شعـــــرونه

ټوله نړۍ راته یو شوې وه زۀ پړ نه شومه/ سعادت

حامد سعادت

ټوله نړۍ راته یو شوې وه زۀ پړ نۀ شومه
چې څنګه سپین ومه سپین پاتې شومه خړ نۀ شومه

نور خو لا څۀ چې خپل سکه ورور مې هم وو مخالف
لۀ رب نه پرته نور لۀ د هېچا د ملاتړ نۀ شومه

که تسلیم نشې نو زندان او یا به مرګ قبلوې
دا چې چا وېل خدای راته مات کړل ور ته اړ نۀ شومه

دوی خو غوښتل چې نوم نښان مې ورک شي ختم شمه
افغانستان ومه رب وساتلم مړ نۀ شومه

ډيموکراسۍ بلا نخرې وکړې خو شکر دی چې
چې څنګه وم هغسې پاتې شوم ککړ نۀ شومه

که خدای ته خوښه وه حامده هغه نۀ پرېږدو
د چا لۀ لاسه چې ټیټ پاتې شومه لوړ نۀ شومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx