ټکنالوژي

یوټیوب هم د ټرمپ ویدیوګانو پر خپرولو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ویدیو خپرولو ټولنیزې شبکې یوټیوب ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ویدیوګانو خپرولو یې بندیز لګولی دی.

د یوټیوب لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دې شبکې د ټرمپ حساب ددې لامله تړلی چې د تاوتریخوالي د پاریدو په برخه کې یې د یوټیوب له پالیسیو سرغړونه کړې ده.

یوټیوب د یادې پریکړې په اړه د سه شنبې په ورځ وویل چې د ډونالډ ټرمپ تازه ویدیو یې حذف کړې او د راتلونکو ۷ ورځو لپاره یې پر دغه چینل د نوې ویدیو پورته کولو بندیز لګولی دی.

باید وویل شي، له دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې ټویټر د ډونالډ ټرمپ حساب د تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر د تل لپاره تړلی دی.

دغه راز ټویټر د ټرمپ پلویانو ۷۰ زره حسابونه یوازې په درې ورځو کې ددې لپاره تړلي چې په راتلونکو ورځو کې يې د تاوتریخوالي هوډ درلود.

په دې لړ کې فیسبوک هم د ټاکلې مودې لپاره د ټرمپ د فیسبوک او انسټاګرام حسابونه ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د ټرمپ پلویانو د امریکا پر ګانګرس ودانۍ یرغل کړی و او ټرمپ دغه کار د ټولنیزو رسنیو له لارې ستایلی و. په یاده پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.

پورتنۍ شبکې پر ډونالډ ټرمپ تور لګوي چې د ناسمو او کرکجنو معلوماتو د خپرېدو او د یوه بل ستر یرغل پلان کولو لپاره له ټولنیزو رسنیو کار اخیستل کیږي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا ټاکنو د پایلو په لړ کې ادعا کوي چې نوموړي بریا خپله کړې خو د ټاکنو کمیسیون جو بایډن ګټونکی اعلان کړی چې رسما به د جنوري په شلمه واک نوي ولسمشر ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x