
اسماعیل خان: له مؤقت حکومت پرته طالبانو سره جوړ جاړی امکان نه لري
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ملي پخلاینې عالي شورا غړی او د هرات ولایت پخوانی جهادي قومندان محمداسماعیل خان وايي، د مؤقت حکومت له جوړېدو پرته طالبانو سره د جوړ جاړي بله حل لاره شتون نه لري.
اسماعیل خان دا څرګندونې نن ماسپښین په هرات ښار کې د خپل استوګنځي دننه خپلو یو شمېر پلویانو ته کړي او په حکومت یې تور پورې کړی چې د سولې خبرو د بریا لپاره هیڅ راز هلې ځلې نه کوي، بلکې ټولې هڅې یې دادي ترڅو خپله څلور کلنه دوره پوره کړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا دغه غړی طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره د مؤقت حکومت تشکیل د یوازینۍ حل لارې په توګه پيژني او په خبره یې زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل وروستي سفر جریان کې له سیاسي مشرانو او د کابل حکومت چارواکو سره د غونډو پرمهال درې حل لارې وړاندې کړې دي.
هغه وايي: «طالبانو په یو مخیز ډول د حکومت سپارل، اوسني حکومت سره د طالبانو یوځای کېدل» د خلیلزاد له درې ګونو طرحو څخه دي، چې په خبره یې دده په شمول یو شمېر نورو سیاسي مشرانو او کابل حکومت طالبانو ته د واک سپارلو سره مخالفت ښودلی او طالبان هم د کابل حکومت سره یوځای کېدل نه غواړي.
اسماعیل خان ټینګار کوي د پورته دوه طرحو د نه منلو په صورت کې مؤقت حکومت یوازینۍ حللاره ده چې د کابل حکومت یې باید ومني.
د هغه په خبره د مؤقت حکومت په جوړښت کې به یوازې ولسمشر او دواړه مرستیالان یې بدلیږي، نور بدلون ښايي رانه شي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې د ویرې او ترهې خپرولو له لارې غواړي اوسنی نظام وپرځوي، کوم کار چې دده په اند زیان به یې د افغانستان ترڅنګ پاکستان ته هم ورسیږي.
اسماعیل خان یوځل بیا په اشرف غني نیوکه له دې امله نیوکه وکړ، چې ښارونه او ولایات د طالبانو لخوا محاصره دي او غني د خپل واک ټینګښت په خاطر ډلبازي کوي.
نوموړي له اشرف غني وغوښتل چې د یو څو کسانو د جلب پرځای دې د هېواد له سترو سیاسي مشرانو سره جوړجاړي ته ورسیږي.
د ملي پخلاینې عالي شورا غړی او د هرات پخوانی والي محمداسماعیل خان په داسې مهال هېواد کې د مؤقت حکومت راتګ یوه اشد ضروررت بولي، چې کابل کې د امریکا سفارت هغه آوازې رد کړې چې ګواکې هېواد یې په افغانستان کې له مؤقت حکومت څخه ملاتړ کوي.
لمړی دا خبره، چه اسمعیل ځان یو جهادی قوماندان ځکه وو چه حربی پوهنځی یی لوستی وو تر جګړنۍ رسیدلی وو د کمونستانو په ضد د مجاهدینو سره ملګری شو، دا یی د ستاینی وړ خبره وه پاکستان ته تللو ګوندونو کوم عقیدوی توپیر نه درلود، د سمت، ژبی، سمتونو، قومونو او راشنو په واسطه یی خلک په شاوخوا راټول شوی وو. اسمعیل خان د جمیعت سره قوماندان پاتی شوی وو چه فارسی ژبی او د ایرانی ستم لاندی د ستمی ربانی او مسعود سره یی ګره خوړلی وه. له پورته یادونی می هدف دا وو چه اسمعیل خان بیچاره… نور لوستل »
نور به څه ولیکې بیانزی صیب. قلم دی برابر کړ بی عفتی یی لا پسی څه وی. نه دی حکمتیار پریښود نه ربانی او نه هم مسعود. خدای مکړه چی اوس پر ما حمله ونکړې.
دغه خلک چی د موقت حکومت ناری سوری وهی، دوی غواړی چی خپل ناوړه او ناجایزه اعمالو ته پرده ورکړی او هم فکر کوی چی په موقت حکومت کی به ورته برخه هم پر نصیب شی. الله دی داسی یو حکومت راولی چی له ټولو سره تصفیه وشی او حق په حقدار ورسی. والسلام
سماعیل خان حقیقت وایی طالبان علم نلری نه له قرآنکریمه چه دین دۍخبردی I S I چه دانګریزانودخواهدایت کیږی داسی یودبیعلموسازمان یی دافغانستان دخرابۍ دپاره وسنجاوۍ چه نه خپله پوهیږی نه دبل دامنی اویومنظم سازمان دۍ اوهم یی دپاکستان دپاره جمعیت علمای اسلام اوجمعیت اسلامی عین طالبان دی نه له قرآنکریمه خبر دی نه یی تعلیم کړۍ دۍ چه دهمیشه داپاره دابیعلمه منظمی ټولۍ وی داملکونه به په هیڅ صورت طرقۍ ونکی نه په دین کی نه اقتصادی طور.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
عبدالواحد صیب: چی لیکنه کوې نو فاصله په نظر کی نیسه. پس له هری کلمی فاصله ورکوه چی کلمات له یو بل سره وننښلول شی یعنی کلمات یو بل سره سرښ نشی. مثلآ: په لومړی کرښه کیدی وګوره (… دانګریزانودخواهدایت) دا باید داسی ولیکی: د انګریزانو د خوا هدایت. ولی تا دا ټولی کلمی یو بل سره نښلولی دی. بیا چی کله دی خپله انشاء او املا ښه پخه کړه بیا پر خلکو او طالبانو باندی اعتراضونه کوه، انتقادونه کوه خو رد او بد به د چا نه وایی. والسلام
دا په فساد روږدي ګوډاګیان په موقت ډول دا شل کاله د وولس وینې وزبېښلې او لا هم د موقت حکومت غوښتنه لري.
ډېره عجیبه ده
ایا اسلامي امارت او د افغانستان اکثریت پرګنې ستا سره ستا په دا تېر شل کلن امتیازي دوره کې نه یوازې دا چې شریکان نه وو بلکه د ژوند حق مو نه ورکاوه،،، اوس د کوم شراکت او حکومت تمه لری؟
غوربندیه: بالکل درسره موافق یم. کور آباد ځوی لوی.
طوطی صاحب
فکرمن مو کړم،، زما خبرې او ستاسو تایید؟؟،، په خپلو خبرو مو شکمن کړم،،،