افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني «تروریزم» سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه د هند د ملي امنیت شورا له سلاکار سره غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د هند د ملي امنیت شورا له سلاکار «اجیت دوول» سره په ارګ کې لیدلي او د افغان سولې پروسې او په هیواد کې د روانې جګړې په اړه  د ګډو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د افغان سولې پروسې، له «تروریزم» سره د مبارزې او د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع په اړه خبرې شوې دي.

خبرپاڼه کې د غني له قوله ویل شوي، چې افغانستان له نړیوال تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دی او په خبره یې، هند او افغانستان له ناټو او امریکا سره د ګډې همکارۍ له لارې کولای شي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بریا ته ورسېږي.

په دې لیدنه کې د هند د ملي امنیت شورا سلاکار د خپل هیواد له اړخه غني ته ډاډ ورکړی او د ګډو همکاریو په اړه یې د خبرو د دوام هیله څرګنده کړې ده.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر «جي شنکر» له «حنیف اتمر» سره تلیفوني خبرې کړې وې او د یو شمېر خبري سرچینو په حواله، نوموړي ته یې ډاډ ورکړی وو که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي هند به له حکومت سره خپلې نظامي مرستې زیاتې کړي او د حکومت ملا به وتړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x