نړۍ

دحماة ښاردپیښو په اړه وبشارالاسد ته دشام دعلماؤ پیغام

massage_from_scholars_of_syria_to_assad(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۳) تیره ورځ دسوریی هیواد دعلماؤ یوي ټولني چي دسوریی جید او وتلي عالمان ورته راغلي وو، یو پیغام صادرکړ چي هغه کي یی دسوریی دعسکري ځواکونو له لوري دحماه ښار دمظلومو انسانانو دوینو بهول په کلکه سره وغندل اودحماه دښاردوینو تویونو او وژنو پړه یی ټوله دسوریی پرحکومت باندي واچوله.

هغه رساله چي دشام دعلماؤ له لوري ( درساله من علماء شام) په نامه سره نشر شوی دي، زیاته وي په سوریه کي دهرباهمته بچي داوظیفه ده ترڅو دهیواد دامنیت اودامت دیو والي لپاره کاروکړي، پیغام کي راغلي دي مونږ علماء دسوریی دځواکونو له لوری دحماه ښار اوهمدارنګه دهیواد په ټولو سیمو کي دوینو تویول اودعامه خلګو وژنه په کلکه سره غندو، علماء وړاندی لیکلی دي ایا حکومت دسوریی خلګوته دروژي دمبارکي میاشتي په راتګ سره  چي  درحم ترحم اوبخښنه میاشت  دغه څه اولس ته ورکړه چی روژه په وینو اومړو سره ولمانځي.

مونږ په خپل توان سره باید خپل مسئولیت وښیو هغه داچي دسوریی هیواد دهروګړي دوژني مسئولیت دسوریی هیواد دمشرتابه په غاړه دي اودسوریی هیواد مشرتابه په هیواد کی دوژنو اووینو تویونو مسئوله ده، اومونږ ټول راټول شوی علماء دسوریی دچارواکو له لوری دغه کړني ستره ګناه اودسوریی له بی وسه اولس سره لویه جفابولو.

علماء په خپله رساله کی چي دروژي مبارکي میاشتي دلومړي ورځي نیټه ورباندي لیکل شوی ده پرځینو ټکوباندي ډیرټینګارکړي دي له هغو څخه یو هم له حکومت څخه په کلکه غوښتل شوی دي چی ټول هغه زندانیان چي دحکومت له لوری نیول شوی دي باید ژرترژره خوشي کړل شي.

دعلماء له لوري په صادرشوی پیغام باندي لاندي علماء لاسلیکونه کړی دي. 

۱: شیخ القراء( شیخ کریم راجح)

۲: الشیخ هشام البرهاني

۳: الشیخ اسامه الرفاعي

۴: الشیخ عدنان السقا

۵: الشیخ ساریه الرفاعي

۶: الشیخ جودت سعید

۷: الشیخ عبدالرحمن کوکی

۸: الشیخ احمد معاذ الخطیب

۹: الشیخ زیاد الجزائري

۱۰: الشیخ محمد راشد

۱۱: الشیخ سعید دلوان

۱۲: الشیخ نذیرمکتبي

۱۳: الشیخ محی الدین حماده

۱۴: الشیخ خالد طفور

۱۵: الشیخ محمد فیض محمد عوض

۱۶: الشیخ محمود عبدالعزیز

۱۸: الشیخ فهد الکعکه

۱۹: الشیخ بشیرالریس

۲۰: الشیخ محمد خیرسریول

۲۱: الشیخ فایزعجلوني

له بله لوري په سوریه کردانو ژمنه کړی ده چي دروژی دمیاشتي تراخیره پوري به مظاهرو او لاریونونو ته دوام ورکوي  ترڅو په سوریه کي ځانونو دسوریی ترپرلمانه پوري ورسوي اوپه هیواد کی دکردانو دقضیی لپاره یو مناسب حل ولټوي، کردانو دیو بیان په صادلوسره خبرداري ورکړي دي چي په سوریه کي به ترهغو پوری کرد وګړي په ارامه کښینه ني ترڅو پوري چي دهغو پوره حقوق نه وي ورکول شوی، دکردانو له لوري په جاري شوی بیان کي راغلي دي کردان په سوریه کي دحکومت له لوري دروانو وژنو اووینو تویونو کلکه غندنه کوي، او وټولي نړي ته په جګ اواز سره خبرداري ورکوو چي کردان به ترهغو پوري له مظاهرو اواحتجاجونو څخه لاس په سر نه شی ترڅو په هیواد کي دپرتو ټولو توکمنو په کډه یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته شوی نه وي.

کردانو په سوریه کي له ټولو قومونو لکه عرب، کرد، آشوریین، سریان، ارمن اوکلدان توکمونو څخه غوښتي دي چي دنظام دراپورزولو لپاره په یو غږ شي اودهیواد په ګوټ ګوټ کی داوسني جابراوظالم نظام په وړاندي په مظاهرو لاس پوري کړي ترڅو نړي په دي پوه شي چي دسوریی اولس نور صبرله لاسه ورکړي دي نور مظلومه اولس دغه ظالم حکمرانان نه شي زغملی.

بخت الرحمن بخت ……….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x