kandahar shaheedan chowk

کندهاره زما- نظام کندهاری

کـور د غيـــرت او شجــاعت يې افتخـــاره زما
تـل دي سرلـــوړی پر جهان يې کندهـــاره زما

تـا په تاريـــخ کي لامثــــالـــه قربــانۍ ورکړي
د مينــي کــور د سترګو تــور د زړه قراره زما

هره کــږه خوله سمـوې ته د مېړاني په سوک
زما انتقـــام دي دی اخيستــی له اغيـــاره زما

د ښکــرورو هديـــره يې هـــر زورګيــر ماتوې
دفــاع دي کړې له شمــلې او له دستــــاره زما

تا دي روزلي خپله غېـــږ کي ميوندي شازلمي
شړي به هر وخت تور زاغان له دې ګلزاره زما

تا به ساتي اصيل بچي هميش د زړه په وينو
اې د تنکيـــو شهيـدانـــــو سپيـن مـــزاره زمـــا

ته دي تازه يې په تا وياړم په تا ناز کړم نظام
د آريــانــا افغانستــــان د غـــاړي هــــــاره زما

نظام کندهاری

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د