او په قدرت مینو او اجیرو ډلو د بهرنیانو په قوماندې او مدیریت بیا افغانستان له ناپييلتوب له لارې وویست او هیواد د شلو وینه بهېیدونکو کلونو له پاره د ناټو یرغمل وګرځید او هماغه ډلې چې د وطن ورانی او تجزيې ته يې ملا تړلې وه پر قدرت تکیه ووهله او ټول هیواد يې له حضیرو او قبرونو ډک کړ. دغه د وطن اوږده غمیزه د پوره غور وړ ده.

له جزيېاتو که تیر شو چې څرنګه د رباني مسعود دوستم له خوا د امارت په لنډه واکدارۍ کې په لسهاوو د غربي پوځي او پارلماني دروازې وټکول شوې او له ناټو او امریکا له طالبانو د جبري راپرځولو وړاندیزونه وشول او بیا اصلي برخې ته ځير شو نو:
کله چې میدان شغالي وو او امریکې هاغه پخوانی د ۸۰ کلونو ارمان ته مخه کړه او هغه د منځني اسیا منابعو ته رسیدل وو ډیره په وارخطيې يې د عملي کولو تکل وکړ. ډیرې د پورتنیو ډلو بهرني بادارانو دوی ته دا مشوره ورکړه چې ناټو فیصله کړې

چې نه روس، نه چېن، نه پاکستان او ایران، هیڅ هیواد په داسې حال کې نه دی چې د امریکې د یرغل او شتون مخه په افغانستان کې ونیسي او پوهیدل چې یواځینۍ وچه چې د امریکې له مستقیمې ادارې لرې پاتې ده، د طالبانو د امارت خاوره ده نو د القاعده د ځپلو بهانه هم تیاره ده نو که واک او ښې ډیرې پيسې غواړئ له امریکې سره اړخ تر اړخ د طالبانو پر ضد وجنګیږئ هم به خرما وګټئ او هم به ثواب یعنې واک. نو له پرچمي او خلقي بیا تر سیاف شیخ الحدیث المفتي الناټو او دوستم او نظار شورا او شعله يي او سازايي او اوغان ملتي؛ هر خېل خلک او ډلې په ډیره بیړه د خوش خدمتۍ دستمال تر ملا وتړلو او د هر طالب او ملا او ږیره ور د ځپلو او بندي کولو کاروبار او وژنه يې پيل کړه.
دغه ماموریت چې دوی يې تر دا ننه د طالب په خلاف کوي کرار کرار تر دې حده ورسید چې ولس ټول طالب شو. ملکي خلک په کلیو کې پاتې نه شول. هغه چې جهاد غوره کړ له امارت سره مله شول نورو خلکو عملاً د امارت پټ پوځ وګرځید.
نن ورځ حتی دننه په ادارې کې د طالب نفوذي، اطلاعاتي سرتېری شتون لري.
نو دا دلیل و چې یرغلګره جباره او کبرجنه مجموعه ناټو امریکا او ۵۲ مختلف هیوادونه له ویرې مجبوره شول چې د جنګ په بدیل فکر وکړي او بله لار ولټوي. دا دی اوس موده وشوه چې د ابرو د ساتلو په بدل کې یرغل ته خاتمه ورکوي او ددې وطن چارو کې مخامخه لاسوهنه پای ته رسوي.
په دی توګه دوه خبرې دلته جبراً باید کیدونکې شي:
اول: پس له ۴۵ کلونو بهرني لاسوهنه له هرې خوا چې وي باید ختمه شي.
دوهم: له بغاوتګرو او د واک له غاصبینو نه چې په چور کې يې د بهرني نظامي مداخلې په نتیجه کې واک یرغمل کړی وو بېرته متعهدو، ذکي او متقي او مستحقو او مسوولو او ښایسته چارواکو ته د واک لیږدول.
دا تفصیل او انځور چې پورته وړاندی شو د تاریخ انکار نه مننونکې پاڼې دي، که دلته له هغې انکار وشي د هغو هیوادونو په تاریخ کې به دا تر قیامته ثبت او درج وی چې دلته يې تیری، یرغل او ظلم کړی.
نن سبا د غرب په ښارونو کې داسې خلکو سره مخامخ کیږي چې یا افغاستان کې زخمي شوی یا روغ راوتلی یا يې کوم خپلوان له دغه مجازي دوزخ نه خبر شوی او یا سخت روحي، رواني ناروغي لري.

نو دغه برخه به د دوحې بین الافغاني خبرو کې شاید د ارګ د هیئت له خوا انکار او نادیده وانګیرل شي خو الله، دنیا او خلک او یرغلګر له هغه خبر دي. دوی که هره بهانه جوړه کړې چې فلانی رهبر قتل شو او د شمالي باغونو انګور تاکونه تباه شول ځکه دوی د ناټو په مرسته طالب سره وجنګیدل او د یرغلګرو اجیران شول او د څه د پاسه یو ميلیون وژنو سلهاوو زره زخمیانو او د يو نيم ميلیون مهاجرتونو سبب وګرځیدل, خو که هر دلیل راولي د ملي خیانت تور او جرم ته برأت نه شي ورکولی.
کاشکې دوی له طالب سره خپلې جګړې ته په نره دوام ورکړای وای خو نه د وطن د پلورلو په بیه. دا نن چې نن دې دوی په سر تنبګۍ دا نه مني چې یرغل ته یرغل ووايي، اشغال ته اشغال او تر دا اوسه کله له هند او ایران و پاکستان نه د مرستې غوښتنه کوي او کله له ناټو او امریکا د پاتې کیدو هیله او تمه کوي. او له دې نه لا بدتره چې له څو مخي بلواکي غني سره همغږي او ملګرتیا کوي. دوی خپل ټول واک غني او … ته ورسپارلی دی. دوی جهاد، اسلام او ملي ارزښتونه ټول د واک نه جار کړي، کټ مټ لکه غني.

اوس پوښتنه دا ده د دغو دوو اړخونو تر مینځ یو ظالم بل مظلوم خبرې اترې څه وخت یوې پایلې ته رسیدلی شي. د امریکا او د امارت د خبرې نتیجه هلته پایلې ته ورسیده چې ظالم قاتل دا ومنله چې تیری شوی او تیري ته دوام نه ورکول غواړي. هلته د پخلاینې لپاره اړتیا هم نه وه ځکه د هر چا دې په مخه ښه وي کله چې توافق عملي شي.

خو د افغانانو تر مینځ خبرې هلته قطعي نتیجه ورکوي چې اخر کې پخلاینه راشي بیا همدا وطن د دواړو خواو دی او کورونه نه شي بیلیدلی خو که ظالم افغان، قاتل افغان هغه چې شل کاله يې بمبارد یا کړی یايې لار ښوونه کړې، چاپې يې وهلي، د دوه سوه زرو بندیانولو کې مرستندوی وو، د سلهاوو زرو وګړو د وینو لکۍ او څاڅکي لا پرلاسونو او لمنو لیدل کیږي پر خپل ظلم اصرار وکړي او هغه عدل وګڼي او د تیري اقرار ونکړي بیا خو سخته ده چې پخلاینه راشي. جنګ بندي اور بند ننواتې او سوله او پخلاینه یو قیمت لري هغه پر ظلم او ناحقې وژنې اقرار او د مظلوم له خوا د عفو او بخشش اقدام.

زه له دانسته او پوهانو دا پوښتنه لرم چې که تیري کوونکي چې نړۍ يې ویني او پیژني خپل تیری ونه مني او مظلوم د هغه د اقرار نه وروسته د لا زیاتې وینې تويېدنې مخنیوي لپاره بخشش ونه کړي دا به څه رنګه توافق ته لاره هواره شي.
غني خو هسې یو لجبازه مسخره دی چې د لجاجت غوټه يې له جهالت سره غوټه شوی کور ګره. دده لجاجت تر هغو وي چې امریکا يې غوږ تاو کړي.
خو نورو افغانانو ته چې دوحه کې له طالبانو سره ناست دي دا معصومانه وړاندیز لرم چې هغه کار چې په زور او پس له ډیرو نورو تاوتریخوالو پر تاسو باندې جبري کیدونکی دی خیر دی د تجربې له مخې نه د لجاجت او سرتنبګي له امله په سر کې وکړي.
تر څو ستاسو ابرو هم ظاهراً تويې نه شي تاسو خپله هم دننه وجداني غږ لرئ چې تاسو ته دا وايي چې دلته تاسو یا تیری کړی یا له تیري کونکو سره ملګري وئ، نو تیری به مني او الله رحمن او رحیم دی او د افغانستان خلک او ولسونه ډیر رحم زړي انسانان دي.
دوی تاسو ته عفو کوي که فقط پر خپلو کړو پښيماني څرګنده کړئ. الله به ستاسو نه راضي شي او ډېر نور ژوندونونه به وژغورل شی.

اخری خبره:
په دغو کوښښونو نه غني، نه تاسې وطنوال چې د کابل نه تللي یاست او نه پروني کیڼ اړخي غاصب واکداران او نه روس او ناټو له تاریخي مسولیت نه خلاصیدلی شي. خیانت، جرم، ظلم او وژنه د دعوا په وکیلانو برأت ته نه رسیږي . د الله محاسبه لا پر ځای ده، نو دا باطل کوښښ به ستاسو کوم درد دوا کړي؟.

هدایت د الله ستر نعمت دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

الله تعالی مو په ګوتو او قلم ٗ برکتونه اضافه کړې۔

الحاج استاذ بیانزی

سربڼ صاحب ، مننه ، ښه ټکو ته مو پکی ګوټه نیولی زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه: تاسی د قاتل مقتول او ظالم مظلوم د روغی جوړی مثال ورکړی مطلب مو دا چه دا ممکنه نه ده. نه پرون ممکنه شو ، نه نن امکان لری او نه به صبا او بل صبا ته ، تاسی یی په اړه نام خدا ډیره اوږده لیکنه لیکلی تر ډیره می ولوستله اخر ستړی شوم مګر پوهیدلم چه د نا لوستلی برخی هدف به تر لوستلی برخی سره ډیر توپیر ونه لری او ډیر یی زمونږ د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x