ټولنیزه برخه

په خلکو کې عمر نشته!

ژباړن: عبدالله دانشیار

حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه چې په جدیت او غښتلې حوصله مندۍ پیژندل شوی و، یوه ورځ یې په مدینه منوره کې د خلکو لپاره د خوراک دسترخوانونه تیارول، یو کس یې ولید چې په کیڼ لاس خوراک کوي، د شاه له خوا پرې ورغی او غږ یې پرې وکړ:
ای د الله بنده ! په ښي لاس یې وخوره!

هغه کس ورته ځواب ورکړ: ای د الله بنده! هغه مصروفه دی.

عمر رضی الله عنه دوه ځلې خپله خبره تکراره کړه او هغه کس ورته هماغه یو ځواب ورکړ.

عمر رضی الله عنه ورته وویل: نو کار یې څه شی دی؟

هغه کس ورته وویل: د مؤتې په غزا کې لګیدلی او له حرکته غورځیدلی دی.

حضرت عمر رضی الله عنه ورته کیناست، په ژړا شو او په ژړا کې یې ترې پوښتنې کولې:

اودس درته څوک کوي؟ کالي درته څوک وینځي؟ سر درته څوک وینځي؟

او څوک … ؟ څوک … ؟ څوک … ؟

له هرې پوښتنې سره به یې اوښکې روانې وې، بیا یې امر وکړ چې هغه ته دې یو خدمتګار، سپرلۍ او خوراک ورکړل شي، له هغه څخه یې د بښنې غوښتنه وکړه چې په ناخبرۍ کې یې درد ورکړ او هغه څه یې ورپه یاد کړل چې نوموړي پکې کوم قصور نه وو.

قوانین دغسې جوړیږي.

حضرت عمر رضی الله عنه به د شپې له لوري د ښار په کوڅو کې ګرزیده، د جاسوسۍ لپاره نه بلکې د خلکو حال او احوال به یې معلوماوه، یوه شپه یې ولیدل چې یوه بانډه چي (اعرابۍ) ښځه خپل مسافر میړه یادوي او د هغه په یاد کې شعر وايي:

لقد طال هذا الليل واسود جانبه:
وأرقني إذ لا حبيب ألاعبه:

فلولا الذي فوق السماوات عرشه:
لزعزع من هذا السرير جوانبه:

دغه شپه څومره اوږده شوه او برخې یې تورې شوې
بې خوبي ده او حبیب مې نشته چې ورسره لوبې وکړم

که هغه نه وای چې د اسمانونو له پاسه یې عرش دی
ددې کټ برخې به په لړزه راغلې وې

امیر المومنین ورنژدې کیږي او خبرو ته یې غوږ نیسي، د دیوال له شاه څخه ترې پوښتنه کوي چې، څه خبره ده خورې؟

هغه اعرابۍ ښځه ورته ځواب ورکوي:

میاشتې کیږي چې میړه مې جهاد ته تللی دی او زه ورپسې ډیره خپه شوې یم.

امیر المومنین عمر رضی الله عنه د خپلې لور حفصه رضی الله عنها کور ته ځي او ورڅخه پوښتنه کوي:

یوه ښځه څومره وخت خپل میړه پسې خپه کیږي؟

لور یې حیا کوي، شرمیږي او خپل سر ټیټوي، عمر رضی الله عنه ورته فرمايي: الله ﷻ د حق خبرې له ویلو څخه حیا نه کوي، که چیرې ما د رعیت د یوې مسئلې په اړه د یو څه پلټنه نه کولای نو هیڅکله به مې درنه دا پوښتنه نه وای کړې.

لور یې ځواب ورکړ: څلور، پنځه او یا شپږ میاشتې…

امیر المومنین خپل کور ته ورځي او د عسکرو قومندانانو ته امر لیکي چې: ( له څلور میاشتو زیات عسکر مه ایساروئ.)

په همدې سره دغه امر قانون ګرځي او د ښځې تر ټولو مهم حق خوندي کوي.

د قانون مسیر ته وګورئ، د دولت اجرایه قوې جوړ نه کړ بلکې ټولنې جوړ کړ( اعرابۍ ښځه او حفصه رضی الله عنها )، د دولت اجرایه قوې تصویب کړ تر څو ټولنه پرې منظمه کړي.

د ښځې قانون دغسې جوړیږي …

هماغه عمر فاروق رضی الله عنه خپل ماښامي ګرځیدو ته ادامه ورکوي تر څو د خپل رعیت حال او احوال معلوم کړي، د یوه ماشوم غمجن غږ یې تر غوږ شو، کور ته یې نږدې شو او پوښتنه یې وکړه: څه پرې شوي دي؟

د ماشوم مور ځواب ورکړ: ای امیر المومنینه! له شیدو مې بیل کړی دی.

