شعـــــرونه

هيواد دې په فساد بدل کړ/جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

څومره ازاده شوې استاد دې په فساد بدل کړ
دیموکراسۍ بچۍ! هېواد دې په فساد بدل کړ

بدرنګه جنګه! نارنج ګل دې پکې ووژلو
زموږ شېرین جلال آباد دې په فساد بدل کړ

غمازه! دومره ناروا خو کافر هم نۀ کوي
د یار د سپینې خولګۍ داد دې په فساد بدل کړ

خولۀ د هندوې خوځي، غږ د پښتنې ترې وځي
لمر دې فاسد کړ او شمشاد دې په فساد بدل کړ

اصلاحات کوم دي؟ خو د غلۀ پر ځای دې غل وټاکۀ
باچا قربان دې شم ، فساد دې په فساد بدل کړ

چې د هدف پر ځای خبره د شخصي ګټې شوه
نو په دې پوه شه چې جهاد دې په فساد بدل کړ

د بنګړو شرنګ دې “خدرخېل” باندې اغېزه وکړه
زما په زړۀ کې د خدای یاد دې په فساد بدل کړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x