افغانستان

امریکا: ایران د القاعده ډلې لپاره دوهم افغانستان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» ایران تورن کړی چې له القاعده ډلې ملاتړ کوي او د افغانستان په څېر یې هلته د یادې ډلې مرکزونه فعال ساتلي.

د بي بي سي د راپور په اساس، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په واشنګټن کې يوې ناستې ته ویلي، چې القاعده ډلې په افغانستان کې په غرونو کې ژوند کاوه؛ خو ایراني ځواکونو په خپلو امنیتي ځایونو کې هغوی ځای کړي او بشپړ ملاتړ ترې کوي.

د پمپیو په خبره، له القاعده ډلې څخه د ایران ملاتړ د سیمې او د امریکا د متحده ایالاتو امنیت ته جدي ګواښونه پېښوي.

د امریکا پورتنی موقف داسې مهال دی، چې څه موده وړاندې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې د القاعده ډلې دوهم ستر مشر «عبدالله المصري» په ایران کې د اسرائیلي څارګرې شبکې له لوري د «امریکا» په غوښتنه ترور کړل شوی.

که څه هم امریکا او ایران هماغه مهال ددې خبر په اړه څه ونه وویل؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله تازه وینا کې منلې، چې المصري د تېر میلادي کال د اګست د میاشتې په اوومه نېټه ایران کې وژل شوی.

پمپیو په تهران کې د المصري وژل کېدل له القاعده څخه د ایران د ملاتړ څرګنده نښه بولي او په خبره يې د «المصري وژل کېدل ددې څرګندونه کوي، چې د القاعده نوی کور او نوي مرکزونه چېرې دي.»

ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا د امریکا پورتني تورونه رد کړي او یاد هیواد یې تورن کړی چې په «درواغو» اسناد برابروي او د بې اساسه ادعاوو له لارې غواړي پر ایران فشار واچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

شکر چه ایران په هغه عذاب سره مخ شو چه مونژ افغانان یی و سره اخته کری وو

الحاج استاذ بیانزی

په ډی اړه خو مونږ په بل کوم ځای کی هم ارزونه کړی هماغه به دلته هم رانقل کړم : د پمپیو یا په ټوله کی د امریکا دا خبره له څو اړخونو ارزول کیدی شی. لمړی : موږ او تاسی او امریکا ټول په دی پوهیږو چه ایران کی اخوندی رژیم د همدی امریکا او اروپا په وزرو د اسلامی امت د تباهی د پاره ایران کی په پښو دریدلی. د اهل تسننن القاعدی سره دومره امریکا او اروپا دشمنی نه لری لکه څومره چه یی ورسره د ایران اخوندان لری څرنګه ممکنه دی چه ایران ورسره تر اوسه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x