افغانستان

بلخ کې د تښتول شوي ماشوم پلار: که حکومت مې زوی نه شي پیدا کولای، له طالبانو مرسته غواړم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤوف پلار وايي، که حکومت یې د زوی په پیدا کولو کې مرسته نه شي کولای شي، مجبور دی په دې اړه له طالبانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړي.

د عبدالرؤوف پلار محمدنبي پرون (چهارشنبه ۲۴ مرغومی) په بلخ ولایت کې خبریالانو ته وویل، حکومت له پېښې سره په تړاو څو تنه ونیول؛ خو وروسته یې په ضمانت سره بیرته خوشې کړل.

کابو دوه نیمې میاشتې مخکې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار څخه د عبدالرؤوف په نوم ۹ کلن ماشوم چې اصلا د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، مسلحو غلو تښتولی او د خلاصون په بدل کې یې د یو ملیون ډالرو غوښتنه کوي.

د نوموړي خپلوانو او یو شمېر مدني فعالانو له تیرې یوې میاشتې راهیسې د بلخ ولایت د والي دفتر مخې ته اعتراضي خیمه درولې؛ خو بیاهم چارواکي د نوموړي ماشوم په پیدا کولو کې پاتې راغلي دي.

که څه هم د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر معین جنرال عبدالصبور په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي بلخ ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ماشوم کورنۍ ته د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ، مګر تردې دمه یې هیڅ څرګ نه دی لګول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو اونیو راهیسې د عبدالرؤوف مور په خپل ماشوم زوی پسې له ډیر خفګانه په رواني ناروغۍ اخته شوې او روغتون کې بستري شوې ده.

ددغه ماشوم پلار په داسې مهال د خپل زوی د برخلیک په اړه د طالبانو مسئولینو ته د مراجعې په اړه خبرداری ورکوي، چې طالبانو تیره میاشت هم په بلخ ولایت کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورلو او د تښتونې په تور یې یو تن نیولی، چې دا مهال یې قضیه د طالبانو په «شرعي محکمه» کې تر څیړنې لاندې ده.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د انسان تښتوونکو او مسلحو غلو پرضد پراخ علمیات ترسره کړي، چې ګڼ شمېر کسان یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلي او یو شمېر غله او اختطافګر یې په سزا هم رسولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

که د امارت مشرتابه د داسي مظلومانو لاس نیوي لکه عبدالروف ماشوم او دهغه په زړه زخمي مور او پلار یی او دې ته ورته نور ډیرو مظلومانو مسئله ته هر څومره جدي پاملرنه وکړي او مجاهدینو ته یی د پلټنې کلک هدایت وکړي په دې کار سره به د ملت زړونه په بیه واخلي په دې کار سره له متاثره کورنیو پرته هر یو کس ،کس خوښي ښئي . د دې تر څنګ هغه قضيې چې د امارت په مفتوحه ساحو کې د خلکو تر منځ پیدا کیږي هغه په صحي شکل نن سبا وطن کې د امارت محاکمو… نور لوستل »

طوطی

کچیری طالبان وکړی شی چی دا ماشوم پیدا کړی او رایله یی کړی، پدی کار سره به د طالبانو عزت نور هم زیاد شی او زه به یی هم طرفدار شم.

الحاج استاذ بیانزی

هر افغان بچی د طالبانو اولاد دی د همدی د پاره شپه او ورځ قربانی ورکوی ځانونه په بمونه الوځوی چه د خپلو خلکو، خپلواکی او خاوری دفاع وکړی نو دغه ماشوم پسی به خامخا ګرځی که پیدا یی کړی خامخا به یی د تښتونکو له منګولو خلاص کړی انشالله ( مګر د طوطی د اندیوالی د پاره نه ) مګر زیات ماشومان د وحشی قوماندانانو له خوا هم د جنسی تیریوو د پاره هم نیول کیږی او بیا یی وژنی چه حال ونه وایی دا هم امکان لری دغه وحشی بی سواده عسکر او پولیس او حتی نور پخوانی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x