افغانستانسولې اړوند خبرونه

دانش: نظام نه بدلېږي، مؤقت حکومت ته اړتیا نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او داسې ګنګوسې هم شته چې ښايي واک د اشرف غني له حکومت  څخه بل سیاسي ادرس ته ولېږل شي؛ د اشرف غني دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، د اوس لپاره د مؤقت حکومت اړتیا نشته.

دانش نن په کابل کې یوې ناستې ته  د وینا په مهال ویلي، چې مؤقت حکومت د نظام د پاشل کېدو په معنا دی او دا چې اوسنی نظام په خپل ځای پاتېږي؛ نو ځکه اړتیا نشته چې د سولې په پایله کې دې لنډ مهالی حکومت رامنځته شي.

دده په خبره « موږ په یوې داسې مرحلې کې نه یوو چې سولې ته د رسېدو لپاره لنډمهالی یا موقت حکومت جوړ کړو. نه کومه کودتا یا هم انقلاب شوی، نه د افغانستان اوسنی حکومت د کومې جګړې یا بلې ستونزې له کبله پاشل شوی دی، نه د افغانستان اساسي قانون لغوه شوی دی او نه موږ اوس‌مهال له یوه نظام څخه بل نظام ته د تلو په حال کې یوو.»

دانش ددې تر څنګ له هغو خلګو چې د جمهوریت تر چتر لاندې دي؛ وغوښتل چې د مؤقت حکومت غوښتنه تکرار نکړي او له نظام او شل کلنو لاسته راوړنو د ساتنې په موخه له جمهوریت ملاتړ وکړي.

د دانش له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې روانې دي او داسې راپورونه شته چې ګواکي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د مؤقت حکومت له پیغام سره کابل ته راغلی دی.

ویل کېږي، اشرف غني له دې ویرې چې خلیلزاد ورسره د لنډ مهالي حکومت طرحه مطرح نکړي؛ له نوموړي سره له لیدو ډډه کړې.

ورته مهال په کابل کې د امریکا سفارت وایي، دوی د لنډمهالي حکومت پلویتوب نه کوي او د سولې پایله باید د افغانانو هیلې منعکسې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

دا # دی په قدرت کی وی دوی ته سه دی افغان مظلوم ولس کراونو او دردونه معلوم دی دوی خپل شهوتونه قتلونه جنسئ تجاوزونه دی سی کوی! دا # به داسئ افغانستان پریژدی لکه سنگه چی د دوی نیکونو پریش وو

مجاهدد

د د ی بی دانشه په اړه خو می ګوتی او قلم شرمیږی چه حه ووایم یا څه ولیکم په ویلو او په لیکلو یا وخت ضایع کولو نه ارزی خو بیا به هم څه ولیکم چه د غلامی اداری د جمهوری ریاست دوهم غلام خوشاله شی . دانش لکه نړیوال قاضی فتوی ورکوی [ چه د موقتی حکومت په رامنځته کولو نظام پاشل کیږی د موقت حکومت اړه نشته ] لمړی، کوم نظام، د اشغالګرو له خوا د راوړل شوو فاحشو نظام، نظام خو هغه ته چه هلته عدالت او امنیت وی بی دانش سرور په ارګ ځان خوندی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x