ورزش

راشد خان د پاکستان کرکټ لیګ تر ټولو ګران بیه لوبغاړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په لومړي وار د پاکستان سوداګریزو سیالیو لپاره د راشد خان په ګډون پنځه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.

راشد خان چې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچونکی دی په پاکستان سوپر لیګ کې د ټولو داخلي او بهرني لوبغاړو په پرتله په ګرانه بیه پېرل شوی دی.

د جنوري میاشتې په لسمه نېټه د پاکستان غوره لیګ سیالیو لپاره بولي ترسره شوه چې د ګڼ شمېر داخلي لوبغاړو په ګډون په کې شاوخوا ۴۰۰ بهرني لوبغاړو هم ګډون کړی و.

په بهرني لوبغاړو کې یو شمېر افغان لوبغاړو هم بولۍ ته نوم لیکنه کړې وه چې له مخې یې پنځه لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري وپېرل شول.

د لوبغاړو د پېرلو لپاره انتخاب شوې بیه:

د پلاټینیم کټيګري لپاره د لوبغاړو ټيټه بیه ۱۳۰ زره امریکایي ډالره، او پورته بیه ۱۷۰ زره امریکایي ډالره ایښودل شوې وه.

د ډایمنډ کټیګري لپاره له ۶۰ زره ډالرو څخه تر ۸۵ زره ډالرو بیه ایښودل شوې وه.

د ګولډ کټيګري لپاره د ۴۰ او ۵۰ زره ډالرو ترمنځ، د سیلور کټیګري لپاره له ۱۵ څخه تر ۲۵ زره ډالرو، د ایمرجینګ لوبغاړو بیه ۷۵۰۰ ډالره او د اضافي یا سپلیمنټري لوبغاړي بیه ۵۰ زره ډالره ایښودل شوې وه.

په زیاته بیه د پېرل شویو لوبغاړو په لیست کې راشد خان د پاکستاني لوبغاړو او کریس ګېل په ګډون د نړۍ ټول لوبغاړي شاته پریښي او د لاهور قلندرز لوبډلې تر ټولو په ګران نرخ خپل کړی دی.

راشد خان چې په یاد لیګ کې به د محمد حفیظ او شاهین شاه افریدي سره یوځای لوبیږي د لاهور قلندرز لوبډلې په (۱۷۰ زره) امریکایي ډالره چې له ۲۷ ملیونو زیاتې پاکستانۍ روپۍ کیږي رانیولی دی.

دغه شمېرې که څه هم رسمي سرچینې نه لري خو د یو شمېر راپورونو له مخې خپرې شوي دي.

ددې سربېره د پي ایس ایل بولۍ پرمهال دوهم ګران بیه لوبغاړی حسن علي، دریم ګران بیه لوبغاړی محمد نبي، څلورم کریس ګېل او په پنځم نمبر ډیویډ میلر پېرل شوی دی.

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې د فبروري میاشتې له ۲۰مې نیټې په پاکستان کې پېلیږي، په نورو افغان لوبغاړو کې مجیب الرحمن، قیس احمد او نور احمد هم پېرل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x