
مزارشریف کې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون ۲ تنه په مرموز ډول وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون ۲ تنه په مرموز ډول وژل شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، د مزاشریف د نهمې امنیتي حوزې یوې ښځینه پولیسې جسد د ښار اړوند«پل امام بکري» سیمې څخه په داسې حال کې موندل شوی، چې په ګولیو ویشتل شوې وه.
له بل پلوه تیره شپه د مزارشریف په نهمه امنیتي حوزه کې د شمال زون لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رئیس قاضي سیدمحمد سامع زوی احمدراشد سامع جسد هم په داسې مهال موندل شوی، چې د شکنجې آثار له ورایه ورباندې ښکارېدل.
دیرش کلن احمدراشد سامع دوه ورځې مخکې په مزاشریف کې د ناپېژاندو مسلحو کسانو لخوا تښتول شوی ؤ، چې په مرموز ډول وژلو یې له امنیتي پلوه د مزارشریف د ښاریانو ترمنځ شته اندېښنې لا زیاتې کړي دي.
د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ منسوبین که څه هم د وژل شوې پولیسې په هکله له څه ویلو ډډه کوي؛ خو د شمال زون لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رئیس د زوی احمدراشد د پېښې په هکله یې دومره ویلي، چې نوموړی «زندۍ» شوی او په اړه یې د پولیسو څېړنې دوام لري.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په مزاشریف ښار کې هدفي وژنې، مسلحې غلاوې او اختطافونه زیات شوي، چې له امله یې د ښاریانو ژوند سخت تریخ شوی دی.
کابو دوه نیمې میاشتې مخکې د عبدالرؤوف په نوم ۹ کلن ماشوم هم له مزارشریف نه تښتول شوی ؤ، چې تردې دمه یې څرک نه دی لګېدلی.