طبیعي پیښه ده چې یو مور خپل ماشوم له شیدو بیلوي نو ځکه ژاړي خو حضرت عمر رضی الله عنه ترې په خپله لاره نه ځي بلکې د ماشوم له مور سره خبرې اترې کوي او دا معلوموي چې دغې مور خپل ماشوم له وخته مخکې د پیسو د ضرورت لپاره له شیدو بیل کړی دی، تر څو هغه سل درهمه ترلاسه کړي چې د مور د شیدو څخه هر بیلیدونکي ماشوم ته د بیت المال څخه ورکول کیږي.

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خپل کور ته ځي او د ماشوم غمجن اواز یې خوب ته نه پریږدي، امر صادروي چې:

باید هر ماشوم ته له ولادت وروسته سمدستي سل درهمه ورکړل شي، نه له شیدو بیلیدو وروسته.

دغه امر قانون ګرځي او د ماشومانو حقوق خوندي کوي او هغوی له وخته مخکې د شیدو بیلیدو له خطر څخه ژغوري.

د ماشومانو قانون دغسې جوړیږي …

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خپل ورور زید سره ډیره مینه وه، زید د مرتدینو سره په جهاد کې شهید شو، یوه ورځ د مدینې په ښار کې د زید له قاتل (أبو مريمَ السلوليُّ ) سره مخامخ کیږي، نوموړي ایمان راوړی و او د حضرت عمر رضی الله عنه یو رعیت ګرځېدلی و.

عمر رضی الله عنه په قهر سره مخ ورواړوه، ویې ویل:

په الله مې دې قسم وي که دا ځمکه له تویې شوې وینې سره مینه وکړي نو زه له تا سره مینه نه کوم.

هغه اعرابي قاتل ترې په ویره کې پوښتنه وکړه:

– ای امیر المومنینه! ایا دا به زما حقوق راکم کړي؟

امیر المومنین ورته اطمنان ورکوي چې نه.

هغه اعرابي ورته په ډیرې بې پروایۍ وویل:

نو هیڅ تاوان نشته، ښځې پر خپلو مینو پښیمانه کیږي. معنی یې داده چې:

زما ستا له مینې سره څه کار دی، زما او ستا تر منځ له حقوقو او واجباتو پرته نورهیڅ هم نشته!

امیرالمومنین په قهر نه شو او نه یې هغه بندي کړ، بلکې د اعرابي د جرئت او بې پروایۍ پر وړاندې یې خپل قهر او غوسه کنټرول کړه او خپل تګ ته یې ادامه ورکړه.

په داسې مهال یې خپله غوسه کنټرول کړه چې د واک او سلطې په راس کې وو ، او پر دې یې باور درلود چې دغه اعرابي د بیان د ازادۍ حق لري.

ددغه اعرابي د جرئت او شجاعت په برکت په ټولنه کې د بیان د ازادۍ قانون جوړ شو.

بیا یوه ښځه هغه وه چې یوه جمعه یې د حضرت عمر رضی الله عنه څخه د امیر المومنین لقب لرې کړ او ویې ویل: ای عمره! سهوه دې وکړه!

دا د ښځې پر قانون یوه نیوکه وه، چې د عامو خلکو څخه یوې ښځې د مهر په قانون باندې انتقاد وکړ …
امیرالمومنین غرور ونه کړ ، نه یې ښځه بندي کړه او نه یې په جلدو ووهله بلکې پر خپلې غلطۍ یې په صریحو ټکو اعتراف وکړ: ( اخطاء عمر و اصابت امراة ) ( عمر سهوه شو او ښځه په حقه ده ).

بیا یې خپل قانون بیرته واخیست او ټولنې ته یې د وس او توان پر اساس د مهر ټاکل پریښودل .

قوانین دغسې جوړیږي ، … داسې چې د ټولنې اهدافو ، هیلو او کلتورونو ته په کتو سره د یادې ټولنې ژورې برخې ته رجوع وشي .

نو ټولنه د واک سرچینه نه بلکې د قوانینو سرچینه ده .

( تر هغې چې د الله ﷻ د کتاب او د پیغمبر ﷺ د سنتو مخالفت ونه کړي . )

نه خلکو تغیر کړی او نه هم ژوند …

بلکې په خلکو کې … ( عمر ) نشته … رضی الله تعالی عنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx