Dr. Abdullah

ګل مرجان به اوس څه کوي ….؟!

 هغه ورځ مې د فیسبوک پرپاڼه یوټکی ترسترګوسو چې لیکلی یی و: (د دې میاشتې ترټولو بده او پریشانوونکي خبره دا وه چې چا به وپوښتل: ټولټاکني څنګه سوي؟) دا خبره ماته خورا دلچسپه او هیښوونکې څرګنده سوه چې ولي دا زموږ د خلکو لپاره د میاشتي یو خسته کن خبر وګڼل سو ؟  ځکه مې په ذهن کې دا څو ټکي راوګرځیدل او هغه له تاسو سره شریک کول غواړم .   انتخابات ښه دي ، که بد ؟  اجتماعي ستونزي حل کوي ، یا ئې رامنځ ته کوي ؟ اقتصاد غښتلی کوي یا افلاس ؟   ټولنیزعدالت تامینوي یا ظلم او ناانصافي ؟ ټولني ته ثبات راوړي یا انارشیزم ؟ دا هرڅه چې دی ؛ دا یوه بیله عمیقه مسئله ده ، دا ان د تهذیبونو ترمنځ د یو خط فاصل بڼه لري ، دا اړخ به یې پرځای پریږدو ، رابه شو دې ته چې آیا زموږ په هیواد کې اوسنۍ ناندریزي میډیایي ټاکني به زموږ د خوار ملت ناکام برخلیک ته کومه نیکمرغي ور وبښي کنه ؟! زه خو ګمان کوم ، نه…!! دلیل یې یو نه ، بلکي یاو دوا شل دي : ترټول غوښن دلیل دا دی چې وایی : (کور مې خپل واک یې د بل) ، د اشغالګرو په حضور کې به د ملت خپله رایه څنګه وچلیږي هغوی چې څه غواړي ، څوک غواړي ، اقتدار ته نشی رسیدلی بلکي هغه څوک به واکمن کیږي چې د پردیوګټو ته ژمن وي . همدا لامل دی چې ۱۳کاله د اشغال پوره کیږی ، د جګړې اور لا هم لمبي وهی سره له دې چې دا ډول ډرامئیزی ټولټاکني څوڅو ځله ترسره شوي . خبره همغسی زړه په زړه وي . که دا د ملت خوښه وای نو ملت خو پخپل کور کې جګړه نه غواړي او نه ټاکني د جګړي لپاره کوي . ښکاره خبره ده چې په دا ډول حالاتو کې انتخابات د  یرغلګرو ځواکونو د هغو برنامو یوه برخه وي چې تر دا ډول پوښونو لاندي طرح او عملي کیږي . د برمته ولسونو، د مظلومو او محکومو ملتونو پر برخلیک باندي د ښیرازۍ کوم اغیز نشی لرلای .
دویم داچې آیا د یو هیواد په دوو درو لویو ښارونو کې رایه اچونه هم په نړۍ کې یو اصولي دود دی ؟! د نړیوالو نورمونو سره سمون لري ؟! دا ډول رایه اچونه د یو ملت حقوق تامینولای سی ؟!  نه هیڅکله نه . که داسی وي نو امریکایان او اروپایان دي هم پخپلو هیوادونو کې په څو محدودو ښارونو او څو حلقو کې انتخابات قانوني وګرځوي !!  په افغانستان کې خو له کابل او څو نورو لویوبازارونو نه پرته په هیڅ ځای کې رایه اچونه یا خو نه وه او یا د نیشت برابره وه .
درېیم داچي تقلب او درغلۍ خو دومره وي چې څارونکي خو پریږده بلکي عام وګړي ټول د دې شاهدان وو ، هرڅه خلکو په خپلو سترګو لیدل . پرټولنیزه میډیا یی ډیري بیلګي شته .
څلورم داچې د پردیو خصوصا د امریکا مداخلي هم حتمي او طبعي خبره ده څوک پري د اعتراض کولو وړتیا هم نلری ، دا دی اوس هغو مداخلو سر راپورته کړ څرګنده سوه چې سپین په تور ، تور په سپین ، کامیاب په ناکام ، ناکام په کامیاب بدلوی. د اوباما او جانکیری زیږه پیغامونه د دې مداخلې او د دوی د عزایمو ښه غمازي کوي .
په هرصورت زما په ګمان دا ډول ټولټاکني به د پردیو دسیسه او یوه دوکه وي ، زموږ د ولس به هیڅ درد پټۍ نکړای سی . یوازي دومره ده چې پردا ډول نمایشي پدیدو باندي ملی بودیجه ضایعه کیږي . د میډیا په ډیرو پوچو او له حقیقته لیری نارو سورو باندي د افغانانو اعصاب ستړي سول ، نه پوهیږي چې منتخب څوک دی او منتصب څوک ؟  انتخاب دچا حق دی او انتصاب د چا په واک کې ؟
له همدې ځایه ده چې د نن ټکی آسیا د سینیر لیکوال او کالم لیکونکي ذاکرجلالي پرفیسبوک پاڼه لیکل شوي وو :  ( د میاشتي ترټولو خسته کن ټکی دا وو ، چې چا به وپوښتل : انتخابات څنګه سو ؟ ) ممکن د نوموړي په ذهن کې هم پورتنی دلیل وي چې دې ډول ټولټاکنو خو د افغانانو قیمتي وخت ، دماغ او پیسې وخوړلي نوره هیڅ ګټه به ونه مومي .
وروستۍ خبره داچې :  د میاشتي له دې پریشانوونکي پوښتني که څوک هرڅومره خسته سوي وي ، خو د ګل مرجان لپاره به د ټوپک ترګذار کم نه وي . خصوصا د نتایجو تراعلانیدو وروسته خو به هرو مرو بیهوښه کیږی .
ګلمرجان او د ده پلویانو د پایلو تر اعلان وړاندي ډېر نظامي او غیردیموکراتیک اعلانونه وکړل چې دا به وکړي … هغه به وکړي  او ډېر څه به وکړي ، د بیلګي په توګه عبدالله وویل : تردید او تقبیح یې کوم ، هیڅکله یی نه منم ، عطامحمد نور وویل : د موازي حکومت جوړولو لار راته برابره سوه ، یو بل ویاند یی ویل : د اشرفغنی د بریا اعلان د کودتا معنی لري موږ به کودتا ته سر ټیټ نکړو . ډب و اخ ، لاریونونه ، تظاهرات د خلکو وهل ټکول او داسی نور… ډیرڅه ترسره شول .  خو د جانکیري د وروستي زیږه خبرداري سره او ورپسي د اوباما له تهدید سره چې ویل یې : هیڅ ډول زورزیاتي او غیرقانوني حرکت ته به اجازه ورنکړو، ګویا هرڅوک دي له خپلي کمبلي سره پښي غزوي . دې درنو اخطارونو د ټولو په بدن کې وینه یخه کړه . له هرڅه نه تیر سول عبدالله عبدالله فقط دومره وویل چې جانکیري را روان دی ټولي شخړي به حل و فصل کړي .
نو ګلمرجان به اوس څه کوي …..؟؟!
پای

موسی فرهاد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

فرهاد صيب

تاسو ته سلامونه او احترامات

د دې مياشتې د همدې خسته کن پوښتنې لنډ او مناسب جواب دا دي چې ووايو:

پوښتنه: انتخابات څنګه شول؟

جواب: کيري شول!